!ملاصاحب! توپاني څپې او ساحل وينئ

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

1,822

دا يو بربنډ واقعيت دى چې تېر نظام د غيرمتجانس جوړښت، لوړه کچه فساد، له ولسي غوښتنو سره د ارګ ناوړه چلن، دروغجنو وعدو او د امتیازاتو د وېش په سر د خپلمنځي شخړو له امله په يقيني ډول د پاشلتيا لور ته روان وو او يا هم د مفسدو کړيو لخوا د خپل فساد د پټولو په موخه د يوې جوړې شوې دسيسې له مخې وپاشل شو.

د نظام پاشلتيا فاجعه وه خو کوم مثبت اړخ ولري نو هغه به داوي چې هغه افغاني فراعنه مات شول چې افغانستان يې د ځان شخصي ملکيت ګرزولى وو، ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتیا به يې ننګوله، ارګ به يې ګواښه ، ځانونو ته به يې د پاچا سازانو القاب ورکړي وو. د ملت له سرچینو څخه يوازي د همدغو غټانو زامنو ګټه اخیستى شوه.

داسې ښکاري چې فعلي حکومت د ځينو ځانګړو اقداماتو له امله له خپل ولس او په ژمنو باندي د عمل نه کولو له امله له نړيوالې ټولنې سره په مخالفت کې قرار لري،  اقتصادي رکود، سياسي انزوا، د اړينو توکو د بيو لوړوالى او دولتي مامورینو د دندو او معاشاتو مبهم صورت حال، د داعش او مقاومت د ډلو فزيکي شتون او امنيتي ګواښ زموږ ولس هېواد او اوسنيو چارواکو ته د خطر زنګ ده.

اوس ځان ته د برائت ورکولو او هر څه په تقدير پورې د تړلو نه، بلکې د ولس د هيلو د پوره کولو لپاره د هڅو وخت دى،  د دښمن تبلیغاتي جګړې نوم ورکولو پرځاى د ممکنه اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره کلکه مبارزه کولو ته اړتيا ده. د غلطيو پټولو نه، بلکې د سهوو د ارزولو او سمولو وخت دى. د ګمارلو لپاره يوازې طالب کيدل  نه، اهليت او تجربه  معيار ګرزول اړين دي. له اهل علم سره د پوهنتونونه او د انجونو ښونځي بندول نه، بلکې لانور علمي مرکزونه پرانستل ښه ښکاريږي.

ډير ادارې بنسټونه بند پاتې کيدل د اندېښنې وړ خبره ده. موږ  له يوه تازه ناورين سره د مخ کېدو په درشل کې يو. خداى مکړه که افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ کيږي، زيان به يې ولس او اوسنى حکومت ويني.

دا سمه ده چې د امریکا او د ځينې افغانانو جنګسالارانو لخوا د طالبانو  تېر نظام  د جګړې په زور نسکور شو، موږ پوهيږو چې طالبانو د ګوانتنامو او بګرام صعوبتونه تير کړل، موږ دا هم منو چې طالبان د وخت د چارواکو لخوا په کورونو کې ناست له هر ډول جګړه ایزو تحرکاتو پرته ونيول شول وځورول شول او حتى ووژل شول. موږ وليدل چې د ځينو امنیتي چارواکو لخوا خپلو ماتحت کارمندانو ته د نيول شويو بندي طالبانو د راوستلو پرځاى د هغوى وژلو شفاهي حکمونه ورکول کيدل، خو که اوس طالبان هم د تير نظام له چارواکو سره بالمثل عمل کوي، نو بيا د ديني علماو فضيلت په څه کې ده او خداى مکړه سبا به بيا همدغه راز عمل له دوى سره هم کيږي.

دا به له عيني واقعيتونو سره ټکر وي چې د طالبانو لخوا د تېر نظام چورلټ نړول  توجیه کړو، مجبوريت يې وګڼو، حکومت يې د ولسي ارادو ممثل او پراخ بنسټه وګڼو، د واک د انحصار فکر ته يې بانې ولټوو، د توکو د نرخونو د لوړوالي په تړاو د خلکو غوښتنې ددښمن د تبليغاتو پايله وګڼو، داسې خبرې او تبلیغاتي کمپاين وکړو چې هر څه سم دي او اسلامي امارت کار اهل کار ته سپارلى دى. کورنئ او بهرنئ تګلارو ته د مشروعیت کمزوري دلائل وړاندې کړو.

