د مالي کړنو د څار ادارې پیژنده، خړ او تور لستونه

عبدالوافي نایبزی

702

د مالي کړنو د څار اداره یا FATF؛ پېژندنه، خړ او تور لسټونه

د مالي کړنو د څار ادارې پیژندنه:

د مالي کړنو د څار اداره یا Financial Actions Task Force – FATF یوه نړیواله اداره ده، چې په ۱۹۸۹ز کې د جي‌اووه G7 هېوادونو له لوري د پیسو مینځلو (پول‌شويي) سره د مبارزې یا Money Laundering په موخه رامنځ‌ته شوه، تاسې ته ښايي سوال پیدا شي، چې جي‌اووه یا G7 يې څه شی شو؟ له «جي‌اووه G7» څخه هدف د هغه اووه سترو صنعتي هېوادونو د اقتصاد وزیرانو ناسته Summit هدف ده، چې په ۱۹۷۵ز کې راټول شول او یو لړ اقتصادي تصمیمونه یې ونېول، په دې هېوادونو کې لومړی المان، فرانسه، اېټالیا، جاپان، برتانیا او امریکا شامل وو، چې وروسته يې بیا کاناډا هم ملگرې شوه!

********

د مالي کړنو د څار ادارې د رامنځ‌ته کېدو هدف:

دې ادارې په لومړیو کې ۱۶ او اوس‌مهال ۳۹ غړي لري، دا اداره په لومړي سر کې د پيسو مېنځلو سره د مبارې له‌پاره رامنځ‌ته شوه، خو د یوولسم سپټمبر پېښې څخه وروسته په ۲۰۰۱ز کې دې ادارې د ټرورېزم څخه د تمویل د مخ‌نېوي په موخه خپل قوانین پراخه کړل، چې اوس‌مهال يې موخه په نړۍ کې د پول‌شويي سره مبارزه او د ټرورېزم مالي ملاتړ څخه مخنېوی دی.

دا اداره په ملي او نړیواله کچه د هېوادونو ملي فعالیتونه څاري او تر څنگ یې د تورو پيسو د وېنځلو او ټرورېزم څخه د نه ملاتړ له‌پاره قوانین او معیارونه ډیزاینوي. په‌دې قوانینو او مقرراتو کې داسې اصول شامل دي، چې له‌مخې يې حکومتونو ته دا واک ورکړل شوی‌دی، چې له وگړیو او شرکتونو څخه د هغوی د عاید په اړه پوښتنې او گروېږنې وکړي، چې دوی خپلې پیسې په کومه لار ترلاسه کړې‌دي؟ د دې ادارې د اصولو مطابق باید نړیوال بازار ته د قاچاق، رشوت او کوم بل فساد له لوري ترلاسه شوې پیسه داخله نه‌شي، دا ځکه چې دغه ډول کړنې د نړۍ د مالي او اقتصادي سیسټم روغتیا ته زیان رسوي.

د مالي کړنو د څار اداره د پيسو د وېنځلو په برخه کې ۴۰ سپارښتنې او د ټرورېزم څخه مالي ملاتړ په برخه کې ۹ سپارښتنې په‌خپل لسټ کې لري، چې د هم‌دې لسټ له‌مخې هېوادونه ډلبندې کوي. د دې نړیوالې ادارې د سپارښتنو له‌مخې هېوادونه خپل ملي مالي قوانین عیاروي او هغه خطرات چې هېوادونه ته په‌دې برخه کې متوجه وي، ورسره د قوانینو د پلي‌کېدا سره مبارزه کوي.

********

د مالي کړنو د څار اداره؛ خړ او تور لسټونه:

لومړی، تور لسټ: په ۲۰۰۹ز کې د مالي کړنو د څار ادارې نړۍ ته خپل اخري معیارونه وړاندې کړل، مگر له‌دې وړاندې يې یو ځل په ۲۰۰۰ز کې د ځينو هېوادونو نومونه په خپل کالني راپور کې نشر کړي‌وو، یاد هېوادونه يې د پانگې‌اچوونې له‌پاره د نړۍ خطرناکه هېوادونه بللي وو، یانې دا د دې ادارې له‌لوري د هېوادونو تور لسټ وو، خو له‌دې وړاندې «د اقتصادي او پرمختیايي همکاریو ادارې یا OECD» هم دغه هېوادونه خطرناک بللې وو. اوس هم د مالي کړنو د څار ادارې تورلسټ کله کله د OECD Blacklist په نوم یادېږي، په خبره کې خبره راځي، ښايي تاسې ته پوښتنه پیدا شي، چېOECD لا څه شی شو؟

د اقتصادي او پرمختیايي همکاریو اداره یا Organization for Economic Cooperation & Development – OECD د ۳۵ هېوادونو هغه اداره ده، چې د غړیو هېوادونو تر منځ يې اقتصادي ثبات سره مرسته، د اقتصاد او دیموکراسۍ ودې ته زمینه برابرول او د ټولنیز ژوند پرمختگ کول يې  خپل هدف ټاکلی دی، دا اداره اصلاً په لومړیو کې د دوییم نړیوال جنگ وروسته په اروپا کې رامنځ‌ته شوه، چې وروسته کرار-کرار د نوم په تغییر او د نویو غړیو په گډون سره په‌دې نوم ونومول وشوه، راځو خپل بحث ته، چې د مالي کړنو د څار ادارې د تور لسټ ځانگړنې کومې-کومې دي؟!

