!!!تالبنایزیشن تر تالب ډیر خطرناک دی

لیکوال : داکتر تاج الدین ملت مل

755

تالبنایزیشن د یوی ټولنې د خلکو خصوصآ ځوان نسل هغه ذهنې او باوري انحطاط ته ویل کیږی چې د ټولنې لوی اکثریت خصوصآ ځوانان د تالبانې تفکر او د ژوندکولو د اساساتو سره روږد شی، او دا کلچر د ټولنې د نارمل کلچر په توګه قبول او په وړاندی یی د مقابلې نه لاس په سر شی.  په ۱۹۹۱ م کې په واشنګتن پوست ورذځ پاڼه کې یوه مقاله د عنوان لاندی د

Where “J” stand for Jihad  هغې توطئ نه پرده پورته کړه په کومه کې چې سی آی اي د خپلو جاسوسې اهدافو لپاره د امریکی د «نبراسکا د پوهنتون د افغانستان مرکز» له لارې د پاکستان آی آس آی ته وظیفه وسپارله چې د افغان مجاهدینو د تعلیمی پروګرام ترعنوان لاندی اړونده پروژي تر سره کړي، او پدی ډول جناب پروفیسورصاحب عبدالسلام عظیمې(؟) او داکتر عبدالمقیم رحمانزی (؟) د دی جاسوسې پروژی متصدین وټاکل شوه. پدی مقاله کې د امریکی په دولت انتقاد شوی وه چې د امریکایانود تکس په پیسو افغان وړو ماشومانو ته افرطیت تدریس کیږی چې عواقب به یی امریکا او نړۍ ته خطرناک وي.

په رښتیا هم، په هغه پاکستانې د شیطانت نه ډکو مدرسو کی یی دا معصوم افغان ماشومان داسی ذهن شوي کړل، چې د ځان نه متفاوت هر څه ور ته کافر او د جهاد وړ ښکاری، او لا پدی باور هم دي چې د دی وژلو په ثواب کی به دوي خامخا جنت ته هم ځي.

انګریزان چې د افغانانو په سیکالوژی پوه، او د هر نظام په وړاندی د اسلام نه په غلطه ګټه اخستلو کې یی پوره مهارت لری، نو د آی آس آی له لاری یی یو شمیرخپل پخوانې وطن خرڅونکې افغانان اجنټآن اسلام باد ته حاضر کړل او دوي ته یی د «جهاد » ډول ور تر غاړی کړ آو په میلینونو ډالر او اسلحې یی ور ته ورکړي.  دوي پاکستان ته د افغانانو راوتلو ته ملا وتړله او هلته یی خپل څه خاینین په پیسو او اسلحو وهڅول چې د روسانو سره د جهاد په نوم پری افغانستان دړي وړي کړی. دوي افغان مهاجرین هم په کمپونو کی د راشن لاری بی غیرته او سپک کړل. په همدی ۱۹۸۰ کلونو کی په افغان ماشومانو دوه بدبخت کارونه وشول:

۱– د مهاجرینو د کمپونو په ټولو مکتبونو کی درسی نساب په (جهاد، ټوپک او مرمې، وژنه او داسی نورو افراطې الفاضو) ډک او د پاک سرزمین شادباد ترانې او د محمد علې جناح تاریخونه ورزده کول سر شوه. یو شمیر نورهغه یتیمان چې کورنیو یی د ډوډی او د مکتب د مصارفو توان نه درلوده او یا یی پلرونه تر اندازی زیات د جهادې تبلیغاتو لاندی راغلې وه، هغوي ته یی د امریکی په ډالرو او د آی آس آی تر لارښوونو لاندی د جماعت اسلامې تر مدیریت لاندې مدرسي خلاصي او افغانې مهاجر بی وزله مشومان یی  ماشومان یی هغې مدرسو ته ورسر کړل.  د اولې ډلې(جهادې مکتبونو) محصول یی ټول هغه مجاهدین شول چې هغوي ته د افغانستان هرڅه حتا تر میښو او پلنو پوری کافر، او واجب القتل وه. امابرعکس د پنډی کنچنې خاني یی هم ور ته د جوماتونو غوندې مقدسی ښکاره کول.  چې دی مجاهیلینو افغانستان ټوټې ټوټي کړ.

