جهاد نه يوازې له کافرو، بلکې د کافرو له ملګرو او نورو ډلو بُغاتو او خوارجو سره هم کيږي

طالبي چارواکی پير اغا : جهاد نه يوازې له کافرو، بلکې د کافرو له ملګرو او نورو ډلو بُغاتو او خوارجو سره هم کيږي د جهاد په نوم چې د اشغال پر وړاندې جنګېدئ، د امريکا په شمول د نړۍ هېوادونه څملولي، نو اوس ترې ولې د خپل رسميت پېژندنې لپاره غوښتنه کوئ؟ خدای و رسول خو دې هېر کړي وو، خو نن مو لکه چې هغه حنفي فقه هم له ياده ووته. ولې د خليلزاد په خولې د يو کال لپاره پټ نوټ : څوک چې څښتن تعالی پېژني، نو له شک پرته چې څښتن تعالی دوی پېژني، خو څوک چې څښتن تعالی نه پېژني، نو الله تعالی دوی هم نه پېژني. پرړې به دې د يهودو او نصاراو کولې، خو نن هماغه يهود ونصاراو ته محتاج شوئ د متقي او حنفي خولې خو په سوال ستړې شوې او پښې يې دوحه، مسکو، تهران او داسې نورو ځايونو ته په منډو ستړې شوې. د ملا فاضل مظلوم خبرې : افغانستان کې به بيا داسې خلکو ته ځای نه ورکول کيږي، لکه اوس چې زموږ مجاهدين .”پير اغا“ چې پروسږکال تللی وو، يو کال يې په جلال اباد کې ورسره جنګ وکړ. دا هغه کسان ول چې موږ په دوی باندې خپل ايمان تړلی وو او دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل مشران قرباني کړل. دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل آمران قرباني کړل او زموږ ټول نظام پر دوی باندې ولاړ وو. هغوی راغلل او زموږ پر ضد پر کافر باندې ودرېدل او ويې ويل چې ((دا ملحدين دي، او دا مشرکين دي او دا اسلامي نظام نه دی)). زلمی خليلزاد : د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي. استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې ننګرهار کې د داعش خلاف وروستی کمپاين د ”متحده ايالاتو/ ايئتلاف“، ”افغان ځواکونو“ له خوا د کمپاين يوه بيلګه ده چې ”طالبانو“ هم پکې برخه درلوده. خليلزاد د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن بللي چې په وينا يې له کبله يې د داعش- خراسان ډلې سيمې او جنګيالي له لاسه ورکړل او په دې برخه کې رښتونی پرمختګ شوی. خليلزاد ليکي: ”په ننګرهار کې وروستی کمپاين، يوه بېګله ده. د متحدو ايالتونو/ائتلاف او افغان امنيتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغېزمنو عملياتو له کبله داعش-خراسان سيمې او جنګيالي وبايلل، سلګونه تسليم شول“. نو ښاغلی پير اغا، ملا فاضل مظلوم دې د خپلې ډلې کس دی چې تازه له قطر کوټې ته راغلی. هغه دويمه نوې ژمنه يې هم ماته کړې چې هلته په قطر کې يې د دوهم ځل لپاره له امريکا او قطري چارواکيو سره کړې وه : د تېلېفون اجازه مو نه درلوده ،چې کال پوره شو ما په تيلېفون کې څه خبرې کړې وې، نو بيا امريکايانو قطريانو ته ويلي وو چې دا سړی بيرته بندي کړئ چې دا سړی په تېلېفون کې له مجاهدينو سره خبرې کوي. دا مجاهدين ناست دي، ”ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې ته لاړ شه جنګ وکړه او يا پلانی پلانی وکړه“. . بيا مو بله ورقه او بل تعهدنامه ورسره وليکله چې : ((موږ به بيا نه له چا سره خبرې کوو، نه به تېلېفون کوو او نه به ستړې مشي کوو)). ښاغلی پير اغا، دا چې تا به د ځان او د خپلې ډلې د حقانيت لپاره دا ايات کريمه د ځان لپاره دا دليل راوړلو چې : يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصاری اولياء ”بعضهم اولياء بعض؛ ومن يتولهم منکم فانه منهم“؛ ان الله لايهدی القوم الظالمين [المائدة : ۵۱] يا هغه کسانو ايماندارو چې تاسې له يهودو او نصاراو سره دوستي مه کوئ! او يهودو نصارا چې دي هغوی پخپل مابين کې بعضې د بعضو سره دوستي لري او په تاسو کې که هر