ګیدړ او پیشو-د کوچنیانو له پاره کیسه

ژباړن. رڼاګل اریوبزی

1,824

Brüder Grimm:لیکونکي

د خدای کارونه وو چې یوه ورځ په یوه ځنګل کې یوې پیشو د ښاغلي ګیدړ سره مخامخ شوه.  پیشو فکر کاوه چې:« ښاغلی ګیدړ خوډیر هوښیار دی، ښې تجروبې لري او په ټوله د نیا کې مشهور دی.» نو ځکه يې په ډ یر درناوي ور ته وویل چې.« ګرانه ګیدړه سلام! څنګه یاست؟  څه حال لری؟  تاسې دا خپل قیمتي وخت څنګه تیروی؟

 ګیدړ، په ډیر غرور او تکبر، پیشو ته له سره تر لکۍ پورې وکتل او په دې فکر کې و چې له سره ځواب ورکړي او که نه. خو اخر په خبرو راغی او ويې ویل چې:« ای ته بې وسه، بې وزله بریتورې، ته احمقه برګۍ، ته وږې موږک خورې، ستا په فکر کې څه ګرځي؟ ته څه کاره يې چې له ما پوښتنه کوې چې زه څنګه یم؟  را ته ووایه چې تا څه زده کړي دي؟ په کومو هنرونو پوهیږې؟  پیشو په عاجزۍ ورته وویل چې.« زه یوازې په یوه شي پوهیږم.» ګید ړ وپوښتل چې:« دا کوم هنر دی چې ته په پوهیږي؟ پیشو وویل چې یوازې دا هنر مې زده کړی دي چې:« کله چې سپي را پسې منډه کړې، نوزه ونې ته ټوپ اچولی شم او ځان ترې خلا صولی شم.» ګیدړ ترې وپوښتل چې.« دا ټول هغه څه دي چې تا زده کړي دي؟

ما ته وګوره چې په سلو هنرونو مسلط یم او سربیره پردې یو د چالاکیو نه ډک جوال هم لرم. زه ستا په حالت افسوس کوم. راځه چې زه يې در زده کړم چې یو پیشو باید د سپي نه څنګه ځان ازاد کړي.» په دې شیبه کې یو ښکاري راغی چې څلور سپي ورسره وو. پیشو په بیړه ونې ته ټوپ کړ، او د ونې په سرکې يې ځان په ښاخونو او پاڼو کې پټ کړ. دې په ګیدړغږ وکړچې:« ښاغلیه  ګیدړه! د جوال خوله خلاصه کړه، د جوال خوله خلاصه کړه.» خو سپي ترې را چاپیر شول او ګید ړ يې په منځ کې بند پا ټې شو. پیشو بیا ورناره کړه چې:

« ای ښاغلیه ګیدړه ! د دې سلو هنرونو سره سره بیا هم بند پا تې شوې. که چيرې زما په شان په ونه ختلی شوای، نو اوس به د دې برخلیک سره نه مخا مخ کیدی. پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.