لنډۍ

سید عبیدالله نادر

1,521

څو لنډئ د سندرو مینه والو او سندر غاړو له پاره

خدای خبر بیا به دیدن وشي

چي د غربت ژوند می مرګي په کام کي وړینه

«««««««««««««««««««««««««

اوبو دي خوند راته بل ښکاري

مګر دریابه ، د وطن څخه راځنه

«««««««««««««««««««««

د بد نصیب قسمت خواري وي

چی په تنکی صورت جلا شي له وطنه

««««««««««««««««««««««

خلکو تابوت می یوار کیږدئ

مسیحا دم بوی د وطن روح راکوینه

««««««««««««««««««««

خپل ګران وطن ته په سفر یم

د لارې ګرد می ځکه روح تازه کوینه

««««««««««««««««««««

خدای د هغو یارانو مل شي

چي په فراق کي د وطن شپي تیروینه

«««««««««««««««««««««

له مسافر ماما نه جار شم

چی په جامو یي د وطن ناست دي ګردونه

«««««««««««««««««««««««

دیدار به بیا په قسمت نشي

چی په پردي وطن کی ګرځم بی وطنه

«««««««««««««««««««

تنکی وجود می ټول سکاره شو

چي په عمرونو می هجران لمبې سیځینه

»»»»»»»»»»»»»»»

مخ دې راواړوه شمال ته

چې سحر باد دې تور پیکی ورپوینه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

اګرکه د لنډیو ویونکې معلوم نه وي او اکثره د ویونکو په نومونو به ثبت هم نه وي ، خو تر کومه ځایه چې دا څو لنډۍ زه لرم ، او د یادښتونوپه پاڼو کې راسره وو ، نو د دي نه د مخه چې د زمانې د زیرمتون څخه په بشپړه توګه ورک شي ، ځکه یو لړ لنډۍ رانه ورکې شوي هم دي ،او هغه د تنظیمی جنګونو او جګړو څخه پر له پسي ، یو ځای نه بل ځای ته کډه کولو له وجهی ورک شول  ، خوهیله لرم چې د موسیقی د مینه والو د پاره به دا څو لنډۍ په زړه پوری وي،او د بله خوا به خوندی پاتي شي ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.