کله چې د مجاهلینو ډرامه مځ په زړیدو شوه نو بیایی تالبان را دمخه کړل، او د دوي پواسطه خو یی په ظاهره کی خلک د مجاهلینو د وحشتونو خلاص کړل، تر څو په خلکو کی نفوذ تر لاسه کړي، او افغانستان یی د نړیوالو تروریستې ډلو په کلې بدل کړ. چې د نور تاریخ بیانول نه یی دلته د وخت د کموالې په وجهه تیریږو.  دا دی اوس تالبان د ای اس ای د یوي ژوري پروژی په شکل بیا په افغانستان او افغانانو را وتپل شوه.

تالبنایزیشن او جهادیزم د همدغې پروژی محصول او ادامه ه ده چې په نتیجه کی یی د هماغو معصومو افغانانو د ذهنیونو اوافکارو د افراطی کولو نه منشآ اخستې چې د ننې تالبانو انسانې اخلاق د نه باورکوونکې او بی کنتروله انحطاط خوا ته وړی دي.  هماغه تالبان اوس د تالبنایزیشن په واسطه د ټول افغان بچیان د هماغه شان مدرسو په زیاتولو سره د خپل خان په شان لیونتوب، د ټولو اجتماعې اخلاقو او ارزښتونو نه محروم، د بل په نوکري افتخاراود هر نوعه وحشتونو نه لذت اخستلو او انسانې ژوند د تکامل مخنیوی او حتا په پیړیو شاته حالت ته راټیټول غواړي. افغانانو ته  د دی راتلونکې مصیبت نه خبرداری ورکوم چې ډیر ژر به زموږ نوې نسل ټول د تالب وحشت، بی اخلاقې او انسانې ضد کړونو اخلاق خپلوي، او د دوي په وړاندې نه دا مخالفت نه کوي، بلکه وحشیانه سلوک به تر زیاته حده د هغوي د نارمل ژوند یوه برخه وګرځې او دوي ته به دغه وحشتونه سره د عادی انسانانو د ژوند د یوه منل شوی اصل په توګه بلد او تطابق وکړي.  د دي ښه نمونه د مجاهلینو هغه کښت دی چې لا تراوسه هم د دوي د جنایتو با وجود ډیری ځوانان د اصلې جهاد او دی نقلې انګریزی جهاد فرق نشی کولای، او په دفاع کی یی