چا له دوس سره دوستي وکړله هغه د دوی د ډلې څخه دی. حکم يې د دوی دی. زموږ کتابونه، نو په تاسو کې که هر چا له دوی سره دوستي وکړله، نو هغه د دوی له ډلې څخه دی. الله جل جلاله چې دی هغه ظالم قوم ته هدايت نه کوي. ښاغلی پير اغا، نو ته ما ته اوس دا ووايه چې دا ښاغلی امير خان متقي اوس د چا په استازيتوب هلته يهودو او نصاراو ته ورخوشې او منډې وروهي او ورته عذر وزارۍ کوي چې خير دی ((امريکا لوی ملک دی او له موږ سره دې زړه لوی کړي)). موږ ستاسې مرستې ته اړتيا لرو. دغه مرستې ته خو ولسمشر غني هم اړتيا لرله، نو هغه ولې جايز نه او ستا جايز ده؟ ښاغلی پير اغا، هغه کوم اختصاصي ايات دی چې تا، ملا فاضل مظلوم او يا پر مولوي عبدالکبير تاسې درېواړو ته ځانګړی شوی او يا امير خان متقي ته ځانګړی شوی او بل هېچا ته نه؟ ښاغلی پير اغا، تا زموږ په شينوارو کې څه کول؟ تا، ملا فاضل او مولوي عبدالکبير ته او ان ستا هغه ټولې ډلې ټپلې ته تر زموږ هغه بل شينواري مولوي عبدالباقي حقاني کوم هغه قرآني ايات ځانګړی شوی وو چې تا پرې د خليلزاد د منښتې پر بنسټ له داعش ډلې سره چې زياتره يې وزيرستاني او اورکزيان ول د هغوی پر خلاف مو درې اړخيزه ګډ عمليات تر سره کړل؟ ولې؟ او د چا پر خوله مو وکړل؟ ستاسې مفتي څوک وو؟ امريکا وخليلزاد؟ که د مفتي محمود او عبدالحق زامن؟ باجوه او که فيض؟ ښاغلی پير اغا، تاسې د قرآن واحاديثو مبارکه وو او د فقهې يادونه کړې ده، نو تاسې کوم کتابونه لوستي او له چا سره دې لوستي؟ ستا او د هغه بل ملګري دې فتاوی فريديه، حقانيه او کامليه چې ډېر ټينګار پرې کوئ. سمه ده چې موږ هم ورته درناوی لرو، خو په دې دې ښه سر خلاص اوسه چې فتاوې د قرآن و حديث ځای نه شي نيولی. تاسې همدا اوس له ملي او بين المللي مشروعيت سره مخ ياست. تاسې خو د ادعاء له مخې د قرآن وحديث او د فقهې له مخې ځانونه پر ځان بسيا بولئ، نو بيا ولې متقي له هماغه يهودو او نصاراوو د بشري قانون له مخې د خپل مشروعيت او رسميت پېژندنې لپاره ورته سوال و زارۍ کوئ چې ((خير دی په رسميت مو وپېژنئ)). ښاغلی پير اغا، نو اوس مو هغه ايمان څه شو چې ولس ته مو د پزې پېزوان کړی وو؟ نو اوس ايمان وعقيده ستاسې سمه او قوي شوه او که د ولسمشر غني؟ غني خو چا ته سوال نه وو کړی، خو سوالګر تا له ځانه جوړ کړی، نو نړۍ مو څنګه له حقوقي پلوه چې هغه يا د خپل هېواد قانوني لويه جرګه، يا دوديزه / اضطراري لويه جرګه او يا د رڼو ټاکنو له ليارې د مشروعيت حاصلول دي. دا شل کاله چې د بل په ټوپک وکارتوس او په بشکي وچسپکي ماينونو او ځان وژنو جنګېدای شوئ، نو اوس دومره بېوسه او ناتوانه شوئ چې اوس د ولس او د نړيوالو غوښتنې نه شئ پوره کولئ. نړيوالو خو درته په ښکاره خپلې غوښتنې ويلي ولې هغه نه پوره کوئ؟ ښاغلی پير اغا، زا باور لرم که طالب او يا پاکستان پر ځان باور لرلای، نو دلته په افغانستان کې به يې ټاکنو ته زړه ښه کړی وای، خو دا چې پاکستان پوهيږي چې په ټاکنو کې يې طالب بايلي، نو ځکه يې ستا، متقي او د ملا حماسي لوګري په خوله کې هغه خبرې ورکړي چې هغه هېچا ته ګټه نه کوي. ښاغلی پير اغا، نړيوالې ټولنې درته ډېر په زغرده ځواب درکړی چې امارت دې نه منم. ستاسې په خپل هغه تړون کې د نوي حکومت خبره ده او هغه نوی حکومت بايد د تفاهم له ليارې رامينځته شي، خو تاسې هغه سبوتاژ کړ. دا کار هغه چا له امريکا او تاسې سره د يوې دوکې له مخې وکړ چې مشروعيت مو وننګوي او په راتلونکې کې مو له داسې يو ذلت سره مخ کړي چې بيا د تاريخ په اوږدو کې پخپلو پښو ونه درېږئ. شل کاله يې وجنګولئ، پر شا يې د طالب په نوم وټپولئ او چې نن د رښتيا ورځ راغله، نو ستاسې له رسميت پېژندنې هم انکار وکړ او نن نورې نړۍ ته ګوري چې رامخته شي او تاسې په رسميت وپېژني. ولې دوی ستا د رسميت پېژندنې او يا له تاسې سره د تعامل لپاره نړۍ ته سوال وکړي؟ ولې ستاسې په سر له چين، روسيې او ايران سره خبرې وکړي؟ دا صلاحيت چا ورکړی؟ ښاغلی پير آغا، تاسې هماغه پير ياست چې کرنيل امام ورته په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد)) په ۸۷ - ۸۹ مخونو کې اشاره کړې ده؟ يوه ورځ چې زه د طالبانو سره روان وم، مخې ته مو ماشومان راغلل ځينې يې ما پېژندل سلام مې ورته وکړ. هغوی هم راسره روغبړ وکړ. زما د حال پوښتنه يې وکړه. زه يې ځکه پېژندلم چې دوی ته مې په کورونو کې سبقونه ويلي وو. يوه بله کيسه مې هم ياده شوه، همدې ورځو شپو کې يوه ورځ د پير صيب خپلې مېلمستيا ته له ځان سره يوړم. هغوی له ما وپوښتل چې امام صيب دا طالبان دې له کومه ځايه راوړي دي؟ ما ځواب ورکړ چې دا خو ما نه دي راوړي، بلکې ستاسو خپل طالبان دي. په ناستو خلکو کې يې يو وويل: امام صيب سړي خو پرېږده. بده لا دا ده چې زمونږ مېرمنې هم د طالبانو ملاتړ کوي. تېره ورځ مېرمنې په ګودر ناستې وې چې تر بر لورې يې طالبان را روان ول. يوې پېغلې چغې کړې وې چې هلی سپي راغلل؛ ترې ډار شوې وې، خو بلې ورته ويلي و چې دا سپی نه دي طالبان دي. ټولو په دې وخندل داسې نورې هم زرګونه کيسې دي چې خلکو د طالبانو هرکلی کړی او اوس هم د طالبانو سره له زړه مينې کوي. دا سمه ده د طالبانو په مينځ کې به هر ډول خلک وي. کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تيري کول. هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې. په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو، خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله. يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو، خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه. هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې ځان سره وړې وه. کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې، نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله. ستا د اسلامي امارت بنسټ د يو بېګانه جاسوس پر لاس پر دغسې فسق وفساد اېښوول شوو او تاسې بيا د داسې يو اسلامي امارت لپاره چې له مشر ملا صاحب راواخله تر ننني ملا هبت الله پورې چا په سترګو ونه ليدل او هم مو په کلونو کلونو پرې دروغ وويل او د درواغو اعلاميې مو د هغې په نوم خپرې کړئ. ښاغلی پير اغا، که له تاسې وپوښتم چې دا دين چې دا تا يې دعوه کړې په څه ډول (بڼه) لوستی؟ دا ديني پوهه يوازې او يوازې تاسې، ملا فاضل، ملا عبدالکبير او اميرخان متقي او داسې نور لرئ او که نه دا دين په نړيواله کچه نورو مسلمانو امتونو هم لوستی دی؟ ستا د پوهاوي کچه د نورو نړيوالو اسلامي هېوادونو په پرتله له صفر سره ورته ده. ښاغلی پير اغا، زما مشوره تاسې ته د يو پير و اغا او هم د اهل رسول (ص) په توګه دا ده چې يوځلې بيا له سره په دين کې له سره پراخه مطالعه وکړئ؟ همدغه پورتني ايات باندې له سره سوچ وکړه. تاسې ولې زموږ په شينوارو کې له همدې کفارو او د کفارو له ملګرو سره درې اړخيز ګډ عمليات تر سره کړل؟ دا ايات دې لکه چې زده نه وو او که څنګه او که دې له ياده وتلی وو؟ څوک به دروغژن وي؟ خليلزاد او که ملا فاضل مظلوم؟ په درنښت سيد حسين پاچا پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تياری https://khabarial.com/archives/1576 طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام بايد ړنګ شي https://khabarial.com/archives/1249 سيد حسين پاچا

