ژوندون څه دی؟

پروین ملال

1,313

ژوندون څه دی ؟ چا ته خیال، چاته روښانه حقیقت دی

چاته ټوله ازمیښت، چاته یوه شیبه لذت دی

پلي تلل وچه بید یا ده ، ترمنزله رسیدل دی

د کروړو ښکلول دی ، د تڼاکو  سره تلل دی

درد او اوښکې پکښې ناڅي د غم ډ که زمزمه ده

د چوپان د شپیلۍ اوښکه د سارا غیږ کي پرته ده

یا د ستورو ډکه شپه کي د میینې ښځې خوب دی

دحسینو بې باکیو یو بې با ک مست لیونتوب دی

د نیم زالو قهقهو کي د شور سیند دی یاغیتوب دی

د زلمیو په اتڼ کي د ډول خرپ دی اوپایکوب دی

تنده ، تنده  لوږه ، لوږه د نېستیو پاچهي ده

وه یوي ګولي ډو ډ ۍ ته په بازار حسن فروشي ده

تخت او تاج زر او سینګار دی ، دپاچا رنګین دربار دی

 ساز سرود نغمې ، نغمې دي د پایزیبو شرنګهار دی

یا بازار د ی د هېندارو، دړندو دکانداري ده

هرڅه شته خو سترګې نشته ،حیراني ، حیراني ده

 آدم خان پکښې پلنډي دی ، او سوالګره درخانۍ ده

 دهلک څیری کتاب دی، تخته ماته دنجلۍ ده

ژوندون څه دی ؟ زما د ښار شهید جومات، شهید منبر دی

اذان نشته ، سجدې ورکې ، د امام  لاس کي خنجر دی

نه ژړا شته ، نه خندا شته ګونګ تشیال ګونګی یې لمر دی

تپوس نه کړي دکاروان څوک ،وخت ولاړ لکه دغر دی

  دیوالونه یې  ټول ژاړي ،په کړکېو یې محشر دی

دروازې یې پرتي لار کي ، اندامونه یې خوږیږي

چي سیلۍ لاس باندې تیرکړی د زګیرویو ږغ  یې خیژي

ژوند ون څه دي ؟ د زلمی په لاس کي نخښه دمیینې

سپین دسمال ګل د وریښمو، ځیني څاڅي دزړه وینې

دلاس بوی یې اوس هم لولې، د خامک واړه لمنې

هرسهار اوهرماښام یې بویوې میین له مینې

بې وسي ده ، بې وسي ده، پردیسې لکه ښامار دی

میاشت تر میاشتي، کال ترکاله د دېدن تنده ده، نار دی

ماشو م وکړله پوښتنه، مورې؛ ژوند څه؟ څه یې کار دی

زموږ د لوږې څخه جوړدی، دنیتسمنوزړه ازار دی

دیوې روپۍ په بیه زما  اوښکو ته بازار دی

د هوس د نظر باز دی، د بې وسه ګریوان تار دی

هره ورځ مې امتحان دی، هرګړی ظالم خونکار دی

یو امید دی د ښونځی دی ،دکتاب دغیږ ګلزار دی

ستا د خور سپیرې کوڅۍ   اوسپیره بخت دی

د سوالګر پتری کچکول دی ، د امیر دزرو  تخت دی

ژوندون څه دی ؟ د بزګر چاودلي پښې، دشپې انجام دی

د تڼاکو یې ځوانې ده،  کار یې اوس هم ناتمام دی

اسویلي د کوڼدي ښځې ، مړ څراغ ستړی ماښام دی

سوړ نغری ، ژمې ناترسه دستر خوان تش د اتام دی

د ښار لویه میخانه ده ، د چالا س کښي زرین جام دی

دمستۍ په لېچو زانګي موسیقي ده ګل اندام دی

دمرغۍ وروستۍ سلګې دي ، لیرې ، لیرې ځالګۍ ده

د چيچیو یې چوڼ ، چوڼ دی ، ورکه ، ورکه یې مورکۍ ده

ژوندون څه دی ؟  مازدیګردی د مفلس سړې ناکامه

بېروزګار، کورته په لاره ، لاس یې تش زړه ناارامه

یا چمن کي دې اتڼ دنګهتونو له ماښامه

د غوټې دشوڼدو ږغ دی درنګونو له تمامه

د سپوږمۍ غیږه تاوشوی تر سیندونو ناتمامه

