د سلطنتی نظام احیاء او استقرار

محمد داؤد مومند

660

څو ورځی د مخه می د آریانا افغانستان په مهذب او همدا راز د افغان جرمن په سایتونو کی د وطنپال شاعر او د ملی شعور او وجدان خاوند انجنیر صاحب سلطان جان کلیوال شینواری چی د شهید ډګروال ماما زرغون شاه شینواری خوریی کیږی، یوه لیکنه د (په افغانستان کی د تلپاتی سولی د تأمین د پاره یوه نوی لار) د عنوان لاندی ولوسته. محترم کلیوال صاحب د لیکنی په وروستۍ برخه کی هیله کړی وه چی دوستان دی د ادب په چوکاټ کی خپل جوړونکی نظریات څرګند کړی.

ما د دوستانو د نظریاتو د لوستلو او د ځان د تنویرلو په منظور، څه انتظار وویست، خو نتیجه داسی شوه، چی زه پدی برخه کی د نظر خاونداند لخوا تنویر نشوم، نو ځکه می ځان ته دا حق ورکړ چی د کلیوال صاحب د لیکنی متعلق خپل نظرڅرګند کړم.

زه په ډیراختصار سره د خپل عزیز او قومی ګاونډی کلیوال شینواری صاحب، د لیکنی نه، لاندی مطالب خدمت ته وړاندی کوم. کلیوال صاحب لیکی:

څو ورځی دمخه می د پژواک په په خبری پاڼه (کانادا څانګه) کی د محترم سید محمد اعظم لیکنه ولوسته :«پس از سقوط نظام شاهی در افغانستان در پنجاه سال اخیر گروهای متعددی کوشیدند تا نظام دلخواه شان را در کشور مستحکم نمایند.

…… با وجود ادعاهای بزرگ، هیچیک از این گرو پ ها و افرادی که پس از سقوط نظام شاهی قدرت دولتی را در دست گرفتند …….نتوانستند ثباتی را که در چهل سال سلطنت اعلیحضرت محمد ظاهر شاه مستقر بود تأمین نماید.»

وړاندیز یی دادی چی د هیواد د ټولو مشرانو او عالمانو یوه لویه جرګه دی راوبلل شی ترڅو د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د کورنۍ یوغړی دی د هیواد د پادشاه په توګه وټاکل شی.

دا جرګه دی د اساسی قانون د جوړیدو دپاره کار شروع کړی، دری ګونی قواوی یعنی اجرائیه، مقننه او قضائیه دی جوړی شی.

حکومت دی د یوی معینی دوری دپاره پارلمانی شی. قضائیه قوه دی د وضعی او الهی قوانینو په سم تطبیق باندی مکلفه شی.

حکومت او پارلمان دی، د مشخصی دوری د تکمیل نه وروسته د ټاکنو له لیاری نوی شی. خو د دولت په رأس کی دی د پخوا په څیر د ملی وحدت د تأمین دپاره د سلطنت مقام ته درناوی وکړی.

زه د محترم سید محمد اعظم صاحب ددی وړاندیز سره موافق یم.

د ټولو دوستانو نه هیله لرم چی د ادب په چوکاټ کی پدی مرحله کی خپل جوړونکی نظر د ټولو سره شریک کاندی.

د کلیوال صاحب لیکنه په ډیر اختصار سره خدمت ته تقدیم شوه، زما معذرت دی د اختصارولو په برخه کی ومنی.

د پورتنی وړاندیز په ارتباط زما عرایض:

د محترم سید محمد اعظم وړاندیز او د هغی نه د کلیوال صاحب حمایت، دا څرګندوی چی وروسته له نیمی پیړی د مرحوم پادشاه اعلحیضرت  محمد ظاهر شاه د ملی واکمنۍ د نسبی عدالت، ملی عزت، ملی وحدت، د خاوری د تمامیت، د واقعی عدم انسلاک پالیسی، نړیوال وقار، ملی حاکمیت، ملی ثبات، ملی مشروعیت، او د ملی تفاهم او تساند، دوره، دا په ډاګه کوی چی دا زموږ د معاصر تاریخ او زموږ د ژوند یوه طلایی دوره وه.

