غزل 

نقیب احمد قریشي

622
نشه ـ نشه لفظونه دي کلامه؛ لکه جام
بدنام خو لا هغسې یې ماښامه؛ لکه جام
که نه راګورې، مه راګوره؛ خپله درته ګورم!
ته بېله ګایېدو هم یې پیغامه؛ لکه جام
زنګېږې! د خُم لورې! عبادت کې عبادت کړې!
رکوع، ناسته ولاړه او قیامه؛ لکه جام
یه ژونده! په یو لوښي کې راټول لکه شراب شه!
ته ولې راڅڅېږې! له ناکامه؛ لکه جام
رښتیا ده! دا چې ښکلې یې له عرشه بیا تر فرش خو؛
را کښته شه! د خپل غرور له بامه؛ لکه جام
آهنګ دی د مهدي حسن شروع له نیمې شپې نه
را مست شه! ښه راوشرنګېږه! جامه؛ لکه جام
راووتې له کومې ښایستې، پستې خولګۍ؟
تکرار شه! بیا د خامې خولې سلامه؛ لکه جام
نقيبه! مخ دي کونځې کړې پيدا، د وخت په تول کې
لوېدلی یې ته هم نور له اعلامه؛ لکه جام
ـــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.