اغلې ډاکتر ایمان سهار د دعوت مېډیا ۲۴ سره په مرکه کې

مرکه کونکې: پتانه ژوند

1,257

د ملالي خورلڼه د ښایسته کندهاره، همت نه بایلونکې پیغله

خوشحال خټک وایي
اولیاء که انبیا دي —- واړه ښځو نه پیدا دي

اغلې سهار:  داسي یو څوک څوک چې پرهرونه د میني په تارونو ګنډي، څوک چې درد په شعرو ټکوروي.

دا ځل ادبي مرکه کې مو د اغلې ډاکتر ایمان سهار سره د زړه خبري راسپړلې او د اغلې سهار په ژوند او هڅو ورسره غږیدلي یو .

دعوت مېډیا ۲۴یې تر تاسو درسوي او تاسو ته یې معرفي کوي.
ترڅو خپل زیارکښه او بریالي ځوانان او پیغلې، خپل حقیقي مشران او ریښتني خدمتګاران وپیژنۍ.
هیله ده تر پایه یې ولولئ.

مرکه کونکې: پتانه”ژوند”

پتانه ژوند : اغلې سهار! لوستونکو ته به په سر کې شاید دا نوې وي چې ایمان سهار به څوک وي’ او دا نوم مو هم ډیر ښایسته ده’ که تاسو مهرباني وکړئ ورته خپل ځان معرفي کړئ چې ایمان سهار چیرته زیږېدلې او زدکړي یې څومره کړې او چیرته اوسیږي ؟
ایمان سهار : زه ایمان یم په کندهار ولایت کي په د ۲۰۰۱ کال د فبروري په ۹مه نېټه زیږیدلې یم او د زدکړو او ژوند تقریباً ټولي مرحلې مي هم دلته په کندهار کي تیري سوي او فعلا هم په کندهار کي اوسیږم.
د مکتب تر فراغت وروسته می قابلګي شروع کړه.
د قابلګي څخه تر فارغه کیدو وروسته مي معالجوي طب شروع کړ او د طب د دورې په جریان کي مي د ژورنالیزم لس میاشتنی کورس هم پای ته ورساوه او په کندهار پوهنتون کي مي د پښتو ادبیاتو پوهنځی هم پیل کړل د ژوند د ځینو ستونزو په وجه مې د ادبیاتو څخه تاجل واخست او فعلاً د طب پوهنځۍ د یولسم سمستر محصله یم.

پتانه ژوند : اغلې داکتر ایمان سهار شعر ته مو څرنګه مخه کړه او ولي مو د شعر لیکلو سره علاقه پیدا شوه؟
ایمان سهار : شعر زما د ماشومتوب څخه ډیر  خوښیدی او ډیره زیاته علاقه مي ورسره وه.
تل مې غوښتل چې لیکنې وکړم او لیکنې مي ډیري اهنګیني او ښکلي اوسي.
د ښوونځۍ په اووم ټولګۍ کې وم چي ما خپل لومړنۍ نثري لیکنه وکړه په کورنۍ او دوستانو کي خاصه توجه ورته ونشوه خو ټولیګوالو مي ډیره تشویق کړم او زما لیکني یې ډیري خوښي کړې د دوی تشویق ماته همت راکړ چي په راتلونکي کي هم باید ادب وپالم ما خپل په ټولو ټولګیوالو کي د ادب شوق پیدا کړ او هره هفته چې به مو د سپورت ساعت درلود پر ځای د دې چي له صنف څخه ووځو او خپل وخت په لوبو تیر کړو موږ به په صنف کي مشاعرې جوړولې.
تر مکتب خلاصیدو وروسته مي مصروفیتونه ډیر زیات سول، د انستیتیوت محصله وم دوه ټایمه د مکتب استادي او په کلینیک کې عملي کار را دغاړي و، نو د یو څه وخت لپاره له ادب څخه لیري سوم.
خو کله چي مي مصروفیتونه کم سول او د ژوند مشکلات مي زیات سول زما دردونو بیا په ما باندی نثري لیکني پیل کړې چي تر اوسه مي لیکني دوام لري.
زما ادبي ذوق زما د زړه پټ زخمونه سپړل او زما د دردونو ترجماني به یې کوله.

