د سپتمبر دریمه
سھار چای مو وڅکلې، بیا مو پخپلو کې له ریس الوزرا سرہ د مجلس په اړہ خبرې وکړې.
د ماسپښین دوہ بجې، استاد ترہ کی، عبد الھادي دولتزی، حدید الله ذاکري او زہ (پیرزادہ) ارگ ته روان شو.
ذاکري صیب دولتي مامور او زموږ د سولې او انسجام مشورتي بورډ تر ټولو فعال غړی دی،
نو ځکه زموږ سرہپه مجالسو کې د بورډ د غړي په توگه اشتراک کوي.
یاد بورډ په غرب کې تکړہ علمي کادرونه لري چې له ډیرو کلونو را ھیسې یې
د سولې ټیکاو او اشغال پهمخالفت کې د خپلې وسې، امکاناتو او استعداد مطابق
د ااا څخه ملاتړ کړی، مشورې یې ورکړي، لیکنې یېورته کړي،
راډیو وي او تلویزوني مرکې یې کړي، په کنفرانسونو او جلسو کې یې برخې اخیستي،
د فرھنگي مبارزې او رسنیزې جگړې سنگر یې تود ساتلی…..
ذاکري به تل زموږ د ټولو فعالیتونو اھتمام، انتظام او انسجام په احسنه طریقه کاوہ!
ھر ملگري ته به یې ځانرساوہ، خو له کله نه چې ھغه په رسمي دندہ بوخت شوی،
زموږ ټولو پر یوہ پلیټ فارم د را غونډولو ستونزمن کارھم پیکه شوی!
ارگ ته پر رسیدو مو موټر پارک کړ، ذاکري کیڼې خواته یوہ عمارت ته پر اشارہ
راته وویل: دا مسجد پیژنې؟
ما ځواب ورکړ: نه.
راته کړل یې: دا ھغه مسجد دی چې صالح پکې ټوپ وھلی و!
زما د سترگو پر وړاندې ھماغه حالت د یوہ فلم پڅیر تیر شو چې یو څو مرمۍ ھلته
د ارگ پر شا او خوا کې وموښتې او دلته په مسجد کې د جمھوریت زمریانو ته
ځمکې ځای نه ورکاوہ.
په شاته صفونو کې ځینو لوړ پوړیو چارواکو او جنرالانو لمونځ په نیمه کې پرې ایښی وو،
د تیښتې تکل یې کاوہخو نه پوھیدل پر کومه خوا یا چار یار کړي؟!
په مخکې صف کې د محب اودس ھم مات و
( که یې درلود! )، خو د صالح حالت ھغې بیزو ته ورته و چې پخوا به شادي بازانو
زموږ کلیو ته د گډولو لپارہراوستلې.
بیزو ته به یې چې لښته وښودہ، ھغې به ټوپ کړ. موږ تماشاچیان به د بیزو
ملاقونو او ټوپونو ته خندل او دا به مود ھغې کمال باله، خو ھغې بیچارہ به د
شادیوان د لښتې له ویرې ټوپونه وھل.
په ھوا کې د ھرې غټې مرمۍ تیریدل او بیا یې د ارگ په شاوخوا کې
د لگیدو آواز ښاغلي صالح ته داسې و لکه ھماغې بیزو ته د شادیوان لښته!!
موږ د ریس الوزرا دفتر ته رسیدلي وو، د دفتر مسؤلینو یې د میلمنو په خونه کې
کینولو او د انتظار یې راته وویل. لږہ شیبه پس یو ځوان راغی، د ملا صیب
دفتر ته یې بدرگه کړو!
ملا صیب موږ ھر یوہ سرہ په غیږ روغبړ کاوہ او ستړې مه شي یې راته ویل.
زہ د استاد شاته وم، ھغه یې ډیر وخت په غیږ کې نیولی وو. د روغبړ پر
مھال یې په خندا ورته وویل:
استادہ! زہ ستا لیکنې گورم، مرکې دې تعقیبوم خو ابله ورځنۍ مرکه کې دې
پر موږ نیوکې کړې وې. ښایيځینې یې سمې وي خو ټولې نه!
ما سرہ یې په روغبړ کې ھم زما د شعرونو او لیکنو ستاینه وکړہ!
زہ ھک حیران شوم! ملا صیب ډیر غلی او آرام ښکاري، په مطبوعاتو کې
ھم ډیر نه را ښکارہ کیږي.
سړی فکر کوي ښایي د ډیرو خبرو شوقي نه وي او یا ښایي ډیر مالومات و نه لري،
خو چې کله سړی ورسرہ مخشي نو پوھیږي چې ھغه پر حالاتو مکمل کنترول لري.
د خپلې ادارې له ټولو سترو او وړو مسائلو ځان باخبرہساتي!
له خپلو خلکو سرہ د ریس الوزرا د مجلس ځای د یوہ عام افغان له میلمستون
سرہ ډیر توپیر نه لري.
