کابل چې ما پخپلو سترگو ولید/ ۶

حفیظ الدین پیرزادہ

450

۲۸ اگست

له غرمې مخکې مې له قاضي عبد الکریم عنایت سرہ په کانتننتل کې وعدہ وہ.

دغه خوځندہ، مؤدب او تحصیلیافته ځوان راته ډیر گران دی، ځکه  پلار یې مرحوم

مولوي محمد یوسف رحمه الله (د خالص بابا مشرورور) د مرحوم پیرزادہ صیب استاد پاته شوی.

ھسې ھم د بابا د کورنۍ ھر فرد راته د ھغه مرحوم په سترگو گران وي او عنایت صیب خو

مې بیا د ډیرو کلونو د فیس بک ملگری ھم دی!

تر ډیرہ مو سرہ بنډار وکړ‎، د مرحوم خالص بابا د ژوند د اخري شپو ورځو نکلونه یې راته وکړ‎ل.

عنایت صیب ھمداسې خبرې کولې خو زما په سر کې د ھغو سختو او مُھیبو شیبو تصویرونه

 گرځیدل چې مرحوم خالص بابا د امریکایيیرغل پر خلاف د جھاد فتوا ورکړ‎ې وہ،

مخلصینو یې ھغه د امریکایانو له شر څخه د خلاصون پر نیت یوہ محفوظ ځای ته

د انتقالولوھڅې کولې او د ھغه پر دسترخوان را لوی شوي، نمک حرام دین محمد

او قدیر خیلو د ښکیلاک د خوښ ساتلو لپارہ پر ھغه د شیخ فانياو معتوہ العقل ټاپې لگولې!!

څرنگه چې ښاغلی عنایت په تیرہ ادارہ کې قاضي پاته شوی او په ھمدې مسلک کې یې لوړ‎

 تحصیلات ھم کړ‎ي نو تر ډیرہ مو د بحثموضوع د ااا قضایي سستم و.

ھغه راته وویل: تیر نظام څه کم او زیات ۳۵۰۰ قاضیان لرل چې د ام ا رت

پر راتگ په کور کیناستل. د ھغوی له ډلې څخه نژدې نیم لهھیواد څخه پر فرار بریالي شول،

 پاته یې ھمداسې له یوہ نا مالوم برخلیک سرہ مخ دي.

اوس ام ارت د دې قاضیانو ځای پر داسې ملا صاحبانو ډک کړ‎ی چې دیني پوھه لري خو د قضا مھارت نه!

ھمدا لامل دی چې زموږ‎ محاکم یا په ټپه ولاړ‎ دي او یا یې کارونه د میږ‎ي پر رفتار غیر مسلکي مخته ځي.

د بیلگې په توگه د اما رت  پر راتگ د جایدادونو نرخونه را ولویدل ورسرہ د شرعي قبالو اجرا ھم وځنډیدہ.

د جایدادونو د پیر او پلور د بازار په ټپه دریدل یا سست رفتار د ټول ھیواد پر اقتصاد ډیرې

بدې او منفي اغیزې ښندي!

د ملکیتونو د نرخونو را لویدل به ښایي نور لاملونه ھم ولري خو د شرعي قبالو نه اجرا،

د وثایقو د محاکمو فلج حالت،  او نور ھغه څه دي چې موږ‎ د کار و د ھغه اھل ته د نه سپارلو

له لیارې پخپله ور زیات کړ‎ي!

ما ورته کړ‎ل:

زہ له تاسې سرہ متفق یم چې قضا او افتاء ته د دیني زدہ کړ‎و ور اخوا مسلکي پوھه ھم پکار دہ.

ھغه سراجي (د کتاب نوم) چې موږ‎ په مدارسو کې د میراث په علم کې لوسته،

 قاضیان او مفتیان یې له بیلې زاویې لولي.

حتمي نه دہ چې یو ښه شیخ الحدیث یا شیخ القرآن دې د یوہ تکړ‎ہ قاضي

او یا مسلکي مفتي وړ‎تیا ولري!

ښایي تر ھغه یې ھغه شاگرد ډیر بریالی قاضي یا مفتي وي چې په ھمدې ساحه کې یې

مسلکي زدہ کړ‎ہ کړ‎ې وي!

عربان وایي: لِکُلِ فنٍ رِجال، او موږ‎ وایو: ھر سړ‎ی پیدا دی خپل خپل کار لرہ کنه!