هغه د دری ژبی کره وینا ده چی :(قدر عافیت آنګاه دانی که به مصیبتی ګرفتار آیی)

علامه محمود بیک طرزی وایی:(ملت بدون وطن، وطن بدون ملت و هرد بدون حکومت و حکومت بدون شاه، مثل موتریست بی انجن.)

د علامه محمود طرزی دا وینا، حد اقل د افغانستان او ایران په مورد کی صدق پیدا کړ.

د علامه داکټر اقبال وینا هم، د شاهی نظام د سقوط نه وروسته دوره باندی صدق کوی چی فرمایی:

آن یکی اندر و سجود، این در قیام

کار وبارش  چون صلوة  بی امام

اکادمیک شخصیت داکتر صاحب خالدی لیکی:(نزدیک به نیم قرن است که افغانستان در نتیجه بی ثباتی سیاسی در تراژیدی حوادث بس ناگوار میسوزد.

این بی ثباتی سیاسی از سقوط نظام مشروطه سلطنتی، متکی بر قانون اساسی، آغاز گردید، و زمینه را برای تجربه های ناکام متکی بر ایدیولوژی های سوسیالیستی- کمونستی، اسلام گرایی جهادی، و لیبرال دموکراسی جمهوری مافیایی فراهم نمود.)

سر دار صاحب داوود خان کودتا وکړه او د جمهوری نظام اعلان یی وکړ، ولی بدبختانه د کودتا او کذایی جمهوریت د اور په لمبو کی، هم پخپله سردار صاحب، هم یی کورنۍ او هم د افغان ملت وسوزید.

شاهی نظام ړنګ شو او اعلیحضرت د سلطنت نه استعفا ورکړه خو زموږ خلکو هيڅکله یو واقعی جمهوریت ونلید.

د شوروی د اشغال په دوره کی چی د جهاد ډرامه او ډرنامه ګرمه وه د افغان ملت سترګی د روم او د پخوانی پاد شاه په لوری وی.

ریچارد نکسن د متحده ایالاتو یو پخوانی جمهور رئیس، د نیویارک تایمز په یوه معروف اخبار کی د افغانستان د معضلی د حل دپاره د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه، رول او نقش ته گوته ونیوله. خو پاد شاه د خپل ټول ملی وجاهت او نړیوال شهرت او اعتبار سره سره  د هیواد او ملت د نجات په لاره کی بریالی نشو.

اوس که د تاریخ په استناد، پاد شاه د یوه ملی زعیم او سمبول په توګه او ملی او نړیوال وجاهت با وجود، بریالی نشو، چی د هیواد توفان (طوفان) وهلی بیړۍ د نجات ساحل ته  ورسوی، څنګه ممکنه ده چی دده د کورنۍ کوم غړی د مسیحا په څیر، په مړه پادشاهی کالبد او نظام کی، د ژوند نوی سا ورپو کړی؟

پادشاه په خپل ژوند، وطن ته راستون شو، خو متحده ایالاتو حکومت نه غوښتل چی پادشاه دی د هیواد سیاسی مشرتوب او زعامت تر لاسه کړی.

اعلیحضرت، زما محترم او بزرګوار مشر ورور او دوست، انجنیر صاحب احسان الله خان مایار صاحب ته ویلی وه چی «ارګ ده ته لکه نائب السطتنه نصرالله خان، د زندان حیثیت لری.»

نو که اعلیحضرت د خپل سیاسی فعالیت، په دوهم پړاو کی هم بریالی نشو، تر دی چی پاد شاهی او سلطنت خو څه کوی، چی حتی د یوی عبوری مرحلی دپاره، د ذیدخلو قوتونو د مداخلی او پلان له مخی، د دولت ریاست هم ورته په برخه نشو او د دوی په وینا، ارګ کی ورته د ثانی نصرالله خان موقف په برخه شو.

استاد بینوا صاحب فرمایی:

لری نوی محبسونه

نه یو سرای، نه یوه خونه

حبسوی لوی هیوادونه

چی بندی پری نه پوهیږی

داسی شو د زولانی رنګ

غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانی رنګ

څو میاشتی دمخه یوه امریکایی سناتور د خلیلزاد نه پوښتنه وکړه چی زموږ فیصله خو دا وه چی د افغانستان پخوانی پادشاه ته به د زعامت دنده وسپارل کیږی!

