امریکا کې د زلینسکي د مېرمن تود هرکلی شوی دی

704

د امریکا ولسمشر جو بايډن او د هغه مېرمنې جيل بايډن په سپينه ماڼۍ کې د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زلينسکي له مېرمنې اولينا زيلينسکا سره کتلي دي. راپورونو کې ويل شوي چې سپينې ماڼۍ مېرمن زيلينسکا ته خورا لوړ پروتوکول ورکړی او هغې ته يې تود هرکلی ويلی دی. ټاکل شوې چې د اوکراين د ولسمشر مېرمن په امريکا کې له مهمو او لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د اوکراين له خلکو سره د امريکا د مرستو غوښتنه وکړي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، هيله لري چې واشنګټن ته يې د مېرمنې سفر د پام وړ لاسته راوړنې ولري. په داسې حال کې چې اوکراين د روسيې له يرغل سره د مقابلې لپاره په ځلونو له نړيوالې ټولنې د پوځي مرستو غوښتنه کړې، خو راپورونو کې ويل شوي چې اولينا زيلينسکا به تر ډېره بريده داسې مرستې وغواړي چې د اوکراين د خلکو د بشري او روغتيايي وضعيت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.