د کائناتو لوی قوت

نیک محمد همدرد

1,009

مينه هغه ځنځير دی چې ماشوم د خپل مور او پلار سره يو ځای ساتي،په دنيا کي داسي يو طاقت شته ،چي انسان د سختو کارو د کولو لپاره چمتو کوي،که دا طاقت نه وای ،نو په دنيا کې به ھيڅ د قرباني جذبه نه وای،د الله ج په نزد هم دغه قوت ډير قدر دی،دا قوت …مينه او محبت دی،
د ونو او ټولو نباتاتو د ودي او نمو لپاره لمر او اوبو ته اړتيا وي ،په همدي ډول د ماشومانو د ذهن او کړنو د ودي او نمو لپاره ميني او توجه ته ضرورت وي،هغه ماشومان ډير ژر هوښيار او تکړه کيږي ،کومو ته چي د مور او پلار مينه او توجه ور رسيږي ،اکثره ميندي او پلرونه په دي عقيده دي چې د ماشومانو لپاره خوراک ،څښاک او ښي جامي اماده کول له دوي سره مينه ده ،په داسې حال کې چې په کور کې د ميني او اخلاص چاپيريال اماده کول اصلي مينه ده ،
ماشوم ته د پوره ميني او توجه ورکولو په صورت کې د ماشوم په شخصيت کې نيمګړتيا نه پاته کيږي ،په دي وجه تر غذا او جامو زيات ميني ته اړتيا لري،
په کوم کور کي چي له ماشوم سره مينه نه کيږي ،د هغه ستاينه نه کيږي ،هغه ذهني ډول دي ته نه وي اماده چي نور پرمختګ وکړي ،هغه د خپلو پريکړو وړتيا نه لري،
د راتلونکي لپاره کوم پلان نه شي نیولای،حتي يو ډير کم کار هم په ښه ډول سرته نه شي رسولای،کوم ماشوم چي له ميني بي برخې وي،هغوي اکثره ډارن ،شرمناک او بي جراته وي،له ميني د بي برخې کيدو حالت د پټولو لپاره له اندازي زيات پر ځان د باوري توب اظهار کوي،
چي دا کيفيت هم ښه نه دي ،ځکه په داسې وخت کې د محرومي او مايوسي احساس له اندازي زياتيږي ،په کور کي په ګډه سره او په مينه يو د بل سره مرسته کول د ماشوم لپاره يو ډول درس دی،چي هغه بيا په راتلونکي کي د نورو سره مرستې کولو لپاره تيار شي،او دميني او محبت درس يي هم له کورنۍ زده کړي وي،زموږ د ماشومانو د وروسته والي ستر لامل د ميندو،پلرونو او ښوونکو د ماشومانو له روزنې سره نااشنايي ده،اولاد الله ج عظيم نعمت دي ، بايد د دغه نعمت احساس وکړئ او د خپل اولادونو ته مينه او محبت او توجه او ښه تربيه ورکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.