خلیل زاد په ځواب کی وویل: چی عبدالله عبدالله ماته وویل چی موږ د حامد کرزی مشری منو.

سالم عقل ددی درک کولای شی چی خلیل زاد هغه سناتور ته مطلقاْ دروغ وویل، او هغه احمق سناتور دده په ځواب راځی شو!

پداسی حال کی چی د پردی لاندی نوری خبری وی او د متحده ایالاتو حکومت او شخصاْ خلیل زاد غوښتل چی د حامد کرزی غوندی یو بی ننګه، بی پښتو، بی مسلکه، او د ملی ضمیر او وجدان نه بی برخی خاوند، ظاهرا د دولت مشر اوسی او خلیل زاد پخپله د وایسرای او تصمیم کوونکی په کرسۍ باندی ناست وی.

خلیل زاد پلان درلود چی د دوحی د کنفرنس په نتیجه کی به نه ځانله دی د نوبل د جیزی مستحق وګرزی بلکه دی به د افغانستان د خارجه وزیر په توګه دنده په لاس کی واخلی.

خو اشرف غنی د خپلی تیښتی په نتیجه کی، ستر ملی خدمت تر سره کړ او ټول داخلی او خارجی شیطانی پلانونه او پروګرامونه او دسیسی یی شنډی او خنثی کړی او هیواد یی د داخلی جګړو د دوام او د شیطانی او مافیایی مشارکتی حکومت د دسیسو نه وژغوره، احسنت.

د پادشاه مشر زوی شهزاده احمد شاه د یوه شیخ فانی په توګه، د خپل ژوند وروستۍ شپی او ورځی د انزوا په حالت کی تیروی، شهزاده احمد شاه تل د سیاسی فعالیتونو نه ګوښی او منزوی پاتی شوی دی.

په شاهی کورنۍ کی ځانله د پادشاه لمسی مصطفی ظاهر د روم د وخت نه په سیاسی اړخ کی فعال پاتی شوی دی.

مصطفی ظاهر د حامد کرزی په څیر یو بی ننګه، بی پښتو، بی پرنسیپه، بی معرفته او بی مسلکه سازشکار وګړی دی چی نه ملی وجدان پیژنی نه ملی هویت. د کاظمی ملعون په مرګ کی چی په بغلان کی ووژل شو، بی مسلکه مصطفی ظاهر وویل :(تا که مصطفی ظاهر زنده است، کاظمی زنده است)

موږ ته هماغه رنګ چی مسعود او ربانی او کاظمی، جهنم ته تللی دی، مصطفی ظاهر هم د مړو په ډله کی حسابیږی.

نور نو د بی ننګه او بی پښتوګۍ محمدزو او بارکزو دوری ختمی دی.

ستر خوشحال بابا د بی ننګه او بی پښتو بارکزو په هکله فرمایی:

تف په ږیره د همه واړه بارکو

لا زما په ږیره هم چی زه بارک یم

په معاصر تاریخ کی د پښتو او پښتونوالی، ستر لارښود محمد ګل بابا لویه توصیه دا وه چی:

(سردار کیږه مه)

وایی یوه ملا ویل چی : د صراط پل د توری نه تیره دی او د ویښته نه نازک.

یوه سړی وویل چی : چی ملا صاحب داسی ووایه چی د سره پری لیار نشته.

د محترم سید محمد اعظم، پیشنهادی لیار د صراط د پل حیثیت لری، پداسی پله باندی ځانله، اجنه او پیریان تیریدی شی او بس.

د سلطنت د سقوط سره نوره د سلطنت په تنور کی ټیکله او ډوډۍ نه پخیږی.

د سلطنت د ژوندی کولو وړاندیز، یوه عاطفی او احساساتی بڼه لری او زما په اند سل په سلو کی یو غیرعملی او ناشونی کار دی.

آن قدح بشکست و آن ساقی نماند.