زہ به کوښښ وکړ‎م، د عدلیې وزارت لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي یا د قضا اړ‎وندہ بلې

کومې ادارې مشرانو سرہ دا ستونزہ شریکه کړ‎م، خو که دملاقات نصیب مو ورسرہ و!

ھغه مھال مې په ذھن کې دا لاندې خبرې گرځیدې چې باید د عدلي او قضایي ارگانونو

له مشرانو سرہ یې شریکې کړ‎م:

 تاسې پر غربیانو تور پورې کوئ چې له افغانستان څخه یې د مغز فرار ته زمینه برابرہ کړ‎ې؛

دا خبرہ سمه ھم دہ. غربیانو زموږ‎ ډیرعلمي کادرونه او لوړ‎ مسلکي افراد د تطمیع، تشجیع،

تخویف او نورو لیارو له لیارې ھیواد پریښودو ته تشویق او په پایله کې له ھیوادہ وایستل.

خو له بدہ مرغه د ااا ھم له ھغوی سرہ په دې ناوړ‎ہ عمل کې په غیرې شعوري توگه مرسته کړ‎ې!

که نه، د ۳۵۰۰ مسلکي قاضیانو  کور ته استول او پر ځای یې غیر مسلکي کسان مقررول به

څرنگ توجیه کړ‎و؟

دا ټول قاضیان نه د اشغال ملگري و او نه له یوې مخې مفسدین!!

که دې او دا رنگ نورو پخوانیو مسلکي کسانو ته یو جامع فلتر کیښودل شي او

ھماغه ورته د بیا تقرر معیار وگرځول شي نو په یقین سرہوایم چې ۸۰ سلنه پاته مسلکي کسان

به د اما رت پر معیار پورہ خیژي او د قضا په شمول نورې فلج شوې دولتي ادارې به ھم

د تدریجي مرگ له گواښ څخه ژغوري!

زما په اند، د عدلي او قضایي ارگانونو په شمول په نورو دولتي ادارو کې ھم

د ااا غړ‎ي باید سیاسي کار وکړ‎ي، د ادارو لیدلوری د امارت پر منھج روان کړ‎ي

او د کارونو مدیریت پخپلو لاسونو کې ونیسي، نور ھر څه د دولتي ادارو

تجربه لرونکیو مسلکي کسانو ته پریږ‎دي او بس!

د ھمدې ورځې پر مازیگر د حاجي میرویس الفت پر ملتیا د ډاکتر صیب فاروق اعظم لیدو ته لاړ‎م.

ھغه د یوہ میوہ دار بڼ په توگه دی، ما تل ترې ډکه ځولۍ راوړ‎ې. له مشرانو سرہ یې د مجالسو

په اړ‎ہ ښې او مثبتې لارښوونې راته وکړ‎ې! د استاد ترہ کي پر راتگ خوښ و. ھغه د ټولو ھغو

علمي کادرونو راتگ ته ډیر خوشالیږ‎ي چې  فکر کیږ‎ي وطن ته به یې خیر ورسيږ‎ي.

خپل استوگنځي ته پر لارہ مې کندھار ته د تگ په اړ‎ہ فکر کاوہ. ما افغانستان ته تر سفر

مخکې دا پلان له ځان سرہ لرل چې کندھار ته به خامخا ځم، ځکه چې:

۱- زہ لوی کندھار د افغانستان د سر تاج بولم او دا تاج ما له بدہ مرغه تر اوسه نه دی لیدلی.

۲- د خپل گران او زړ‎ہ ته نژدې ملگري ملا صیب خیر الله صمیم لیدل، چې ما یې تل

له نژدې د لیدلو او بنډار ارمان کړ‎ی و.

۳- د مرحوم ملا صیب مبارک مرقد ته ورتلل.

زہ ھغه مرحوم ته یواځې د امیر ال مو منین په سترگو نه گورم بلکې زما په اند ھغه یو

ولی الله و چې لوی رب پر موږ‎ لورولای و! رحمه اللهرحمة واسعة و اسکنه الفردوس الأعلی مِن الجنة.

ھوټل ته پر را رسیدو مې ټیلفون د ھوټل وایفای سرہ ونښلاوہ. ډیرو ملگرو د واتس اپ

 له لیارې راته پیغامونه پرې ایښي و. صمیم صیبھم راته پیغام پرې ایښی و چې سبا کابل ته راځي.

له صمیم ، نظر محمد مطمئن او ټیموټي ویکس سرہ لیدل….

دا لړ‎ۍ ادامه لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.