الف، هغه هېوادونه چې د بد سیاسي یا اقتصادي وضعیت له‌کبله په‌کې مالیه اخیستل/ورکول له انارشۍ سره مخ وي. د دې ادارې د تېرو تجربو پر بنسټ هغه هېوادونه تور لسټ کې شاملوي، چې تش په‌نامه مالياتي سیسټم لري، خو په پلي کېدا کې پاتې راغلې وي، یانې په‌دې هېوادونو کې فساد تر دې کچې ډېر وي، چې د نړۍ شتمن وگړي او سیاسیون يې د خپلو پانگو له‌پاره يو ډول مالیاتي پټنځای Tax Havens  گڼي.

ب، عموماً په تور لسټ کې هغه هېوادونه راځي، چې د ټرورېزم سره مالي مرسته کوي، یا حکومت يې خپله بودجه د ټرورېسټانو په مالي ملاتړ لگوي، په پورته دواړو حالتونو کې د مالي کړنو د څار اداره دا ډول هېوادونو ته خپلې سپارښتنې کوي، که چېرې هېوادونه همکار پاتې نه‌شي، نو بیا د دې ادارې له لوري پرې د «غیر همکار هېواد یا قلمرو» یا Non-Cooperative Country or Territory (NCCT) ټاپه وهل کېږي.

اوس‌مهال یوازې ایران او شمالي کوریا د مالي کړنو د څار ادارې په تور لسټ کې قرار لري، د FATF پر وینا، دا هغه هېوادونه دي، چې د دې ادارې له لوري ټولې نړۍ ته بار-بار ویل شوي‌دي، چې د یادو هېوادونو پر وړاندې لاس په کار شي، تر څو د پیسو د قاچاق او ټرورېسټي سازمانونو له مالي ملاتړ څخه لاس واخلي ځکه دوی د نړۍ امنیتي او اقتصادي حالت گواښي او ټولو ته خطر دی. په تور لسټ کې د پاتې‌کېدو ستر خطر دا وي، چې د غړیو هېوادونو او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو له لوري ښايي د یو لړ جدي اقتصادي بندیزونو سره مخ شي.

دوییم، خړ لسټ Grey List: د مالي کړنو د څار ادارې خړ لسټ هم د تور لسټ په شان دی، خو توپیر يې په‌دې کې دی، چې په خړ لسټ کې شامل هېوادونه د دې ادارې سره کار ته ژمن وي چې د پيسو منځلو سره مبارزه وکړي او یا هم د ټرورېزم د مالي ملاتړ څخه لاس واخلي، د مالي کړنو د څار اداره د پیسو منځلو یا د ټرورېزم د تمویل سره مبارزې له‌پاره یو شمېر اقدامات یا Measurements  لري، چې دې ته AML/CFT Measurements وايي.

********

په خړ لسټ کې پاتې کېدل څه زیانونه لري؟

عموماً د مالي کړنو د څار ادارې په خړ لسټ کې هغه هېوادونه وي، چې د پیسو مینځلو او ترورېزم د مالي تمویل سره د مبارزې په برخه کې ستراتېژيکې نیمگړتیاوې Strategic Deficiencies لري. که چېرې یو هېواد په خړ لسټ کې پاتې شي، نو دا یې مستقیماً پر صادراتو، وارداتو او له بهر څه انتقالېدونکیو پیسو Remittances باندې ستر اغېز لري. د دې تر څنگ کله چې یو هېواد په خړ لسټ کې شامل وي، نو سترو صنعتي هېوادونو پانگه‌وال هېڅ‌کله زړه نه ښه کوي، چې هلته په اسانۍ پانگه‌اچوونه وکړي، خو که چېري د خړ لسټ هېوادونه په پرله‌پسې توگه هڅه کوي، چې له‌دې لسټ ووځی، بیا اوضاع نورماله معلومېږي او ښايي دومره ستر خطر ونه‌اوسي.

د مالي کړنو د څار ادارې په خړ لسټ کې د پاکستان، ترکيې، جنوبي کوریا، عربي امارات، یمین، سوریا، یوگانډا په گډون ۲۳ هېوادونه قرار لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.