غزل

 آمنه فنا

501
له تانه څومره لرې،آه له ځانه څومره لرې
له زړه نه څومره لرې، له ارمانه څومره لرې
د درد له ګرده جوړه، د ټکور د اوبو خوبه
خوړلې یم دردونو، له درمانه څومره لرې
دا ځمکه مې له پښو نه تښتوي دا ځینې خلک
یه خدایه زه ناچاره، له آسمانه څومره لرې
نو زه څه ملامته یم، میینه یې پیدا یم
په غیږ کې د جنون مرم ، بیابانه څومره لرې
د عشق د لیمو اوښکه یمه غم په مخه کړې
له سترګو راروانه، له ګرېوانه څومره لرې
زما د شونډو دښتې به خود شاړې وي آشنا
زه ستا د محبت له شنه بارانه څومره لرې
مزل مزل ژوندون و ، خو در ونه رسېدمه
زه څومره لرې تانه وم، ته مانه څومره لرې
فنا دې کړه په مینه کې کافره، مسلمانه
فنا دې کړه له دین او له ایمانه څومره لرې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.