پتانه ژوند : ستاسو شاعري مې لږه اندازه لوستې ستاسو د شعر بڼه زیاتره ازاد شعر یا نثري شعر د نوي شعر بڼه ده چې زیات پکښې د احساس نه کار اخیستل شوی نه د وزن قافیې او سیلاب نه، لامل یې څه ده؟
ایمان سهار : بلې زما د شعر بڼه ازاد شعر دی چي پدې قالب کې په ډیري اسانۍ سره د زړه خبري رابرسیره کولای سم او په دې شعري بڼه کي زه ډیر ځان راحت احساسوم.
ډیری وختونه له لیکوالانو او شاعرانو څخه ډیر کلامونه ضایع کیږی چی لامل یې د مصروفیت زیاتوالی او عاجل لیکلو ته نه لاسرسی دی نو پدې وجه ما ازاد شعر انتخاب کړ چي په کم وخت کي لیکل کیږي او په کوچنۍ جمله کي ټول مفهوم بیانیږي۔

پتانه ژوند :  د شعر تر څنګ لیکوالي هم کوئ او که صرف شعر او طبابت؟
ایمان سهار : فعلاً یوازې خپل شعري ذوق پالم او ورسره مي طبابت مخي ته وړم کله کله یو نیمه ژباړه هم کوم او د ګوتو په شمار مې څو کیسې لیکلي دي او د کیسو د کموالی لامل هم د لیکلو لپاره د زیات وخت نه درلودل دي.

پتانه ژوند: اغلې داکترسهار! زیاتره مشران لیکوالان، شاعران زیات وخت ځوانو شاعرانو او لیکوالانو ته توصیه لري چې باید ژر د کتاب چاپولو هڅه ونه کړي د دغه توصې لامل څه کېدای شي. ایا تاسو تر دې مهاله کوم چاپې اثار لرې یا په پام کې لرۍ چې چاپ کړئ؟
ایمان سهار : د ژر کتاب نه چاپولو د توصیې لامل دا دی چي د ادب د پیل په لومړيو وختونو کي د ادب په اړه مطالعه او تجربه کمه وي نو د لومړیو وختونو ادبي اثار د کیفیت له مخي لږه کمرنګه وي چې د وخت په تېریدو، مطالعې او تجربې سره ادبي اثار پوخوالي ته رسیږي او بدیعي اړخ یې قوي کیږي.
نو باید هر لیکوال د  کتاب چاپولو لپاره صبر وکړي تر څو چې د نظم او نثر بدیعي اړخ یې قوي سي بیا باید د کتاب چاپولو پلان ونیسي.
زه تر دې مهاله کوم چاپي اثر نه لرم خو که د الله رضا او د وخت تقاضا وه ان شاالله په راتلونکو کلونو کې به مې ادبي اثار د چاپ بڼه غوره کړي ان شاالله.

پتانه ژوند : اغلې ډاکټر سهار. فکر نه کوم چې شعر ویل دې میراثي وي.  شعر یو الهي ورکړه ده دا یوه ښکاره خبره ده۔ ستاسو څنګه ایا له تاسو  وړاندي یا ستاسو نه بغیر کوم بل څوک مو په کورنۍ کې د شعر ویلو شوق لاره؟
ایمان سهار : بلکل همداسي ده شعر الهي ورکړه ده او پالل یې انساني کمال دی.
په کورنۍ کې مې هم د شعر مینوال سته او اوس یې نوې شاعرۍ ته هم مخه کړې ده .