1,596

طالبي چارواکی پير اغا :

جهاد نه يوازې له کافرو، بلکې د کافرو له ملګرو او نورو ډلو بُغاتو او خوارجو سره هم کيږي

د جهاد په نوم چې د اشغال پر وړاندې جنګېدئ، د امريکا په شمول د نړۍ هېوادونه څملولي، نو اوس ترې ولې د خپل رسميت پېژندنې لپاره غوښتنه کوئ؟

خدای و رسول خو دې هېر کړي وو، خو نن مو لکه چې هغه حنفي فقه هم له ياده ووته. ولې د خليلزاد په خولې د يو کال لپاره پټ

نوټ : څوک چې څښتن تعالی پېژني، نو له شک پرته چې څښتن تعالی دوی پېژني، خو څوک چې څښتن تعالی نه پېژني، نو الله تعالی دوی هم نه پېژني. پرړې به دې د يهودو او نصاراو کولې، خو نن هماغه يهود ونصاراو ته محتاج شوئ د متقي او حنفي خولې خو په سوال ستړې شوې او پښې يې دوحه، مسکو، تهران او داسې نورو ځايونو ته په منډو ستړې شوې.

د ملا فاضل مظلوم خبرې :

افغانستان کې به بيا داسې خلکو ته ځای نه ورکول کيږي، لکه اوس چې زموږ مجاهدين .”پير اغا“ چې پروسږکال تللی وو، يو کال يې په جلال اباد کې ورسره جنګ وکړ. دا هغه کسان ول چې موږ په دوی باندې خپل ايمان تړلی وو او دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل مشران قرباني کړل. دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل آمران قرباني کړل او زموږ ټول نظام پر دوی باندې ولاړ وو. هغوی راغلل او زموږ پر ضد پر کافر باندې ودرېدل او ويې ويل چې ((دا ملحدين دي، او دا مشرکين دي او دا اسلامي نظام نه دی)).

زلمی خليلزاد :

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي. استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې ننګرهار کې د داعش خلاف وروستی کمپاين د متحده ايالاتو/ ايئتلاف، افغان ځواکونو له خوا د کمپاين يوه بيلګه ده چې طالبانو هم پکې برخه درلوده.

