د «برېټن ووډز کنفرانس» او نړیوال اقتصادي ارزښت

عبدالوافي نایبزی

888

د «برېټن ووډز کنفرانس» او نړیوال اقتصادي ارزښت يې.

د بریټون ووډز کنفرانس Bretton Woods Conference په رسمي ډول «د ملگرو ملتونو د پیسو او مالي کنفرانس» په نوم هم په نړۍ کې یادېږي. اصلاً د «برېټن ووډز» رېښه د امریکا د متحده ایالتونو د نېوهمپشایر سیمې پورې تړلې ده، چې هلته د برېټن ووډز په نوم ځای کې د «ماونټ واشنگټن هوټل» کې د دوییمې نړیوالې جگړې وروسته د ۴۴ هېوادونو ۷۳۰ استازې راټول شول او په نړۍ کې د پيسو د مدیریت او مالي نظم رامنځ‌ته کېدا په موخه يې کنفرانس دایر کړ، چې دا کنفرانس د نړیوال اقتصادي نظم او پيسو مدیریت کې بیا تر نن ورځې پورې حیاتي رول لري.

************

برېټن ووډز کنفرانس او د «نړیوال بانک» او «پيسو نړیوال صندوق» رامنځ‌ته کېدل:

د برېټن ووډز کنفرانس د ۱۹۴۴ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه تر ۲۲ مې نیټې پورې دوام وکړ. اصلي کیسه هم‌دا وه، کله چې په اروپا او ارام سمندر کې دویمې نړیوالې جگړې زور واخیست، د څلوېښتو هېوادونو استازو د امریکا-نیو همپشایر، په برېټن ووډز سیمه کې چې د «ماونټ واشنگټن هوټل» په‌کې موقعیت لري، سره راټول شول او دا کنفرانس يې دایر کړ، د دوی موخه دا وه چې د اقتصادي نظم او نړیوالې اقتصادي همکارۍ سیسټم باندې یوې موافقې ته سره ورسېږي او هغه هیوادونه چې تازه له جگړې راستانېږي، د یوې اوږدې مودې له‌پاره نړیوالې ودې ته پرمخ‌تگ ورکړي. د کنفرانس په پای کې، گډونوالو «د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک» یا IBRD (چې ورسته بیا د نړیوال بانک یوه برخه شوه) او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) لپاره یو شمېر د موافقت‌نامې مقالې وړاندې کړې، چې تر څو دا دوه سترې ادارې رامنځ‌ته کړي او وروسته بیا د یو لړ قانوني اقداماتو هم‌داسې وشول.

************

په موافقت‌نامو کې کومې خبرې وې؟

د بریټون ووډز کنفرانس درې اصلي پایلې درلودې:

لومړی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا IMF د رامنځ‌ته کولو لپاره د موافقتنامې مادې، چې هدف یې په نړیواله کچه د تبادلې نرخونو ثبات او مالي جریاناتو ته وده ورکول وو.

دوییم، د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD د جوړولو لپاره د موافقتنامې مادې، چې موخه یې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بیارغونې چټکتیا او د اقتصادي پراختیايې چارو هڅول، په ځانګړې توګه د پور ورکولو له لارې د زیربنا جوړول.

درېییم، د نړیوالو اقتصادي همکاریو لپاره یو لړ نور وړاندیزونه.

خو د برېټن ووډز کنفرانس د گډونوالو د پام وړ موضوع د پيسو د نړیوال صندوق یا IMF رامنځ‌ته کول وو، چې کابو ټول ورته خوش‌بین وو، هغه مهال د پیسو د نړیوال صندوق د ایجاد له‌پاره لاندې موخې بحث شوې:

الف، د بهرنیو اسعارو د تبادلې یو منظم سیسټم لرل: په نړیواله کچه د تبادلې نرخونو د ارزښت له‌پاره سره زر په دې موخه وټاکل شول تر څو په نړۍ کې د پیسو د رامنځ‌ته شوي «عدم توازن» مخه ونیسي.

ب، له غړیو هېوادونو ژمنه واخیستل شوه، چې خپله کرنسي یا پیسه د سوداگریزو اهدافو د ترسره کولو له‌پاره د «تبادلې وړ» وگرځوي، یانې کرنسي به یې بلې کرنسي ته په اسانه د تبدیلېدو وړ وي، خو دا چاره د ۱۹۵۸ز د ډسمبر پورې پلي نه‌شوه.

ج، د پیسو د نړیوال صندوق له لوري چې کومو غړیو هیوادونو باندې د تبادلې د نرخ له‌پاره شرایط وضع شوي‌وو، هغه شاید د غړیو هېوادونو د تادیاتو توازن یا Balance of Payments Position باندې اغېز درلود، نو که غړيو هېوادونو په‌دې برخه کې د IMF خبره نه‌منله، نو د IMF له لورې پرې کوم جبر نه‌وو، خو دومره وو، چې دوی بیا د دې کار په نه کولو سره نه‌شول کولای چې د پیسو نړیوال صندوق له لوري قرضه واخلي.

د، ټول غړي هېوادونه اړ وو، چې د پیسو نړیوال صندوق په شتمنۍ لوړولو کې خپل سهم ولري، او هغه هېوادونو چې غوښتل د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD غړي شي، نو اول باید د پیسو نړیوال صندوق غړیتوب ولري. همدارنگه هغه هېوادونو چې سهم يې د پیسو نړیوتال صندوق په شتمنۍ کې ډېر وو، د رايې ورکولو حق يې هم برجسته وو.

************

برېټن ووډز کنفرانس او د ازاد بازار لا هڅوول:

د بریټون ووډز کنفرانس تر شا یو بنسټیز نظر د ازادو بازارونو رامنځ‌ته کول او هڅوول وو. د کنفرانس په پایله کې دا په څرګند ډول واضیح شوه، چې د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک یا IBRD (چې ورسته بیا د نړیوال بانک یوه برخه شوه) او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) رامنځ‌ته کول په‌دې مانا دي، چې په نړۍ کې اقتصادي ملت‌پالنې یا Economic Nationalism ته د پای ټکی کېښودل شي او د ټولې نړۍ اقتصاد ښې کېدنې باندې غور وشي، دا په‌دې مانا نه‌وه، چې هېوادونه دې خپلې ملې گټې په‌پام کې نه‌نیسې، دوی دې خپلې ملې گټې په‌پام کې ونیسې، خو د نورو هېوادونو له‌پاره به سوداگریز بلاکونه او د نفوذ اقتصادي ساحې نه رامحدودوي او ټول باید ازاد بازار او د نړیوالې سوداگرۍ اصولو ته ژمن اوسي.

************

برېټن ووډ کنفرانس او د گډونوالو یو ناکام وړاندیز:

د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د له‌منځه وړلو په موخه د کنفرانس گډونوالو د نړیوالې سوداگرۍ سازمان یا International Trade Organization – ITO د رامنځ‌ته کېدو وړاندیز وکړ، خو دا وړاندیز بیا د امریکا متحده ایالتونو د سنا له لورې ونه‌منل شو او پر ځای يې «پر سوداگرۍ او تعرفو عمومي موافقت‌نامه یا GATT» رامنځ‌ته شوه، چې وروسته بیا په ۱۹۹۵ز کې د همدې موافقت‌نامې GATT د بدیل په توگه د سوداگرۍ نړیوال سازمان یا World Trade Organization – WOT رامنځ‌ته شو تر څو د نړیوالې سوداگرۍ ستونزو د حل او په‌دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځ‌ته کولو ته کار وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.