د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې/۴

آصف بهاند

534

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلویواویایمه برخه

د سل او زر خبره نه ده

اوس د لکونو نجونو بند دي مکتبونه

 

ښوونځی پروت دی چېرې نه ځي

گناه زموږه چې مو پښې تړلي دینه

 

له ښوونځي یې ځواب راکړ

زه کم نصیبه به اوس کوم لوري ته ځمه

دا هم د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو او د نجونو د تعلیم ستونزې پورې اړوند څو نوي لنډۍ:

خدایه ته خپله مرستندوی شي

دا ظالمان خو ښوونځي نه خلاصوینه

 

د سل او زر خبره نه ده

اوس د لکونو نجونو بند دي مکتبونه

 

ښوونځي تگ وختونه راغلل

چې وي تړلی، زه به چېرې ولاړه شمه

 

چې ښوونځي یې ورته بند کړل

نجونې ښېرې ورته کوي تباه به شینه

 

مکتب تړلی هک حیران دی

چې نجونې چا کړې مرورې، نه راځینه

 

ښوونځی پروت دی چېرې نه ځي

گناه زموږه چې مو پښې تړلي دینه

 

زه ښوونځی مرور نه یو

طالب ظالم مې غبرگې پښې تړلې دینه

 

چې ښوونځی و، پام مې نه و
اوس چې تړلی پسې کومه ارمانونه

 

چې مکتب غواړې غږ دې جگ کړه

په اسانۍ به یې دوی نه درخلاصوینه

 

ښوونځی خامخا خلاصېـږي

خلاص خو به خلاص شي، خو چې زه به چېرې یمه

 

د ډېرو ږیرو هلالا کې

ښوونځی بند دی لیونی گرځم میینه

 

له ښوونځي یې ځواب راکړ

زه کم نصیبه به اوس کوم لوري ته ځمه

 

اوس د بریا خندا کومه

بېگاه مې خوب لید، ښوونځي راخلاصوینه

 

مکتب تعلیم نه به لاس ناخلم

که مې طالب سبا تر دار ورسوینه

 

غږ به مو څوک واوري عالمه

مغرور واکمن پر نجونو تل کوي ظلمونه

 

چې له مکتب ولې ډارېـږې

مکتب کې نه شته تا گڼلي پساتونه

 

خلک مکتب او پوهه غواړي

څو سرتمبه ورته ولاړ نه یې پرېـږدینه

 

مور ځکه نجونو ته زورېـږي

په ښوونځي پسې وړې سلگۍ وهینه

 

په ژړا بېرته نجونې راغلې

مور ته یې ویلې چې مکتب نه خلاصوینه

 

بد زیری دغه دی بیا راغی

چې ښوونځي د جنکو تړلي دینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.