ترورستني معراجه

پروین ملال

854

ستا په ځیګر باندې به شنې شي

دکره شاتواوپېو چینې

دګریوان ورونه به دې ، دواړه وزرپرانیزي

په رپ رپونوکي به راوړي

د بیدیادسپینو پرخو، حریرې پلوشې

څولمبیدلي شیبې ، دجنتونووږمې

غیږبه دې راوړي دعدن اودفردوس دبڼه، د عاطفې ګلونه

رنګین ، مهین خیالونه

قدم، قدم به دیو چا، ستا دلمني پیل شي

یو څوک به راشي ستا په شونډوبه ،

دټولوکائیناتو دښکلا په تول موسکا خپره کړي

یوڅوک به را شي ستاخوبونوکي به ،

چمن ، چمن  ښکالو دساه ویښه کړي

یوڅوک به راشي ستا په مېنه کي  به ،

دسراوتال دمځکې ،خوږه ژړا خپره کړي

یوڅوک به راشي ستا په خونه کي به ،

دپاس سپوږمۍ اوټولوستورو په لاس یوه رڼا بله کړي

***

ستا په ځګر باندې به شنې شي

دکره شاتو او پیو چینې

دبوډۍ ټال کي به دي و زنګوي داسمانو پریښتې

 په ښکلوښکلو ټاپوګانوکي به،

 دنیلوفردلپو تړمې اوبه،

 لکه پیالې دزعفرانې چایو، دلمردګامه واخلي ،

 دمحسوساتو ښکلې حس به د یو پامه واخلې

ته به شمارکړي په سیندونوکي دشور نغمې

ته به را ټولې په لمن کي کړي دغرونو وږمې

ته به احساس کړي د غاټول اودریدې ارادې

ته به دسیورو ځنګل، دخیال د بامه واخلې

ته به ښکلا د احترمه واخلې
***

ستا په ځیګرباندې به شنې شي

دکره شاتو اوپیوچینې

ږغ به دي راوړي د بنګال اودډهلې  دښاره،

 دجادوګرو څوسندروڅپې

نرم لفظونه به دي شونډې ښکل کړي

بیا به دعا، دعا شي،

خواږه، خواږه لکه نبات لکه شکرې به شي

لکه وریښم داسي پاسته، لکه دزاڼوکتارونه به شي

اوه م اسمان ته به  رسا ولاړشي

ستا په رګونوکي به ،

 لکه دګوړي شربت، خوږه ارواخپره شي

دهرې ساه سره به دې په نګهتي غیږه کي

دیوه چا دتنکۍ شونډونه ، خوږي خوږي مچکې واخلې

ستا د وجود په هریو حد اوهرامکان کي به،

 د سپیڅلتوب تروروستنې مقامه،

دکره توب تروروستني معراجه

 دهسک ترڅوکو یوه نوی مینه وټوکیږي

ټول کائینات به دې وغیږته راشي

 قدم  به کښیږدي ستا د زړه پرمراندو،

ته به د ښکلونګهتونو، پسرلیو مصاحبه شي

ته به څه وړاندي تر اشرف المخلوقات، ته به صاحبه شي

ستادقدم لاندې به جوړې شي جنت ته کوڅې

ته به آغلې ، ته افضله ، محترمه به شي

ته به حوا، ته هاجره، ته به مریمه شي

۱۹/۵/۲۰۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.