درې [فاسق، مخرِّب او منجمد (تياره)] ذهنيتونه

سيد حسين پاچا

1,651

آغلې لاينز :

درې [فاسق، مخرِّب او منجمد (تياره)] ذهنيتونه

فاسق ذهنيت مخرِّب او تياره ذهنيتونو ته څنګه لاره جوړه کړه؟

 

د برتانوي زاړه استعمار پاتې شوني فاسق د تېر په څېر همغسې په اسانۍ سره دوکه کړ چې ښاغلي بروس ريډل د CIA پخواني ولسمشر اوباما ته د خپلو معلوماتي هڅو په پايله کې ويلي وو: ((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)). مشرف د بُش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله نن هوبه هو بيا هماغه لوبه وشوه

 

نوټ : خليلزاد يو فاسق ذهنيت دی، کرزی يو مخرب ذهنيت دی او طالب يو منجمد يعنې تياره او وروسته پاتې ذهنيت دی چې نه له اسلامي او نه هم له نړيوالو نورمونو او اصولو سره او نه هم له بشري ارزښتونو سره روغ راځي. يو څوک چې ټولنې ته اجتماعي چوپړونه Social Welfare Services نه شي وړاندې کولی. د ټولنې د نارينه وښځينه قشر له زده کړو نيولې تر کاري چوپړه پورې زمينه نه شي برابرولی او داسې شرعي سخت قوانين چې په هغې د اعدام، د بدن د غړو اود ښځو په تړاو بده او سخته رويه تر کاڼو ايشتلو ((سنګسارولو)) پورې بيا له سره غور کيږي، نو ټولنې ته دا ډول سزاګانې ټاکل له شرعي اصولو سره سر نه خوري. يو څوک چې دولتي کارمندانو ته معاش نه شی ورکولی او داسې، نو څنګه سزا ورکولی شي؟

 

 

تېر ترخه يادونه،

Bruce Riedel Adviser to President Obama in 2009

“In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support”.

 

د ښاغليو ټرمپ او بروسيډل خبرې :

ټرمپ : پاکستان موږ ته له کلونو راهيسې له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي.

بروس ريډل : د سي آی ای دغه دېرش کلن کارپوه پخواني مامور وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله. دا هغه څوک دی چې د اوباما په غوښتنه يې د پاکستانه کړه وړه له نژدې نه ښه په ځير سره وڅارل او ټول حقايق يې هغه ته وسپارل چې پاکستان له موږ سره دوه ګونې لوبه کوی.

Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

BBC Two, Secret Pakistan

Double Pakistan

http://www.bbc.co.uk/programmes/b016ltpv

Afghanistan: Pakistan accused of backing Taliban

 

آغلې لاينز،

تېر ته په کتو پخوانی ولسمشر کرزی هم د بُش د ادارې يو پاتې شونی دی. د ښاغلي بروس ريډل د زياتو څارګري هڅو او کره لاسوندونو له مخې له معلومه کړې وه او دې پايلې ته رسېدلی وو چې ((پاکستان ورسره دوه مخې لوبه کوي)) او دا خبره يې له ښاغلي اوباما سره شريکه کړې وه.

 

آغلې لاينز،

خليلزاد د بُش د ادارې او هم د جمهوريپالو د ګوند اړونده څېره ده.

پوښتنه دا پيدا کيږي چې څنګه د برتانوي زاړه استعمار دغه پاتې شوني د خپل هماغه زاړه بادار هماغه پخوانۍ نسخه بيا وکاروله او دغه دواړه فاسق او مخرِّب ذهنيتونه يې د يو منجمد او تياره ذهنيت د بيا واکمنولو لپاره هغه هم په افغانستان او چم وګاونډ سيمه کې د ځان په ګټه وکارول؟

 

کرزي به ويل ((طالبان زموږ وروڼه دي)) خدای دې يې راولي!

خليلزاد به ويل چې ((طالب اوس بدل شوی دی. طالب اوس هاغه پخوانی طالب نه دی))، خو ځمکني حقايق او شواهد بيا نور څه وايی.

کرزي خو له خدايه همدغه ساعت غوښت چې ((خدای طالبان راولي)) او اوس هغه دی چې الله تعالی يې سوال قبول کړ او طالب يې ورته کابل ته وروستی.

داسې برېښي چې دی او هم يې ورور ((طالب)) دواړه اوس د يو او بل پر ژبه نه پوهيږي. داسې برېښي چې دوی دواړه په تياره کې پرېښوول شوي.

