ښځه

شېبه ګهیځ

2,119

 ښځه د یو ناویلي درد او ناویلي احساس نوم دی، ښځه هغه موجود ده چې د کرکې پر وړاندې مینه، د خیانت په وړاندې صداقت او د تاوتریخوالي پر وړاندې صمیمت ویشي. ښځه د ټولنې نیمه برخه، چې د انساني نسل دپیدایښت او پایښت لامل ده؛ ځکه د نسلونو د روزونکې په توګه یې ټولنو او نړۍ ته خپلې هڅې جاري ساتلي. تاریخ د ښځو د ویاړونو شاهد دی، چې د نارینو سره یې ګام په ګام د ژوند په لوړو او ژورو کې ملتیا کړې ده.

ښځه د خدای له لوري هغه ډالۍ ده، چې کله د لور یا خور او یا هم د درنې مور په صفت د انسان په ژوند کې ورکول شوې ده. ښځې ذاتاً د ښکلا ښوونکې او ښکلا ته یې میلان دی، ښځې ذاتاً وفادارې دي ځکه ښځه ده چې د خاوند او اولاد لپاره ځان قربانوي او نړۍ پرې ښکلې ده.

اسلام ښځې ته د ماشوم تابه پر مهال احترام وکړ « په نوم یې باید پسه ذبح شي» او که څوک څلور لورګانې ولري رالوی یې کړي، پالنه یې وکړي، نو رسول الله ص به یې د قیامت په ورځ شفاعت وکړي، د پېغلتابه پر مهال یې د هغې شخصیت ته احترام وکړ « د ژوند د ملګري د انتخاب حق یې وروسپاره» د مېرمنتابه پر مهال یې د هغې شخصیت ته احترام وکړ، « د مهر څخه نیولې تر ټولو تکالیفو پورې د میړه پر غاړه واچول» او چې کله مور شوه نو « جنت یې په دغومره طول او عرض د هغې د پښو لاندې کړ»

راشئ! د اسلام ورکړل شوی حق ورته ورکړئ، زده کړې پرې وکړئ، په مینه یې ونازوئ، ډاډ یې شئ او احترام ورته ولرئ. په پای کې ښځه د نبوت ځواک ورکونکې، ښځه د سولې او عدالت سمبول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.