پتانه ژوند: اغلې سهار شعر او طبابت د یو بل  ډیر لري نه دي. شاعر او ډاکتر د یو بل سره څنګه مخته تلای شی، تاسو څنګه د طبابت تر څنګ شعر ژوندی ساتۍ؟
ایمان سهار: بلې شعر او طبابت سره لري دي او تقربیأ یو د بل بر عکس هم دي، تر یو حده او ډیرو کسانو راته ویلي هم دي چې داکتري او شاعري نه سره کیږي یو یې پریږده.
خو ماته د یوه پرېښودل هم ممکن نه دي ځکه شعر مي د روح سکون دی او طبابت مي بیا د ژوند سکون دی .
په طبابت سره د یو چا ژوند ژغورلای سم او بیا د ادب په مرسته هغه انسان ته د ژوند ښایستونه ورپیژنم او ژوند یې ور لذت بخش کوم .
نو شعر او ادب یو له بل سره ګنډل سوي دي چي د یوه بغیر هم خوشحاله او راحته ژوند ممکن نه دی۔
خو کله کله داسي هم کیږي چي طبابت جرئت غواړي د خلاصو زخمونو ګنډل او ډیر داسي حالتونه چي ژوند او مرګ سره په یوه فیصدي کې وي باید خپل ټول کوښښ وکړو چي د مریضی ژوند وژغورو او کله کله ممکن مریض خپل ژوند له لاسه هم ورکړي دا چي ادبیات د چا عاطفه قوي کوي نو بیا نسو کولای چي په داسي حساسو شرایطو کي خپل اوښکي ټینګي کړو چي دا د طبابت د اصولو خلاف کار دی باید ډاکتر قوي اوسي باید مریض پایوازانو ته قناعت ورکړي خو دا چي د مریض د پایواز څخه مخکي د ډاکتر په سترګو کي اوښکي وي بیا نو سخته ده د مریض قانع کول.
خو یو بله خبره هم ده هغه دا چي په طبابت کي موږ د ډیرو کسانو سره مخ کیږو دا چي موږ په افغانستان کي ژوند کوو نو ټول خلګ یې ډیر دردیدلي او د هر مریض ژوند د کیسه لیکلو لپاره ډیره بهترینه سوژه هم ده .
دا چې د شعر سره لیونۍ مینه لرم نو شعر زما څخه په هیڅ وخت کي هم نه پاتي کیږي او د خپلې علاقي په وجه په هر وخت او هر حالت کي خپل شعر پالم او ادامه ورکوم.

پتانه ژوند : اغلې سهار په یوه پښتني ټولنه کې د نجونو لپاره شعر پالل مشکل کار نه دی
ته چې کله د شعر دنیا ته راغلې د مخالفتونو سره مخ نه شوې درته ستونزمنه نه وه او په دې لار تګ درته څومره ګران وو؟
ایمان سهار: په پښتني ټولنه کي یو سخت کار د شعر پالل دي او زه مې د ذوق او علاقې د پاللو لپاره مجبوره سوم چي په بدل نوم مي خپلو شعرونو ته ادامه ورکړم تر څو د ټولني مخالفتونه زما د شعر خنډ ونه ګرځي او دا چي ما تر اوسه خپل ادبي ذوق پاللی او ادامه مي ورکړې ده یوازي د نوم بدلولو له برکته دوام لري که شاوخوا کسان خبر سي چي دا ادبي فعالت زما دی نو د ډیرو ګواښوونکو عکس العملونو سره یی مخ کیږم چي زما د ژوند او پرمختګ لپاره د سخت خنډ لامل کیږي.
نو ما موقتاً د خپل هویت پټ ساتل قبول کړل تر څو زه مي خپل شعر ته پرمختګ ورکړم او په یو مناسب وخت کي د خپل اصلي نوم او اصلي هویت سره راڅرګنده سم. زما د ادبي پرمختګ لپاره همدا ماته بهترینه لار په نظر راغله۔

پتانه ژوند:  اغلې سهار ‘هغه کوم څه وو’ ستاسو په دومره عمر کې چې درته ډیر ځوریدونکي یا د نه منلو وړ وو یا د نجونو په ژوند کې دي، داسي مشکلات  چې تر ډېره حده یې د نجونو ژوند ګواښلای او د پرمختګ مخ ته یې خنډ ګرځیدلي چې تاسو بیا بیا خواهش لری چې په منځه تلو به یې نجوني یو مثبت لورته وګرځي؟
ایمان سهار : هغه چي ډیرو ځوروونکي او د نه منلو وړ دي زموږ د ټولني نر واکي، ښځو ته په کم نظر کتل او هر څه د نارینه وو په ګټه تمامه ول دي.
که څه هم یوه نجلۍ ډیره هوښیاره اوسي خو بیا هم تر هغې یو ډیر منفي ذهنیت لرونکي هلک غوره  بلل کیږي ځکه چي هغه یو هلک دی نو چي هلک دی هوښیار هم دی او نجلۍ که نابغه هم واوسي بیا هم ناپوهه ده، جاهله ده ځکه چې ښځه ده او دا زموږ د پښتني ټولني د بربادۍ لوی لامل دی .
تر څو چې زموږ د خلکو منفي ذهنیت نه وي اصلاح سوی تر هغو هیڅ یوه نجلۍ په امن کي نه ده د ټولو پرمختګونو په مخ کي یې یو لوی خنډ هم دی.
که چیري دا منفي افکار اصلاح سي نو نجوني به په امن کي وي ستر ویاړونه به تر لاسه کړي.
د دوی استعداد به وغوړیږي او پر مټ به یې زموږ هیواد او نړۍ پرمختګ وکړي.