 

خليلزاد به چې ويل ((اوس هغه پخواني طالبان نه دي. دوی اوس بدل شوي دي))، خو خپله عمران خان د بي بي سي له جان سره په ځانګړې مرکه ځان ناګاره واچولو او له مسووليت يې يو ډول خپلې اوږې سپکې کړې، نو اوس پته نه لګيږي چې په دوی دواړو کې څوک دروغژن دی؟

خليلزاد او که عمران خان؟

په حقيقت کې خو دواړه ان تر هغه ملتاني قريشي پورې د نړۍ په کچه لااُباليان او کاواکه خلک دي چې اصلاً د دوی د خولو واک له بل چا سره دی، خو تر ټولو ډېر شرم خليلزاد ته دی چې د خپل لغمانيتوب، زرنګۍ او چالاکۍ سره سره باجوه، فيض، عمران خان او دروغژن ملتاني داسې تېر ايسته هغه د چا خبره چې ((يخ يې ورته کېښود او دی يې پرې پورې ايسته)).

 

پايله

آغلې لاينز، موږ بايد دا تريخ حقيقت ومنو چې پنجاب چې په سيمه کې د برتانوي زاړه استعمار يو حرامي پاتې شونی دی هر وخت يې د هماغه زاړه استعمار له هنرونو ګټه پورته کړې او حالات او وضعيت يې په خپلو هر اړخيزو ګټو څرخولی دی ان تر دې چې اروپايي ټولنه او ناټو هم د همدغه هنر لوبولو ښکار شول او د يو خپلسري او سرزوره ټرمپ د هسې بېځايه هوسونو ښکار شول.

 

نو آغلې لاينز،

دا خو همدغه هوايي نازولی او خانزاده ولسمشر او ملک وو چې له پيله تر پايه يې خپل ځان ونه پېژنده. ټولې ژمنې او کړنې يې هسې هوايي او ژبنۍ ((شفاهي)) وې. يو هوښيار او پوه سياستوال هغه چې په هند کې يې زده کړې کړې وې دومره ساده توب خوند نه کولو او نه ورسره ځينې تخريبي کړنې ښې نه ايسېدې.

 

ده چې څوک په منت او زاريو له خدايه غوښتل هغه ورته ورسېدل، نو اوس ولې بې چورته دی؟ نړيوال شنونکي په باور دي چې د افغانستان اوسنی سياست عملاً د پاکستان لاسته لوېدلی او د پاکستان په اختيار (واک) کې دی. دا هغه څه ول چې پاکستان د بوټو او ضياءالحق له وخته نيولې تر کرنيل امام و ننني باجوه او فيض پورې غوښتل چې ((افغانان نه شي کولی د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي او دا واک واختيار تل بايد له پاکستان سره وي. هماغسې وشول او دا هغه څه ول چې ولسمشر کرزي، ډاکټر عبدالله او داسې نورو ډېرو دبله مارانو غوښتل او اوس يې هغه هيله پوره شوه، نو ولې ورته اوس ذهني تشويش پيدا شوی؟ که نوموړی يو ملتپال سياستوال وای، نو ده به ذهنًا، اخلاقًا، ايمانًا او شرافتًا د ولسمشر غني ته ستونزې او مزاحمتونه نه زېږول.

 

 

رب العالمين د کرزي په سټه کې خير و وبرکت نه دی اېښی. د هغه چا په سټه کې چې رب العالمين اېښی وو او پر موږ يې لورولی، خو موږ بې قدره خلک وو ځکه خو يې رانه واخېست. تېر سل کلن تاريخ بيا تکرار شو. نه مو د هغه وخت زړه سواند، خيرخواه او مترقي پاچا امان الله خان وزغملی شو او نه مو د ننني وخت ولسمشر غني. تل مو د نورو په تشو هوايي ژمنو بسنه کړې او همدغه به مو حال وي.

 

موږ خپل زړه سواند او کاري ولسمشر غني ته ډېر سپک نظره وو. حال دا چې ولسمشر غني له هر اړخه پر عمرانخان او د هغوی پر اسلامپالو او ځينو نور ډېرو سياستوالو ان تر ملتاني دروغژن قريشي پورې په زرګونه ځله له اخلاقي، علمي او هم له ايماني پلوه شرف لرلو.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

 

کرزي او مېرمن لاينز د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه – تاند (taand.com)

اروپايي ټولنه وايي، د طالبانو نوی حکومت نه ټولشموله دی او نه هم استازیتوب کوي‘ – BBC News پښتو

اردوغان وايي، تر څو چې ټولشموله حکومت نه وي جوړ د کابل د هوايي ډګر مسوولیت نه اخلي – تاند (taand.com)

عمران خان: نړیواله ټولنه باید د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي – BBC News پښتو

Prime Minister of Pakistan Imran Khan Exclusive Interview on BBC News – YouTube

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.