د اسلام اباد پر لور د عمران خان لاریون

541

د اسلام اباد پر لور د عمران خان لاریون؛ د پلازمېنې مهمې لارې تړل شوې.

په پاکستان کې پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلازمېنې اسلام اباد پر لور نن چارشنبه د لاریون اعلان کړی، خو حکومت وايي، نوموړي ته به پلازمېنې ته د ورتلو اجازه ورنکړي او مخه به یې ونیسي.

ښاغلی خان وايي، لاریون به له پښتونخوا پيلوي او د ده په خبره دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی لاریون وي، خو د واکمن ګوند سیاستوالو بیا دې لاریون ته د “خوني لاریون” نوم ورکړی دی.

پلازمېنې اسلام اباد ته تلونکې او راتلونکې لارې ټولې لارې تړل شوې دي.

له هغه وروسته چې حکومت وویل د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته به د پلازمېنې په سرینګر های وې سیمه کې د احتجاج اجازه ور نه کړي، ښاغلي خان وویل، ډي چوک یا څلور لارې ته به د غونډې لپاره لاړ شي.

د اسلام اباد دوو مهمو لویو لارو جناح ایونیو او شاهراه دستور په سر کې دا څلور لارې له دې کبله هم مهم ځای بلل کېږي چې دې ته نژدې ډېری بهرني سفارتونه هم موقعیت لري.

ښاغلي خان د لاريون اعلان د پښتونخوا په مرکز پېښور کې په یوه خبري غونډه کې وکړ او د پاکستان د اوسني سیاسي او اقتصادي بحران یواځينی حل يې ټولټاکنې یادې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې باید ژر تر ژره ټولټاکنې اعلان شي.

عمران خان وايي، “د دې ټولو ستونزو یواځینی جمهوري حل دا دی چې ټولټاکنې دې وشي او ژر تر ژره باید وشي.

تر دې هاخوا يې بله هېڅ لاره نشته. هر څه چې تاسو کوئ، دغه هېواد به نور هم شاته ځي. او زه وېرېږم، چې موږ د شري لنکا لور ته روان یوو. هغه حالات چې د شري لنکا دي، زه وېرېږم، چې موږ به په میاشتو نه، بلکې په اونیو کې هغې حالت ته ورسېږو”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.