خليلزاد د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن بللي چې په وينا يې له کبله يې د داعش- خراسان ډلې سيمې او جنګيالي له لاسه ورکړل او په دې برخه کې رښتونی پرمختګ شوی.

خليلزاد ليکي: په ننګرهار کې وروستی کمپاين، يوه بېګله ده. د متحدو ايالتونو/ائتلاف او افغان امنيتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغېزمنو عملياتو له کبله داعش-خراسان سيمې او جنګيالي وبايلل، سلګونه تسليم شول.

نو ښاغلی پير اغا،

ملا فاضل مظلوم دې د خپلې ډلې کس دی چې تازه له قطر کوټې ته راغلی. هغه دويمه نوې ژمنه يې هم ماته کړې چې هلته په قطر کې يې د دوهم ځل لپاره له امريکا او قطري چارواکيو سره کړې وه :

د تېلېفون اجازه مو نه درلوده ،چې کال پوره شو ما په تيلېفون کې څه خبرې کړې وې، نو بيا امريکايانو قطريانو ته ويلي وو چې دا سړی بيرته بندي کړئ چې دا سړی په تېلېفون کې له مجاهدينو سره خبرې کوي. دا مجاهدين ناست دي، ”ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې ته لاړ شه جنګ وکړه او يا پلانی پلانی وکړه“.

. بيا مو بله ورقه او بل تعهدنامه ورسره وليکله چې :

((موږ به بيا نه له چا سره خبرې کوو، نه به تېلېفون کوو او نه به ستړې مشي کوو)).

ښاغلی پير اغا،

دا چې تا به د ځان او د خپلې ډلې د حقانيت لپاره دا ايات کريمه د ځان لپاره دا دليل راوړلو چې :

يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصاری اولياء ”بعضهم اولياء بعض؛ ومن يتولهم منکم فانه منهم“؛ ان الله لايهدی القوم الظالمين [المائدة : ۵۱]

يا هغه کسانو ايماندارو چې تاسې له يهودو او نصاراو سره دوستي مه کوئ! او يهودو نصارا چې دي هغوی پخپل مابين کې بعضې د بعضو سره دوستي لري او په تاسو کې که هر چا له دوس سره دوستي وکړله هغه د دوی د ډلې څخه دی. حکم يې د دوی دی. زموږ کتابونه، نو په تاسو کې که هر چا له دوی سره دوستي وکړله، نو هغه د دوی له ډلې څخه دی. الله جل جلاله چې دی هغه ظالم قوم ته هدايت نه کوي.

ښاغلی پير اغا،

نو ته ما ته اوس دا ووايه چې دا ښاغلی امير خان متقي اوس د چا په استازيتوب هلته يهودو او نصاراو ته ورخوشې او منډې وروهي او ورته عذر وزارۍ کوي چې خير دی ((امريکا لوی ملک دی او له موږ سره دې زړه لوی کړي)). موږ ستاسې مرستې ته اړتيا لرو. دغه مرستې ته خو ولسمشر غني هم اړتيا لرله، نو هغه ولې جايز نه او ستا جايز ده؟

ښاغلی پير اغا،

هغه کوم اختصاصي ايات دی چې تا، ملا فاضل مظلوم او يا پر مولوي عبدالکبير تاسې درېواړو ته ځانګړی شوی او يا امير خان متقي ته ځانګړی شوی او بل هېچا ته نه؟

ښاغلی پير اغا،

تا زموږ په شينوارو کې څه کول؟

تا، ملا فاضل او مولوي عبدالکبير ته او ان ستا هغه ټولې ډلې ټپلې ته تر زموږ هغه بل شينواري مولوي عبدالباقي حقاني کوم هغه قرآني ايات ځانګړی شوی وو چې تا پرې د خليلزاد د منښتې پر بنسټ له داعش ډلې سره چې زياتره يې وزيرستاني او اورکزيان ول د هغوی پر خلاف مو درې اړخيزه ګډ عمليات تر سره کړل؟ ولې؟ او د چا پر خوله مو وکړل؟

ستاسې مفتي څوک وو؟

امريکا وخليلزاد؟

که د مفتي محمود او عبدالحق زامن؟

باجوه او که فيض؟

ښاغلی پير اغا،

تاسې د قرآن واحاديثو مبارکه وو او د فقهې يادونه کړې ده، نو تاسې کوم کتابونه لوستي او له چا سره دې لوستي؟ ستا او د هغه بل ملګري دې فتاوی فريديه، حقانيه او کامليه چې ډېر ټينګار پرې کوئ. سمه ده چې موږ هم ورته درناوی لرو، خو په دې دې ښه سر خلاص اوسه چې فتاوې د قرآن و حديث ځای نه شي نيولی.