سپیني اوښکې د ي دستورو څاڅي ، څاڅي له هربامه

د لومړې ماشوم نړۍ ته دراتګ لومړۍ شیبه ده

دمورسترګو کي ددرد ،اوخوښۍ ګډه ننداره ده

ژوندون څه د ې ؟ د یتیم ماشوم دتورو سترګوسوال دی

بې ځوابه توره شپه ده ، تیاره خونه، تش تشیال دی

دګلونو نګهتونو پرانیستنه ده جمال دی

 ویښیده د پاڼو، دپانو د سبا دوږمۍ پال دی

د چمن د لمن رنګ دي،دوطن د مورکۍ شال دی

پراوږو پروت د نښترو، په جبین د حسن خال دی

دژړې لمر نندارتون دی مازدیګرافق رنګین دی

پلوشو کي دزر لامبې، بام اوغر زرین، زرین دی

ژوندون څه دي ؟ دباران د لومړنې څاڅکی قدم دی

زیږ وي د خاورو عطر ، یو احساس دخواږه نم دی

الوتل د ی، الوتل د ی داسمان څوکې یې تم دی

د سارا د لمن ګل دی، ددې هسکوغرو پرتم دی

په تیاتر کي ننداره ده، دخوښۍ نه اوږد ماتم دی

مزدورۍ کي ستړې ځوان دی ، پردیسي ده پردی چم دی

څک ، څک ږغ د ی د څوڅاڅکو، مو سیقي ده زیروبم دی

شور دی ، شور د قیامتونو ، نړۍ نه د ه کورد غم دی

د لومړۍ شپې ناوي ناسته په پالنګ، په زړه غمګینه

سرتر نوکه  ده پسوللې ، سرترنوکه ده زرینه

ژوند د تیرو، پسرلیو دګلونو،اود پاڼو ډک کتاب دی

په هر باب کي جنتونه په هر باب کي پروت عذاب دی

مجموعه د محسوساتو، دښکا لو جوړشوی باب دی

دسبا نګارخانو کي ، د رنګونو جوړ ثواب دی

افسانه د ه ، حقیقت دی ، حا د ثه د ه ، ژوند دریاب دی

تږي ، تږي مسافر دی ، اوپه مخ کي یې سراب دی

دیو چاد ټپ ناسور دی، ویني ، ویني دی خراب دی

د یو چا شرابخانه ده ، د جانا ن د لاس ګلاب دی

د ساتونکې زخمې لاس دی ،  وروستنۍ مرمۍ اوټک دی

د جګړې وروستې شیبې دي ، تسلیمې اوتش توپک دی

درد، دی ، درد ، دي ژوندون ټوله ، ژوندون نه دې دغم ساز دی

په بیلتون ځپلې ښارکي ،دردونو ډک اواز دی

په ګریوان د نجلۍ اوښکې، دهلک د آه پرواز دی

په آسمان د بوډۍ ټال دی ، له رنګونو یې آغاز دی

دبڼو د رپ  شیبه د ه ، د لېمو دافق باز دی

ورځ اوشپه پکښې اوسیږي،  دنړۍ دسترګو راز دی

ژوندون څه دی ؟ د پناه اوبقا ستړې ستړې سوبه،

هم بایلل دی ، هم ګټل دی ، دورکو فال  یې بویه

د آئېنو بار په شاوړل دی، په دلد ل پښې ایښودل دی

دلمبو تر سیو رو لاندې ، په سکروټو لوبیدل دي

 د خندا کړس ښخول دی ، ټول غمونه اخیستل دی

د ماشوم د سترګو نور دی ، د ماشوم زړه دربېدل دی

د یو چا ژوند ون کول دی ، د یو چا ژوند تیرول دی

څو روڼې شپې د سپوږمۍ دي ، تر ږمېو ته ورتلل دی

ترږمۍ غیږکي نیول دی ، په رڼا پسي وتل دی

ژوندون څه د ی ؟ هڅه ، هڅه ، منډه ، منډه ده کرار دی

څیرول د ی دپولاد و ،د بریا په تمه څار دی

د یو څه لاس ته راوړل دی، دیو څه د پاره  کاردی

بل څه نشته ، بل څه نشته ، انتظار دی ، انتظار دی

۲۰۲۲ / ۱ ۱۹

برتانیه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.