افغانستان او منځنۍ اسيا ته له داعش څخه ورپېښ خطرونه

شننه: عبدالله لغمانی

1,904
افغانستان چې نن سبا د طالبانو تر سياسي حاکميت لاندې راغلی او جمهوري دولت ته چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د نړيوالو لخوا په رسميت پېژندل شوی او د هغو په مالي مرستو روان و د پای ټکی کېښودل شو.
د طالبانو په واک ته رسېدلو سره د افغانستان د شمال ختيځ (چين) ، لويديځ (ايران) او شمال د سرحد ( د منځنۍ اسيا د هېوادونو) تر منځ دا اندېښنې خورا په چټکۍ سره راپورته کېږي چې مبادا افغانستان د طالبانو په واک ته رسېدلو سره د داعش او نورو تروريستي ډلو د خوندي  پناګاه په توګه بدل نشي او دلته ترهګريز سازمانونه او ډلې رامنځته نشي.
دا ډلې په ځانګړې توګه داعش چې ددې سيمو د وګړو له دوديز اسلام (حنفي او شيعه اسلام ) څخه په بل او مختلف ډول( وهابي اصول او اسلامي لارې چارې) تطبيق کول غواړي له نورو تروريستي ډلو په پرتله یې د راپورته کېدلو ډېر او ژر احتمال شته. ډېری هېوادونه او ددې سيمو اوسېدونکي دا باور لري چې دا سازمان په سوريه، عراق او منځنۍ ختيځ سربېره اوس په افغانستان کې هم د امريکا لخوا تمويلېږي او په غير مستقيمه توګه د داعش له لوري امریکا هڅه کوي چې ددې سيمو د امريکا سيال هېوادونه چين او د روسيې تر سياسي نفوذ لاندې سيمې (منځنۍ اسيا) پرې نا امنه کړي او په دې هېوادونو کې د داعش ډلې ټپلې رامنځته کړي، که څه هم دا هېوادونه وار له مخه د امريکا په دې پلان پوهېږي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په خپل منځي ناستو کې پر دې جدي بحثونه شوي دي چې له افغانستان سره خپل سرحدات په کلک ډول وڅاري خو بيا هم د دومره اوږدو سرحدونو کنترول کول ډېره اسانه خبره نه ده او دا ترهګريز سازمانونه له هرې ممکنه لارې او نورو بېلابېلو بديلونو  څخه د لويديځ خصوصا د امریکا په مرسته غواړي چې منځنۍ اسيا او چين ته سرايت وکړي او خپل فعاليتونه پیل کړي.
داعش رامنځته کېدل  او راټوکېدل به د افغانستان دا بيخي خراب او کمزوری تصوير په جهان کې لا پسې خراب کړي او د نړۍ او د سيمې د مسلمانانو پر وړاندې به حساسيتونه لا پسې راپورته کړي. او هم به د منځنۍ اسيا ارام هېوادونه چې نږدې ۳۰ کلونه یې په خورا سوکالي او ارامي کې تېرکړي دي په ستر مشکل اخته کړي او که ددې سيمې د هېوادونو سياسيون له تدبر څخه کار وانه خلي د امریکا د شومو پلانونو ښکار به شي او د يوې لويې غميزې او ستر سرخوږي د پيلېدو لامل به شي.
نو دې هېوادونو ته پکار دي چې په افغانستان کې له واکمنې موجوده ډلې سره ارتباطات ټينګ او د خپلو استخباراتي هڅو په مرسته ددې سازمانونو د فعاليت او روزنې مرکزونه پيدا او بيا یې د افغانستان حاکمې ډلې ته په ګوته او د له منځه تللو سپارښتنه یې ورته وکړي.
همدارنګه په افغانستان واک لرونکو(طالبانو) ته پکار ده چې د نړيوال او سيمييزو ښو اړيکو او ښه ګاونډيتوب لپاره د دا ډول سازمانونو مخه ونيسي او پرېنږدي چې له افغانستان څخه د سيمې د شاوخوا هېوادونه نا امنه کړي، ځکه په دې کار سره به ددې ډلې د سيمې او نړۍ د سوله غوښتو هېوادونو په کچه دا پيکه محبوبيت لا پسې تت او تياره شي او د نړيوالو مرستو او همکاريو لپاره به له طالبانو سره هېڅوک هم مرستې او همکاري ونه کړي او لا به يې په مقابل کې نور مخالفين راپورته او افغانستان به د يوه بل ستر جنګي ناورين په ميدان بدل شي.
د پټو معلوماتو له استناد څخه د سيمې هېوادونه په دې باور دي چې اصلاً داعش خپله هم په افغانستان کې په فعاليت ته لېوال نه دی ، بلکې غواړي چې له افغانستان د روزنې او خونديتابه د يوه ميدان په توګه کار واخلي او کار او فعاليتونه له دې ځایه منځنۍ اسيا او بيا پسې تر روسيې او چين پورې پراخ کړي او خپل باداران هدف ته ورسوي.
په تېر کې په منځني ختيځ کې د داعش په راپورته کېدلو سره ددې سيمو د هېوادونو د خلکو غټې کتلې مهاجرت ته اړې شوې او هغه مذهبي اقليتونه چې دلته اوسېدل په خورا بې رحمي سره ددې ډلې لخوا چې د امريکا لخوا حمايه کېدل ووژل شول او بې کوره شول. او په منځني ختيځ کې د يوه لوی ناورين د رامنځته کېدلو لامل شول او داسې اوازې هم دي چې نن سبا د افغانستان په ختيځ (کونړ، نورستان او دننګرهار په ځينو سيمو) کې هم کټ مټ لکه په سوريه او عراق کې امريکايان په هليکوپترو کې په غريزوسيمو کې ګرځي او ناستې کوي او دې سازمان ته مرستې او نظامي تجهيزات رسوي ، نو ښکاره ده چې امريکا يوځل بيا غواړي دا سيمه په يوه بل ناورين بدله کړي او د يوه اوږد او ناپايه جګړې بنسټ کېږدي.
او همدارنګه هڅه کېږي چې که راتلونکي کې طالبان د امريکا او د ناټو د ځينو هېوادونو خبره نه مني او د پلانونو مخه يې نیسي داعش د يو سرخوږي په توګه ورته راپورته کړي او په خپل منځ کې یې لکه په سوريې او عراق کې یې چې حاکم دولتونه ورسره په جګړه کې ښکېل کړل دوی هم همداسې ښکېل کړي او د جنګونو لړۍ پکې پيل کړي. د امريکا له افغانستان څخه په داسې يو ناڅاپي او بې مسووليت ډول وتل د همدې پلانونو جوته ښکارندوي کوي چې داعش او نورې ډلو ټپلو ته لاره هواروي او د يوه خونړۍ پلان د پيلولو اراده لري. ددې هدف په ترلاسه کولو لپاره به زرګونو بې ګناه او بې دفاع افغانان ووژل شي او دا سيمه به لا پسې د نړيوال تروريزم په مرکز بدله او خلک به یې د لوږې او انساني ناورينونه له امله تباه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.