تاسې همدا اوس له ملي او بين المللي مشروعيت سره مخ ياست. تاسې خو د ادعاء له مخې د قرآن وحديث او د فقهې له مخې ځانونه پر ځان بسيا بولئ، نو بيا ولې متقي له هماغه يهودو او نصاراوو د بشري قانون له مخې د خپل مشروعيت او رسميت پېژندنې لپاره ورته سوال و زارۍ کوئ چې ((خير دی په رسميت مو وپېژنئ)).

ښاغلی پير اغا،

نو اوس مو هغه ايمان څه شو چې ولس ته مو د پزې پېزوان کړی وو؟

نو اوس ايمان وعقيده ستاسې سمه او قوي شوه او که د ولسمشر غني؟

غني خو چا ته سوال نه وو کړی، خو سوالګر تا له ځانه جوړ کړی، نو نړۍ مو څنګه له حقوقي پلوه چې هغه يا د خپل هېواد قانوني لويه جرګه، يا دوديزه / اضطراري لويه جرګه او يا د رڼو ټاکنو له ليارې د مشروعيت حاصلول دي. دا شل کاله چې د بل په ټوپک وکارتوس او په بشکي وچسپکي ماينونو او ځان وژنو جنګېدای شوئ، نو اوس دومره بېوسه او ناتوانه شوئ چې اوس د ولس او د نړيوالو غوښتنې نه شئ پوره کولئ. نړيوالو خو درته په ښکاره خپلې غوښتنې ويلي ولې هغه نه پوره کوئ؟

ښاغلی پير اغا،

زا باور لرم که طالب او يا پاکستان پر ځان باور لرلای، نو دلته په افغانستان کې به يې ټاکنو ته زړه ښه کړی وای، خو دا چې پاکستان پوهيږي چې په ټاکنو کې يې طالب بايلي، نو ځکه يې ستا، متقي او د ملا حماسي لوګري په خوله کې هغه خبرې ورکړي چې هغه هېچا ته ګټه نه کوي.

ښاغلی پير اغا،

نړيوالې ټولنې درته ډېر په زغرده ځواب درکړی چې امارت دې نه منم. ستاسې په خپل هغه تړون کې د نوي حکومت خبره ده او هغه نوی حکومت بايد د تفاهم له ليارې رامينځته شي، خو تاسې هغه سبوتاژ کړ. دا کار هغه چا له امريکا او تاسې سره د يوې دوکې له مخې وکړ چې مشروعيت مو وننګوي او په راتلونکې کې مو له داسې يو ذلت سره مخ کړي چې بيا د تاريخ په اوږدو کې پخپلو پښو ونه درېږئ. شل کاله يې وجنګولئ، پر شا يې د طالب په نوم وټپولئ او چې نن د رښتيا ورځ راغله، نو ستاسې له رسميت پېژندنې هم انکار وکړ او نن نورې نړۍ ته ګوري چې رامخته شي او تاسې په رسميت وپېژني. ولې دوی ستا د رسميت پېژندنې او يا له تاسې سره د تعامل لپاره نړۍ ته سوال وکړي؟ ولې ستاسې په سر له چين، روسيې او ايران سره خبرې وکړي؟ دا صلاحيت چا ورکړی؟

ښاغلی پير آغا،

تاسې هماغه پير ياست چې کرنيل امام ورته په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد)) په ۸۷ – ۸۹ مخونو کې اشاره کړې ده؟

يوه ورځ چې زه د طالبانو سره روان وم، مخې ته مو ماشومان راغلل ځينې يې ما پېژندل سلام مې ورته وکړ. هغوی هم راسره روغبړ وکړ. زما د حال پوښتنه يې وکړه. زه يې ځکه پېژندلم چې دوی ته مې په کورونو کې سبقونه ويلي وو.

