بزګر او شیطان

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

1,472

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

یو وخت یو هوښیار او چالاک بزګر په خپله ځمکه کار او ژوند کاوه. د دې بزګر د کړو وړو په هکله ډیرې کیسې شته، خو تر ټولو په زړه پورې کیسه يې دا ده چې څنګه يې شیطان وغولاوه او یو احمق شی يې ترې جوړکړ.

کیسه داسې ده چې بزګر یو ځل بشپړه ورځ په خپله مخکه کې کار وکړ او مازدیګر د لمر لویده په وخت کې يې کور ته د تګ تیاری ونیو، ويې لیدل چې په مځکه يې داور سکروټو یو امبار جوړ شوی دی. دی ورته حیرا او ور روان شواو چې ګوري دسره سکروټو په امبار یو تور وړوکی شیطان ناست دی. بزګر شیطان ته وویل چې:« ته لکه چې په کومه خزانه ناست وې.» شیطان ور ته وویل چې:« هو! زه د سرو اوسپینو زرو په دومره لویه خزانه ناست یم چې تا به په خپل ټول عمر کې هم نه وي لیدلي.» بزګر ورته دو ویل:« چې خزانه زم په مځکه کې پرته ده، نو خکه دا خزانه زما ده.» شیطان و ویل چې:« خزانه به هغه وخت ستاشي چې ته دوه کاله سر په سر دخپلې مځکې حاصل نیمايي برخه ما ته راکړې. زه پیسې ډیرې لرم، زما یوازې غلې او میوې په کار دي:» بزګر د دې ماملې سره موافقه وکړه او دومره يې ورته و ویل چې:« د دې له پاره چې زکما او تا ترمنځ بیا کوم جنجال پیښ نه شي، نو سر له اوسه داسې ویش کوو چې دحاصل هغه برخه چې دمځکئ په سر وي، ستا ده او هغه برځه چې د مځکې لاندې ده، زما ده.» دا ویش د شیطان خوښ شو او هوکړه يې ورسره وکړه، دې چالاک بزګر داځل په دمځکه باندې ګجرې وکرلې. کله چې د حاصلاتو وخت راغی، شیطان هم راښکاره شو تر څو خپله برخه تر لاسه کړې، خو چې ګوري د مځکې په سر نور څه نشته یوازې د ګجرو ښنې او ځنې ژیړې شوې پاڼې پرتې دي او بزګر دخوشالې نه ډ ک په بیړه بیړه د مځکې نه ګجرې راباسي. شیطان بز ګرته و ویل چې: « داځل تا ګټه وکړه، خوبل وار دا ویش نه درسره منم. بل ځل به هغه څه ستا برځه وي چې د مخکې په سروې او څه چې تر مځکې لاندې وي زما برخه ده.» بزګر ورته و ویل چې: « سمه ده » دا ځل چې دکرنې وخت راورسید، بزګر په مځکه ګجرې ونه کرلې، بلکې غنم يې وکرل. دغنمو دلو وخت راورسید، بزکر غنم ټیټ دمځکې به سر وریبل او کور ته يې یوړل او کله چې شیطان مځکې ته راغی، په ځمکې يې یوازې دغنمو وچې دروزې او ولۍ ولیدې او نور هیڅ نه وو. شیطان له ډیرې غوسې دپرخو په تنګي سر شو او پرخې سره ټکر شو. بزګر دځان سره و ویل چې:« ګیدړ باید داسې وغولول شي. بیا په خزانې پسې ور غی، را ويې باسله او دځان سره يې کورته یوړه.

Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.