په یمن کي د القاعده شبکې یوې څانگي په افغانستان کي د طالبانو بري ته مبارکي ویلې او اعلان یی کړی چي خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکړي. تردې دمخه په سوریه کي یوې افراطي ډلي هم پرکابل باندي د طالبانو د تسلط څخه هرکلی کړی ؤ.
د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعدې شبکې »عقاب« (د اګست ۱۹ مه) په یوه اعلامیه کي راغلي:» دغه بری او قدرت اخیستل موږ ته ښکاره کوي چي داسلامي شریعت پر مبنأ د ټولي نړۍ څخه د اشغالګرانو د شړلو او هغوی د تجاوز د له منځه وړلو په لار کي مبارزه کامیابه ده.»
دغه اعلامیه د »سایت « په نامه اطلاعاتي ګروپ لخوا چي په ټوله دنیا کي د اسلامپاله پر شبکو باندي څارنه کوي ، نشر سوې ده.
طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوري د خپل حاکمیت پر وخت د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. د القاعده شبکه په نیویارک کي د جهاني تجارت پر دوو برجونو باندي د سپټمبر د یوولسمي برید مسووله بلل کیږي او په همدې دلیل د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو د حکومت پرضد حمله وکړه.
د امریکا متحده ایالات د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعده ډله ، د نړۍ په سطحه د القاعدې د شبکې تر ټولو خطرناکه څانگه بولي او په ۲۰۰۱ کي د سپتمبر د ۱۱مي تر بریدونو وروسته یی په یمن کي د بې پیلوټه طیارو پواسطه ددغي ډلي د جنگیالیو پرضد حملې ترسره کړي دي.
د سیمو اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چي د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعده جنگیالیو د یکشنبه په ورځ په یمن کي د البیضا او شبوه ښارونو کي، قدرت ته د طالبانو راتگ په آتشبازیو او هوایی فیرونو سره لمانځلی دی.
د القاعدې دغي څانگي د ایران په ملاتړ ددغه هیواد د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د یمن له جگړې څخه په استفادې سره خپل ځانونه قوي کړي دي.
همدارنگه په سوریه کي د «حیات تحریر الشام» افراطي ډلي چي د القاعده د پخوانیو جنگیالیو لخوا رهبري کیږي ، هم د طالبانو له بري څخه هرکلی کړی دی.
د «حیات تحریر الشام» ډله کلونه مخکي لا د القاعدې څخه جلا سوې وه او په سوریه کی ورته د ترټولو خطرناکي جهادي ډلي په حیث کتل کیږي. دغه ډله په سوریه کي د ادلیب سیمي شاوخوا نیمه برخه تر خپل کنترول لاندي لري.
«حیات تحریر الشام» په یوه اعلامیه کي ویلي چي:» موږ طالب وروڼو او د افغانستان خلګو ته ددغي کامیابۍ په سبب مبارکي وایو او د خدایه غواړو چي د سوریې انقلاب ته هم بری ورپه برخه کړي«.
څارونکي معتقد دي چي د افغانستان په جنګ کي د طالبانو بری په خاص ډول منځني ختیځ او افریقا کي اکثرو افراطي ډلو ته جرائت وربخښي او هغوی تقویه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.