معنوي وږمې

سید عبیدالله نادر

812

هغوي چې د علم او معرفت  په رڼا یې ، زړونه روښانه وي ، او په خپل تصوراتو کې د هر څه او هر چا د پاره نیک نیک سوچونه او فکرونه لري ، او کوي یې ، او فلسفی افکار ورسره وي ، دوي هیڅکله هم یواځي نه وي ، یعني دوی په یواځي توب کې هم تنها یا یواځی نه وي ،لکه چې یو عالم ورسره وي، داسي فکر کوي چې په یوه محفل کې ناست دی  ، انسان په خپل ژور سوچ او فکرونو سره خپل مافیه الضمیر ته ورځي ،او هلته په روښانه آیینه کې خپل ځان ویني ،همدا وجهه ده ، چې د متفکر انسانانو او په خصوص هغه انسانان چې په خپل حال اندیښمند وي ، خبری یې ژوري وي ، او ژوره مانا په کې پرته وي ،په روښانه زړه او دماغ سره د دنیا ډیر حقیقتونه ورته څرګند کیږي ،نو همدا وجهه ده ،چې د دې ریاضیت د لارې او پوهنې د لارې ډیر انسانان لوړو مدارجو ته رسیدلي ، بل سالم طرز د فکر انسان په خود کې راولي ، انسان د خودۍ او ځان ځانۍ د دیو د منګولو څخه خلاصوي ، چې هغه کبر لویي و او غرور دی ، ځکه متکبر انسان هیڅ بنده نه خوښوي ، هماغه ده چې بایزید بسطامی علیه الرحمه وايي : (هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید )  یاني هیڅکله به د متکبر انسان نه بوی د معرفت را نه شي ،شیخ ابوالحسن خرقاني وايي : چې یوه خبری ماته سخت ټکان راکړ،: یو فاسد انسان په یو ځای کې زما د څنګه تیریدی ما خپلي جامی راټولي کړي چې د هغه په جامو و نه لګیږي ، د روغ لړ نه وروسته یو لړ بحثونو په مینخ کې هغه راته وویل : شیخه خدای تعالی پوهیږي چې زمونږ حال به سبا څرنګه وي .وايي دي خبري یو ځلي زه خپل مافیه الضمیر ته راوستم او ما ته یې د خودۍ ټکان راکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.