د هند غوره لیګ او افغان لوبغاړي

955

د هند غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي واخیستل شول.

د بولۍ په دې مراسمو کې په لومړي ورځ ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال د ګجرات ټایټن لوبډلې لخوا په ۳۰ لکه هندۍ کلدارې وپېرل شو.

د بولۍ په دویمه ورځ بیا بل ځوان افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي د سنرایزر حیدراباد لخوا په ۵۰ لکه او محمد نبي عیسی خېل بیا د کلکتې لخوا په یو کرور هندي روپیو وپېرل شول.

فاروقي د افغانستان لومړی تېز توپ اچوونکی دی چې په دغه لیګ کې اخیستل کېږي. دی او لکڼوال په لومړي ځل آی پي ال سیالیو ته اخیستل شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان بل وتلی ستوری راشد خان هم د ګجرات ټایټن لوبډلې سره لوبېږي، هغه تر بولي مخکې له دغې لوبډلې سره توافق کړی و او بولي‌ته یې نوم وړاندې نشو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.