پتانه ژوند: اغلې سهار که مو اجازه وي او راشم ستاسو په شخصي ژوند اړوند پوښتنو ته.
که راته ووایاست ژوند مو ترکومه حده را رسولای. زیات ځوانان د ژوند د پریکړو واک په خپله ساتل غواړي.
تاسو څنګه د ژوند د پریکړو واک خپله ساتل غواړئ او که کورنۍ ته سپارل غواړۍ او مسولیت سپارۍ یا مو سپارلی. که د واده په اړه مو ووایم واده مو شوی کنه؟

ایمان سهار: زه همیش خپل ټول تصمیمونه خپله نیسم او خپل د ژوند او هرڅه مسولیت زه خپل پر غاړه اخلم نه غواړم چي زما کورنۍ یا بل هیڅوک هم زما د ژوند تصمیمونه ونیسي او نه غواړم چې خپل د ژوند او چارو مسولیت هیچاته هم ورکړم حتا که زما کورنۍ و اوسي هم نه.
زه مي خپل هرڅه بغیر د چا له مرستي په خپل زحمت تر لاسه کوم او له بریا مې ډیر خوند اخلم او زیات سکوم راکوی.
واده مې تر اوسه ندی کړی او لا یې هم پلان نلرم.

پتانه ژوند : اغلې سهار که  راشو او ستاسو نه ستاسو د خوند او ذوق شاعري واورو .
او د یو سمندر د مستو څپو ملګري شو څنګه مو خوښه ده؟
ایمان’ سهار : ولی نه حتمآ:

یوه
ورځ مي
ستړیاوي خرڅوم
او خپل هیلي
رانیسم
۔۔۔۔۔۔۔۔
ستا
په انتظار
خپل
ټول ژوند تیروم
خو
بل چاته
مي
د ژوند
یوه ثانیه هم
نه ورکوم

_____
ناهیلې یم
خو خدای ( ج) ته
هیله هم لرم
د له لاسه ورکولو درد دي
زما زړه خوري
خو د لاسته راوړلو امید دي
زما زړه ته
نوی ژوند ورکوي
یو
نامعلومه ګرداب
او لیونۍ سهار
سره ملګري سوي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
زما
د زړه څړیکي
د عرش
دیوالونه توږي !!!
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

پوهیږې؟؟
زه
هیچاته ارزښت
نه ورکوم
خو
ستا لپاره
مرم
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
موږ
لوی سوو
خو
نه د وخت په تیریدلو
او نه هم د عمر په زیاتیدلو
بلکه
په هغو کیسو او زخمونو
چي تجربه مو کړل
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
باید حساب یې
ولرې
ځکه
په اوس وخت کې
هر څوک
پوښتنه کوي
چې زما لپاره دي
څه کړي !!!!!
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
بېله تا
زه
بې معنا یم
ته زما
تفسیر
او ترجمه
یې
________

پتانه ژوند : اغلې سهار، نړۍ مننه چې وخت مو راکړ او په ورین تندي مو ځوابونه راکړل د زغم نه مو جهان مننه.
په پای کې که د خپلي بریا راز د خپلو همځولو او نورو نجونو د حوصلې نه بایللو لپاره راسره شریک کړئ. خوشحاله به شو؟

ایمان سهار : مننه کوم له تاسو هم نړۍ مننه چي خپل قیمتي او ارزښتناک وخت مو ماته ډالۍ کړ.
ژوند یوه لوبه ده او باید موږ ډیر ښه لوبغاړي اوسو بایلونکي نه.
نو باید تل حوصله ولرو او د ژوند هیڅ مشکل ته هم تسلیم نه سو ځکه چي ټول مشکلات موقتي دي او هر مشکل حتما پای لري نو باید مشکل پای ته ورسوو د مشکل د ختمولو لپاره باید ژوند ختم نکړو.
موږ صرف یو ژوند لرو نو دا ژوند باید په پوره معنا سره وکړو نه دا چي یوازي ژوندي اوسو.
____________
محترمو : لوستونکو اوس در سره  د اغلې داکتر سهار یوه لنډه کیسه هم  شریکوو.