د ملاقات خونه پر عادي قالینو فرش او یو څو توشکې پکې پرتې وې.
ھغه پر یوہ تخت نُما کټ کېناست.
په خونه کې دوہ د لرگي سادہ چوکۍ پرتې وې، استاد او زہ پر ھماغو چوکیو
ریس صیب ته مخامخ کیناستو اوزموږ نور ملگري لاندې پر توشکونو!
د استاد د خبرو نچوړ:
د اسلامي اما رت پر راتگ، ټول مفسدین، ملي خاینین، او جنایتکاران بھرنیو
ھیوادونو ته وتښتیدل. ھغوی دبھرنیو استخباراتو په مرسته اوسني حکومت ته ستونزې جوړوي.
بھرنیان د طا لبا نو اا څخه په ویرہ کې دي.
د ھغوی تشویش دوہ ستر لاملونه لري:
که د اسلامي اما رت پښې ټینگې او پیاوړې شي، ښایي د نورو اسلامي ھیوادونو
سخت دریځو ډلو لپارہامتثال وگرځي او ھغه ډلې د ااا څخه پر الھام اخیستنې د
خپلو موجودہ حکومتونو پر وړاندې په بغاوت لاسپورې کړي چې دا کار به په ھغو
ھیوادونو کې د غرب گټې له گواښ سرہ مخ کړي.
۲- په اسلامي نړۍ کې د سیاسي سټیج پر سر د سخت دریځو راتگ، ټول شمولو ارزښتونو
ته چې په نړیوالو کنوانسینونو کې مسجَل شوي، ( بشري حقوق، د ښځو حقوق، د جینکو
د تعلیم حق، دیموکراسي…..) گواښ پیښوي.
له دې امله، بھرنیان تشویش لري مبادا د ااا د ھغوی لپارہ په راتلونکې کې پر یوہ
سرخوږي او یا ان جديگواښ بدل شي.
اما رت باید د افغاني ټولنې او نړیوالو واقعیتونو په پام کې نیولو سرہ د دولت د ټینگښت
په فکر کې شي، یواځېد جگړې گټل ټوله بریا نه دہ!
د نړۍ سرہ د سوچه اسلام تر پلمې لاندې تقابل، ( د اسلامي ھیوادونو په شمول )
اما رت لا نور ډیر د انزوا پرلوري بیایي!
که اما رت د یوې بریالۍ ادارې په جوړولو کې پاته راشي، نو ضرر به یې تر ھر چا ډیر
افغان ولس ته رسیږي.
اما رت باید ھڅه وکړي د تښتیدلیو مفسدینو اړیکې له غرب سرہ وشلوي او ھغه داسې
چې د بھرنیانو ھغهمشروع غوښتنې ومني چې د افغان ولس غوښتنې ھم دي، لکه
د جینکیو د ښوونځیو پرانستل او نورې.
که اما رت داسې وکړي نو له یوې خوا به د غرب تشویش یو څه رفع شوی وي،
رسمیت پیژندنې ته به زمینه برابرہشوې وي او له بلې خوا به مو د مفسدینو اړیکې
ھم له بھر نړۍ سرہ پیکه کړې وي.
بله مھمه مسئله چې باید یادونه یې وکړم، ھغه ولس له ځان سرہ په ملي مسائلو کې
شریکول او د ھغوی اعتمادحاصلول دي،.
په دې برخه کې لومړی باید د اساسي قانون پر محور یو منل شوی نظام جوړ شي،
لویه جرگه دایرہ شي او داساسي قانون د حکم پر بنسټ انتخابات تر سرہ شي.
د نوي اساسي قانون په انفاذ کې اوسنی چارسمبالی حکومت ځای نوي اصولي
حکومت ته پریږدي.
د نوي حکومت په اډانه کې طالبان امنیت، قضا او استخبارات له ځان سرہ ساتي او
د دولت نور سکتورونه مسلکي کسانو ته ورکوي.
د عمومي عفوې پر فرمان ھم باید له سرہ کتنه وشي؛ د سترو جنایتکارانو، مفسدینو
او وطن پلورونکیو له یوېمخې عفوہ کول ښایي نه د عدالت غوښتنه وي او نه ھم
د ملت او ھیواد په خیر وي.
ھغوی چې وطن یې لوټلی، اشغالگرو سرہ یې دلته په راتگ کې مرسته کړې،
ستر جنایتونه یې تر سرہ کړي،لاسونه یې د بې گناہ ھیوادوالو پر وینو ککړ دي،
څرنگ پر یوہ فرمان له یوې مخې معاف کیدای شي؟!
زہ دا نه وایم ټولو ته دې سزا ورکړل شي، بلکې وایم د ھمدې خاینینو سترې
او مشھورې څیرې دې د محاکمېمیز ته را کش کړل شي تر څو عدالت تامین شي،
د ولس پر زخمونو پټۍ کیښودل شي، د نورو لپارہ د عبرت درسشي چې په ایندہ کې
بیا بل څوک د خپلې خاورې خرڅولو او له بھرنیانو سرہ د وطن په لوټلو کې
د جوال دخولې نیولو جرئت ونکړي!