عینی واقعیتونه څنګه دی: ۲۵ کاله دمخه د طالبی پاڅون په نتیجه کی جهادی شیطانی نظام نسکور او د طالبانو حکومت پنځه کاله په هیواد کی تسلط ترلاسه کړ، ترڅو طالبی نظام هم  د امریکایی جهنمی وسلو د بمباردمان په نتیجه کی   نسکور شو.

طالبانو او د اسلامی امارت جنګیالیو او حامیانو هم په لمړی ځل د نورو تلفاتو او قربانینو په څنګ، لکه د دشت لیلی قتل عام کی چی ۳۰۰۰ طالبی ځوانان د امریکایی بمباردمان د چتر په سیوری کی په کانتینرونو کی وسیزل شول او همدا راز ددی شلو کلونو په موده کی طالبان او د هغوی کورنۍ د« بمونو د مور» نه نیولی تر ټانکونو، زرهدارو او د متحده ایلاتو د ټولو پر مخ تللو وسلو ښکار شول، د خپل دینی ایمان په قوت، ناتو قوتونو ته شکست ورکړ او امریکایی قوتونه د شپی په تیاره کی د بګرام د (بیس) نه وتښتیدل.

تاریخ تکرار شو او جهادی مافیایی او جنایتکار قوتونه، یوځل بیا تاریخی شکست وخوړ.

اسلامی امارت د هیواد په جغرافیه باندی کامل تسلط پیدا کړ.

اسلامی امارت یو مظبوط مرکزی حکومت ټینګ کړ.

اسلامی امارت د یوه یو حزبی حکومت په څیر، ټول مخالفین د دولتی قدرت څخه تصفیه کړل.

اسلامی امارت د وطنی فراعنه مجسمی ړنګی، عکسونه سیری او د شهید ورځ او د عاشوری د ورځی لچکی او د قدرت نمایی تظاهراتو ته یی د پای ټکی کیخود، چی دا په حقیقت کی ایرانی آخوندی نظام ته د شطرنج په اصطلاح یو «کشت» هم وه.

اسلامی امارت د خراسان او هزارستان او فدرالیزم او تجزیه طلبۍ شیطانی او ضد ملی پلانونه په نطفه کی شنډ کړل.

د اسلامی امارت په قدرت کی د (به خراسان خوش آمدید، به هزارستان خوش آمدید، به پنجشیرستان خوش آمدید) د «عوعو» رمباړی د ملی غدارانو او چهار پدره جواسیسو په خولو کی وچی کړی.

دا هغه ناشونی، عظیم او محال کار وه چی نه ظاهر خان کولای شو او نه داوود خان او نه کوم نړیوال قوت.

اوس چی اسلامی امارت، د خپلو قربانیو په نتیجه کی، د داسی یو ستر قوت او قدرت خاوند شوی شو چی  دری لکه دولتی لښکر یی تار او مار کړل، او ټول معاندین او مفسدین او جنایتکاران یی تر تاجکستان، ایران، ترکیی او اروپایی هیوادونو وزغلول، څه مجبوریت لری، چی د مصطفی ظاهر غوندی یوه بی ننګه، د جمعیت او نظار شوری مزدور، خاندانی غړی په سر تاج کیږدی او ناکام پالمانی نظام ته خپل واک وسپاری ؟؟؟؟؟؟

بر سیره پردی د نړۍ لوی قدرتونه لکه روسیه، چین، اروپایی هیوادونه او مخصوصا د امریکی متحده ایالات دی نتیجی رسیدلی دی چی په موجوده شرایطو کی د اسلامی امارت د زعامت د تعویض دپاره کوم بدیل نلری، متحده ایالات نه ځانله چی د اقتصادی تعزیراتو د اعمال نه ډډه کوی (تیره دوره کی اقتصادی تعزیرات وضع شول) بلکه هره میاشت څو سوه ملیونه ډالره د بشری تعاون د نامه لاندی، افغانستان سره مرسته ورکوی.

که متحده ایالات د طالبی نظام د نسکورولو دپاره کوم بدیل ولری، نو متحده ایالات به د یوه استعماری قدرت په څیر د هغی د عملی کولو نه ډډه ونکړی.

په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.