د بېوزله ولس  تړلي ښوونځي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد 

840

نيمګړتياوې ستونځې او عيبونه په هره حاکمه ډله کې شتون لري, خو له تېر يو کال راپدېخوا په افغانستان کې د انجونو د ښونځيو بند پاتې کيدل د اوسني حکومت هغه ځانګړې نيمګړتيا ده چې په ديني او ملي کچه زموږ ټولو لپاره د ارزښتونو د بدنامي او د حاکمې ډلې لپاره د غاړې طوق ګڼل کېږي.  امارتي مشران په دغه هکله هيڅ ډول دريز نه لري او د ښوونځيو تړل د  نظام پر تندي تور داغ جوړ شوى چې پاکول به يې لسګونه کاله وخت وغواړي.

د ښونځيو د بندښت په هکله د حکومتي چارواکو توجيهات، چې کله کلتوري ستونځه خنډ ګڼي، کله اقتصادي تشه يادوي کله د نصاب نيمګړتياو ته ګوته نیسي او کله هم نورې بابولالې غږوي، نه يوازې خپل ولس، اسلامي امت او نړيوالو ته د منلو نه بلکې په اوږدمهاله توګه زموږ د ټولنيز ژوند په هر ډګر کې زموږ د ناکامي لامل ګرزي.

تاريخ به  پريکړه کوي او راتلونکې نسلونه به هم  حتماً قضاوت کوي چې يو وخت يوې داسې حاکمې ډلې چې دعوه يې د اسلامي نظام د پلى کيدو کوله د هيواد د مليونونو انجونو په مخ د ښونځيو دروازې وتړلې.  که د تېر جمهوريت حکمرانانو  افغانستان په نړۍ کې تر ټولو د فاسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې راوستلى وو نو د اسلامي امارت حکمرانانو د انجونو زده کړو په وړاندې د خنډونو جوړولو له امله افغانستان په نړۍ کې يوازنى هيواد ګڼل کېږي چې د انجونو په مخ يې د ښونځيو دروازې تړلې شوې دي.

د ښځينه اولادونو په مخ مو له تير يو کال راپدېخوا د ښونځيو تړلي پاتې کېدل هغه تشه ده چې  ټولنيز شعور مو له پوښتنو لاندي راوړي او ملي ويښتوب مو نفى کوي، خو حکومتي چارواکي په ټولنه باندي د ښونځيو د تړلو د زيانونو اټکل نشي کولاى.  واقعيت دادى چې جاهله ټولنه د نفاق، تعصباتو او نورو معنوي رنځونو لپاره ښه بستر، دښمن لپاره ښه کاريدونکي وسله، د دوستانو لپاره د سر درد، د پرديو جګړو لپاره ښه د سون توکي، د استعمار لپاره ښې لوبيدونکي مهرې، د نيابتي جګړو لپاره ښه جنګيدونکي عسکر د استخباراتي شبکو لپاره ښه مصرفي ابزار، پرديو ډولونو ته ښه نڅاګر او د خپل هېواد د پرمختګ په وړاندې د پرديو لخوا ښه کاريدونکي خنډونه وي.

افغانستان په اوس وخت کې په لوړه کچه له نړۍ څخه منزوي شوى هيواد دى او د انزوا لاملونه هم تر ډيره زموږ په کړنو پورې تړاو لري. فرصتونه هم شتون لري او ننګونې هم شته، خو داسې ښکاري چې هغه مشران نشته چې ننګونې په فرصتونو واړوي، له فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره ګډې ګټې ولټوي.

له سختو بنديزونو سره د مقابلې لپاره،  ولس له لوږې سره، هيواد له ننګونو سره مخ کول او د بنديزونو په تړاو له ګواښونو ډکه لهجه کارول مناسبه تګلاره او له ستونځو څخه د هيواد د را ايستلو بريالۍ ستراتیژی نه ده.

متأسفانه د هيواد سياسي اقتصادي او امنیتي وضعیت د موجوده حکومت له رامنځته کېدو سره سم ورځ تر بلې د ترينګلتيا لوري ته ځي او د پړې ګوته هم اوسنيو چارواکو ناوړه تګلارو ته نيول کېږي. له حاکمې ډلې څخه د افغانستان خلکو د واک د دومره لوړې کچې لېوالتیا کار اهل کار ته د نه سپارلو او په دومره جزوي مسائلو کې د ښکيلتيا تمه قطعاً نه درلوده.