يوه بله کيسه مې هم ياده شوه، همدې ورځو شپو کې يوه ورځ د پير صيب خپلې مېلمستيا ته له ځان سره يوړم. هغوی له ما وپوښتل چې امام صيب دا طالبان دې له کومه ځايه راوړي دي؟ ما ځواب ورکړ چې دا خو ما نه دي راوړي، بلکې ستاسو خپل طالبان دي.

 

په ناستو خلکو کې يې يو وويل: امام صيب سړي خو پرېږده. بده لا دا ده چې زمونږ مېرمنې هم د طالبانو ملاتړ کوي. تېره ورځ مېرمنې په ګودر ناستې وې چې تر بر لورې يې طالبان را روان ول. يوې پېغلې چغې کړې وې چې هلی سپي راغلل؛ ترې ډار شوې وې، خو بلې ورته ويلي و چې دا سپی نه دي طالبان دي.

 

ټولو په دې وخندل داسې نورې هم زرګونه کيسې دي چې خلکو د طالبانو هرکلی کړی او اوس هم د طالبانو سره له زړه مينې کوي.

دا سمه ده د طالبانو په مينځ کې به هر ډول خلک وي. کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانيو خلقيانو او د روسانو د اجنټانو په کورنيو تيري کول. هغوی يې وينځې ګڼلې او د شپې به يې کور ته وړلې.

 

په کندهار کې خلکو له ډاره غږ نه کولو، خو دا کيسه ورځ تر بلې ډېرېدله. يوه ورځ کوم طالب چې طالب نه وو، خو پګړۍ يې په سر وه په کوم کلي کې پېغله جينۍ خوښه کړې وه. هغه يې له پلار غوښتې وه، خو چې نه يې وه ورکړې په زور يې ځان سره وړې وه.

کله چې نجلۍ انکار کړی وو پرې زياتی يې هم کړی وو او بيا يې وژلې وه. د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندېښنه وښوده او وويل چې دا ستونزه ډېره شوې، نو بيا زما د يو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ايډيا يې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

ستا د اسلامي امارت بنسټ د يو بېګانه جاسوس پر لاس پر دغسې فسق وفساد اېښوول شوو او تاسې بيا د داسې يو اسلامي امارت لپاره چې له مشر ملا صاحب راواخله تر ننني ملا هبت الله پورې چا په سترګو ونه ليدل او هم مو په کلونو کلونو پرې دروغ وويل او د درواغو اعلاميې مو د هغې په نوم خپرې کړئ.

ښاغلی پير اغا،

که له تاسې وپوښتم چې دا دين چې دا تا يې دعوه کړې په څه ډول (بڼه) لوستی؟

دا ديني پوهه يوازې او يوازې تاسې، ملا فاضل، ملا عبدالکبير او اميرخان متقي او داسې نور لرئ او که نه دا دين په نړيواله کچه نورو مسلمانو امتونو هم لوستی دی؟

ستا د پوهاوي کچه د نورو نړيوالو اسلامي هېوادونو په پرتله له صفر سره ورته ده.

ښاغلی پير اغا،

زما مشوره تاسې ته د يو پير و اغا او هم د اهل رسول (ص) په توګه دا ده چې يوځلې بيا له سره په دين کې له سره پراخه مطالعه وکړئ؟ همدغه پورتني ايات باندې له سره سوچ وکړه. تاسې ولې زموږ په شينوارو کې له همدې کفارو او د کفارو له ملګرو سره درې اړخيز ګډ عمليات تر سره کړل؟ دا ايات دې لکه چې زده نه وو او که څنګه او که دې له ياده وتلی وو؟

څوک به دروغژن وي؟

خليلزاد او که ملا فاضل مظلوم؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تياری

https://khabarial.com/archives/1576

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام بايد ړنګ شي

https://khabarial.com/archives/1249

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.