د کیسې عنوان: کانکور

وروسته له څو میاشتو د سفر څخه راستون سو.
ټولو اولادونو یې خوشحالي کوله چي پلار جان مو راځي.
زهرا وروسته له ډیرو میاشتو ځان سینګار کړ.
ښکلي کالي یې واغوستل
د خاوند راتلو ته یې په ډیري خوښۍ او بې صبرۍ سره شیبې شمارلې.
د دروازې د ټکولو ږغ سو.
ټول بې وار او په زیاته تلوسه د دروازې خواته ورغلل.
لوڼو او زامنو یې دواړه لاسونه ښکلول د پلار پر لاسونو د اولادونو رش وو زهرا منتظره وه تر څو ماشومان وار ورکړي چي دا یې خاوند سره ستړې مسې وکړي او په سترګو کي د مسافرو او دردناکو شپو ګیلې ورته بیان کړي.
دسترخوان اماده سو.
ټول یو ځای او وروسته له ډیره وخته د پلار جان سره پر یوه دسترخوان وه. پلار وویل:
یو ښه زیری لرم!
ټولو په خوښۍ او تلوسې سره ورته کتل تر څو پلار خپل زیری واوروي.
پلار وویل: شکر الحمدالله وږمه جانه لور مي نوره غټه ده او باید نور خپل کور جوړ کړي.
وږمې وویل: باباجانه زما خو همدا کور خپل کور دی او شکر ټول کارونه او درسونه می هم ډیر ښه مخته ځی او سږکال د کانکور امتحان هم ورکوم او د خپلي خوښي پوهنځۍ هم وایم لخیره.
پلار وویل: نه لوري دا کور ستا کور نه دی ته اوس په دې کور کي صرف د څو شپو میلمنه یې ستا شیریني مي د جانداد زوی ته ورکړې ته نور د هغو د کور ښځه یې.
د وږمې سترګي له اوښکو ډکي سوې ستونی یې را ډک سو او په ژړا کي يې وویل باباجانه هغه خو بیسواد دی حتا الف او ب یې لا هم ندي زده او بله خبر دا چي زما دا وروستنۍ ازمویني دي د مکتب څخه فارغیږم او پوهنتون وایم.
پلار وویل:  وږمې د نجلۍ اصلي کور د خاوند کور دی زما همدومره وس وو چی مکتب مي درباندي ووایه نور به ستا د راتلونکي فیصله ستا د خاوند کورنۍ کوي که د هغو خوښه وه پوهنتون ووایه کنه نو هیڅ یې مه وایه پوهنتون تاته په هیڅ ښه نه درځي صرف وخت دي در بربادوي او د ژوند له خوندونو دې بې برخي کوي، که ته پوهنتون ووایې نو بیا دي د کور کارونه نسې سمبالولای.
وږمه چي سختي ناهیلۍ یې پر زړه سخت درد راوستی وو
ویې ویل: ماته زما هیلي تر هرڅه مهمي دي بابا جانه چې ته ما خپل هیلو ته ونه رسوې نو خسرګنۍ به مې څنګه هیلي پوره کړي؟
زما ستره هیله ډاکتره کیدل وه خو باباجانه تا صرف یو ځل هم زما څخه پوښتنه ونه کړه.
خو صرف دا پوښتنه به دې کړې وای چي لوري زه تا ورکوم ستا خوښه ده که یا.
د پلار سترګي له غوصې سرې واوښتې ویې ویل ښه دا مکتب ته دومره خرابه کړې چې ته اوس زما سره جوابونه وایې ته څوک یې چي ما ستا سره مشوره کړې وای ته ښځه یې ناقص العقله یې ستا د ژوند ټول اختیارات یوازي زه لرم که زه تا ووژنم هم ماته قانون خدای او قران څه نسي ویلای که دې هر چاته ورکوم هم هیڅ نسي ویلای .
بس نور خبر خلاصه ده ما ته د جانداد زوی ته ورکړې یې او د هغو د کور ښځه یې .
وږمې وویل: باباجانه زه که ناقص العقله یم زما د مور سره خو به دې مشوره کړې وای پلار پر دسترخوان پروت غاب راواخیست او پر وږمې یې وار کړ د وږمې سر مات سو او پر مخ یې وینو لاري جوړي کړې او خپلي بې وسۍ او مړې شویو هیلو ته یې په چیغو چیغو وژړل.
سهار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.