له دولتي دندو څخه د پخوانیو تجربه لرونکو افرادو لرې کول، رسنيز فعاليتونه سانسور کول، له لاريون کوونکو سره تاوتريخوالى، د بيرغ شخړه، د پخوانیو امنیتې خلکو ويرول او تر ټولو مهم د انجونو د ښونځيو تړل هغه ناوړه کړنې دى چې نه شرعاً توجیه کيداى شي اونه هم نظام ته ګټه لري بلکې له نظام سره يې د خلکو واټن رامنځته کړ.

که څه هم د دوحې د تړون ډيرى برخه لاهم نه ده رسنيزه شوې خو د ټول شموله حکومت نه جوړيدل، بين الافغاني مذاکراتو لړئ ختمول او د الظواهري وژل کېدل هغه څه  دي چې په ژمنو کې د پاتې راتلو په تړاو د موجوده حکمرانانو د ملامتي لپاره بنسټ جوړوي. امريکا ته د تړون د ماتولو په هکله د پړې ګوته نيول او يا هم د اسلامي نړۍ په ګډون ټوله نړيواله ټولنه پړه ګڼل موږ ته نه برائت را کولاى شي، نه د توجیه وړ ده او نه يې هم څوک راسره مني.

داسې نښانې شته چې د طالبانو لخوا د دوحې په تړون کې د ترسره شويو ژمنو ماتولو له امله د نړيوالې ټولنې په رويه کې هم بدلون راځي او د متقابلو کړنو لپاره تيارى نيسي . افغانان هيڅ ډول تاوتریخوالي د هيڅ اړخ لخوا د منلو وړ نه ګڼي، خو د هر لوري توجیهات او ترجيحات جدا جدا وي. شونې نه ده چې هر څه زموږ له خوښې سره سم پرمخ لاړ شي. د تأسف مقام به داوي چې  سخت نړيوال غبرګون له نورو لاملونو ورهاخوا د انجونو د ښونځيو تړلي پاتې کيدل او په ژمنو باندې عمل نه کول وي چې دواړه برخې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اهمیت لري او مسلمانان يې په تر سره کولو باندې مکلف ګڼل کېږي.

اوسنى حکومت له خپل ولس او نړيوالې ټولنې سره د تقابل او مټکور تعامل پرځاى د تفاهم او منځلاريتوب ستراتیژی خپلولو په برخه کې پاتې راغلى دى. کله د ګواښونو او کله معذرت غوښتونکي رويې پر ځاى په خپلو تشو باندي غور وکړي. د افغانستان امن سوکالي پرمختګ او خپلواکي په وړاندي پراته  خنډونه له منځه يوسي. دا هغه تشه ده چې له امله يې کيداى شي چې هم  پړه يو او هم مړه.

د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو څار او ګرزيدل، بريدونه، د ياد هيواد د مشرانو  لهجه د اندېښنې وړ خبره ده او يقيناً باید جدي ونيول شي. د امریکا د بي پيلوټه الوتکو  څار لکه د جمهوريت په مهال د اسلامي امارت له راتلو وروسته هم په مسلسل ډول دوام لري. امريکا د خپلو ځواکونو د ايستلو د اعلان پر مهال هم وویل چې له هوا څخه د افغانستان څارنه کوي ترڅو له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ رامنځته نشي خو د اوسنيو چارواکو لخوا پوره يو کال وروسته د بې پيلوټه الوتکو ګرزيدو په تړاو غبرګون د حيرت خبره ده.

د طالبانو له ټولو هغه مشرانو څخه چې له ديني پوهې سره سره د وخت په حساسیتونو پوهيږي او د موجوده وضعیت د ارزونې وړتیا لري جدي غوښتنه کوو چې له نا وخته کيدو څخه وړاندي لاس په کار شي. واړه او ناچيزه مسائل شاته پريږدي. په بشپړ ايماني جرئت او افغاني همت رامخته شي او مصلحتونه شاته پرېږدي. بيځايه سخت دريزه ذهنيت درلودونکي مشران د منطق استدلال پربنسټ د هيواد او امت له جيدو او منل شويو علماو سره واقعي مباحثې ته مجبور کړي او د هيواد د لا نورې تباهي مخه ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.