لاشعوري ژوند کوي.دا ځل تالبانو ته وظیفه ورکړل شوی چې په افغانستان کې تالیبنایزیشن را منځ ته کړي. نو تالبانیزیشن هغه پروسه ده چې د افغانستان د ټولو ملې ارزښتونواو بنیادونو د ړنګولو لپاره منځ ته راغلې. دوي د افغانستان پوه او مسلکې خلک د خپل وحشت له لاری د هیواد نه تیښتې ته مجبور کړل، تر څو په ټولنه کی د ۱۹ پیړی دود او دستور په اساس تر کنترول لاندی راولې.  په لنډه کی تالبنایزیشن د هغې پروسی نه عبارت دی چې د یوی ټولنې د خلکو ذهنیتونه د تالبې تفکر او تالبې ژوند معیاراتو ته راټیټوي.  دوي اول د پوهنتونو دروازي وتړلې او د نجونواو هلکانو مکتبونه یی بندکړل.  چې وروسته  د نړیوال فشارونو له امله یی څه هم پوهنتونه خلاص کړل، او د پوهنتونو نه یی د زده کړې محیط واخسته.  که څه هم په ظاهره کې عمومې عفوه اعلان کړه، دوي د اولین ګذارونه یی د پوهنتونوو په استادانوشروع وکړه ، ترڅو هغوي هم تیښتي ته مجبور شی. دوي د افغانستان اردو ړنګه او ټول صاحب منصبان حتا عسکری افراد د مرګ او تهدیدونو سره مخ کړل.  د افغانستان ملې بیرغ په سر یی بی شمیزه ځوانان ووژل، د افغانستان تجارتی څلور لاری توب واک یی هم بیله قید او شرطکه پاکستان ته وسباره.  د افغانستان او پاکستان تر منځ دا وروستنې تجارتې یو طرفه لوزنامه یی ښکاره ثبوت دی.  دوي د افغانستان خارجې چاری پاکستان ته وسپارلی چې هغوي هم په ډیره بی حیایی د افغانستان په دولت کې داسی لاس خلاصی معاملې وکړي، چې له امله به یی حتا وطنپال تالبان هم د لویو خطرونو سره مخ شی.  دوي به د مادرن تعلیم پر ځای  په ټول افغانستان کې ټول تعلیمی او تحصیلې اداري او بنیادونه په د مدرسو او جوماتونو بدل کړی. د خلکو هر نوعه ازادی به له منځه وړي، او ټول افغانې ارزښتونو ته به په مختلفو انواعو سپکاوی او د خلکو افغانې غرور به وژني.  دوي به په ذهنې لحاظ افغانان د دومره انحطاط سره مخ کړی چې دوي به  نور د افغانیت نه بیزاره کړي.

دا اوسنې د کورونو تالاشي، که څه هم په ظاهره د خلکو سره تر هغې وحشت چې تر دوي توقع کیږی، لږنرم سلوک کوي، خو د دی تر شا ممکن دوه لوی خطرناکه اهداف وجود ولری: یو دا چې د افغانانو نه د امنیت په نامه ټوله سلاح راټوله کړي تر څو په راتلونکې کی د دوي او د پاکستان په وړاندی هغه افغانې مقاومت و نه لری.  بله داچې دا ټولې سلاوي غیر راجستر او بی له سنده له خلکو راټولاوي، نو دا ممکنه ده چې په اسانې یی پاکستان ته وسپاري.  تر دی هم خطرناکه دسیسه دا ده چې دغو کورونو ته په ورتللو د خلکو پخوانې دندی معلوموي، که څه هم به اوس ور سره غرض نه کوي، خو په نږدی راتلونکې وخت کی به د هغوي د ترور او وژنو لستونه اماده او په کار اچول کیږی.  د خلکو سره دغه وحشی سلوک، او د سلکونو خلکو په مخ کی پردي ښخي وهل ټکول، او د سپینږرو سپکاوي او د خلکو په مخ کی د هغوي ربړول، په افغان موسیقې بندیز، دا ټول هغه شیان دي چې د دی ټولنې د مرک سبب کیږی او ټولنه د نولسمې پیړی لا هم زیاته پرشا غورځوي.  نو دغو ټولو توطؤ مجموعې تا تالبانیزیشن ویل کیږی،  د هماغې پروژی    لاندی پاکستان دا تالبان هم داسی  وروزل چې خپل وطن یی پری وران او د پاکستان غلامان یی کړو، اوس به تالبان د افغانستان ټول ځوان نسل په تالبانې افکارو او کړونو اخته کوي، او پدی ډول به زموږ ټول ملت د همدی تالبانو غوندي حتا تر دوي بدتر وحشیان روزي چې ممکن انسانیت، او مدنیت په وړاندی په یو ستر چیلنج بدل شی، بلکې دوي به ډیر ژر دغه افکار او اعمال نورو ګاونډیو او اړونده هیوادونو ته هم صادر او هغه ملکونه به هم په همدا شان د نولسمې پیړی ته سطحې ته راټیټ کړي او پدی توګه به ټولی سیمې او نړی ته یو ستر ګواښ را منځ ته کړی. هیله ده دا لیکنه به د دغه ستر بشری ناورین د مخنیوی لباره افغانان او نویوال بیداره او په جدی توګه متوجه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.