ستونځه شته، د سخت بحراني حالت د راتلو وړاندوينه په استدلال ولاړ واقعيت دى، د خلکو غږ پورته کيداى شي،  نظام ته ننګونې ايجادېداى شي، پرديو لاس وهنو ته لاره هواريداى شي او افغانستان د يوه بلې نيابتي جګړې ډګر ګرزيداى شي. ښه به دا وى چې طالبان خپلو سخت دريزه ملګرو ته په هر ډول چې ممکن وي  قناعت ورکړي چې د افراطيت لاره نيولو، د نړيوالو او خپل ولس په وړاندي ګواښونکې لهجه کارولو او د زور پرځاى د متقابل درناوي، استدلال، احتياط، نرمي، منطق او عاطفې اړخ کارول اړين دي. که دغه کار ورته ناشونئ وي نو متنازعه فيه مسائل دې د  اسلامي امت له علماو سره د خبرو مناظرې او مناقشې له لارې حل، د سمون او مثبت بدلون لپاره ذهناً او جسما تيار واوسي.

د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د ناوړه امنیتي پېښو رامنځته کيدل، لکه د غلاوو، اختطافونو، په لوړه کچه هدفي وژنو،   انتقامي کړنو، د خوښئ په مراسمو باندي ډزې کول او د خلکو وژل نه يوازې د توجیه وړ کړنې نه دي، بلکې د ولس په منځکې يې ويره ايجاد کړې ده او اوسني حکومت ته خورا بوږنونکې پيغام  لري.

وړانديز مو داده چې راځئ د بښنې کلتور ته وده ورکړو، د بحران د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړود يو بل منل رواج کړو،  ارګ ته د ننوتلو لپاره د انسانانو د وژلو پرځاى  قانوني منل شوې چوکاټ جوړ کړو.  دغه ملت ته د مرستو په نوم د خيراتونو راټولو دود ته د پاى ټکى کيږدو.   په نورو باندې د پړې اچولو فرهنګ ختم کړو، په خپل ګريوان کې سرونه ښکته کړو، خپلې نيمګړتياوې ولټوو او د سمون پروسه له ځانه پيل کړو. خپلې نيمګړتياوې په خپله وڅېړو. که موږ ته نه معلومیږي نو له ولس څخه يې واورو چې ستونځه په کوم ځاى کې ده چې موږ  هروخت کړيږو ځوريږو او جنګيږو.

اوس چې د ملت لخوا د سولې له مکررو غوښتنو سره سره  طالبانو د جګړې په زور ټول افغانستان تر خپل حاکمیت لاندي راوست، پخوانى ولسمشر د تېښتې لاره ونيوه او  تېر نظام ونړيده، دواړو خواوو کړې  ژمنې ماتې کړي، طالبان حاکم او پخواني ولسمشر وتښتېده، نو د ديني او ملي مسئوليت له مخې باید د ځان او خپلوانو لپاره د امتیازاتو له غوښتلو پرته د ملت غوښتنو ته پام وکړي. په ټپه ولاړ نظام ته حرکت ورکړي. که دغه نوښت توجه ونشي، نو د اوسني نابلده ماڼو لخوا  د سمندر په توپاني څپو کې ساحل ته زموږ د کشتۍ رسول به ستونځمن وي.

د حکومت، نظام، قانون او ملي بيرغ مشروعیت پروسه له يوې داسې ممثلې لويې جرګې د رابللو له لارې پيل کړي چې د هيواد ټولو پرګنو استازيتوب پکې شوى وي. په تقنیني برخه کې زړور ګامونه پورته کړي. که ټاکنې اوس شونتیا نه لري نو د مشرانو جرګې ته په ورته نوم د ملت د واقعي استازو داسې شورا جوړه کړي چې هر قوم، فکر، مذهب، سمت او قشر پکې خپل ځان وويني. همدغه د نظام د مشروعیت کورنۍ اړتیا ده. که مو دغه اړتیا پوره کړه، نو د نړيوالو لخوا به په رسمیت پیژندنه کې هيڅ ډول ستونځه نه وي. بيا هم تاکيد کوم چې د حکومتي بڼه باید ملي او د ولس او يا هم د ولسي استازو لخوا ټاکل شوى وي.

په درنښت؛
د ازاد اباد او خوشحاله هېواد په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.