غرب تر اوسه د دویمې نړیوالې جگړې مجرمین نه دي بښلي، چرته یې چې پیدا کړي،
د عدالت منگولو ته یېسپاري، سرہ له دې چې د ھغوی ډیری تر ۸۰ کلونو ډیر عمرونه لري!
خو اوسنی حکومت دا کار ھله کولای شي چې ځان پر نړۍ په رسمیت وپیژني،
تر څو له دیپلوماتیکو لیارومفسدین او د بشري جنایت مرتکبین له ھیوادہ بھر
ھم تر عدلي تعقیب لاندې و نیولای شي!
په نورہ نړۍ کې د ھیوادونو او گوندونو بیرغونه سرہ توپیر لري. کوم گوند چې د
قدرت واگي په لاس کې واخلي،د ھیواد ملي بیرغ تر پوښښ لاندې خپلې چارې سرته رسوي.
گوندي بیرغ په خصوصي غونډو کې استعمالوي،
خو تاسې داسې ونکړل، بلکې د ملي بیرغ ځای مو ، چې ډیر مینه وال یې لرل،
د امارت بیرغ ته ورکړ!
طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سرہ ژمنه کړې وہ چې اسلامي اما رت نه بلکې
اسلامي حکومت به جوړوي،د دوحې په موافقه لیک کې ھم د نوي اسلامي حکومت ذکر
شوی، خو تاسې د توقع خلاف اسلامي امارت جوړ کړ. دې کار ھم د دواړو لوریو تر
منځ د نه باور فضا برابرہ کړہ.
طالبانو زموږ ټول ولس ته ستر ویاړ وبښه.
که د اسلامي اما رت ایثار، قربانۍ او سرښندنې نه وای، نن به موږ پخپل آزاد ھیواد کې
نه وو ناست، نن به مواستقلال نه لرلای خو د استقلال گټل یوہ خبرہ دہ او ساتل یې بیا
ډیرہ سیاسي پوھه غواړي!
زما وړاندیزونه او مشورې د ملت او اما رت د ښیرازۍ او بھترۍ لپارہ دي!
ھیله من یم طالب مشران به د استقلال د ساتلو لپارہ د خپلو خواخوږیو او ولس
اواز واوري او پر نیکو مشورو بهیې عمل وکړي!
ریس الوزرا
لومړی خو تاسې ته ستړې مه شي وایم! الله مو ھر کله راوله. زہ مو خبرې تائیدوم
او ستاسې مشورو او وړاندیزونو ته ھم ھرکلی وایم!
مشاھدہ او خبر ډیر وخت سرہ توپیر لري. ھغه څه چې خلک له افغانستان
څخه بھر اوري، ټول واقعیت نه وي.
موږ د نړیوال کلي یو وړوکی کور یو، ځکه نو له نړۍ سرہ مو ښې اړیکې حتمي دي.
موږ نه غواړو له نړیوال کاروان څخه جلا شو، خو زموږ سرہ نړۍ ھغه شان تعامل
نه کوي چې له نورې نړۍ سرہیې کوي!
موږ د خپل کور حالات تر بل ھر چا ښه درک کولای شو.
د یوہ قانوني او مشروع حکومت ټول اساسي او اصولي شرایط مو پورہ کړي.
قانون حاکم دی، د ځمکې ھغه برخه ( افغانستان ) مو تر تسلط لاندې دہ چې
موږ پرې د حُکم چلولو ادعا کوو. ولسي ملاتړ له ځان سرہ لرو او خپل ولس ته
د خدماتو په عرضه کولو کې تر بلې ھرې ادارې مو کارونه ډیرسریع، مؤثر او شفاف دي!
زہ پوښتنه کوم: مخکینی ادارې کوم ولسي ملاتړ درلود چې نړیوالو پر رسمیت پیژندلې وہ؟
آیا پخپله د انتخاباتو نړیوالو پیئلیو او نا پیئلیو سازمانونو په تیرو شلو کلنو کې تر
سرہ شوي انتخابات ھر ځلتقلبي او له درغلیو ډک نه دي بللي؟
آیا ھر ځل به تر سرہ شوي انتخابات تر تیر ځل ډیر فضیح، شرمیدلي او خود ساخته نه و؟
آیا د انتخاباتو پایلې مو د افغانستان په تاریخ کې
ھم مھاله د دوہ ولسمشرانو د لوړې شرمناک مراسم نه وو؟
آیا له بُن څخه د بي ۵۲ په وزرونو کې راوړل شوې ادارې خپل
مشروعیت د انتخاباتو له لیارې اخیستی و؟
غرب چې داسې یوہ لاسپوڅې ادارہ په رسمیت پیژني او مشروع یې بولي نو سړی د ھغوی
لخوا زموږ سرہ دمور او میرې دا غیر منطقي او غیر قانوني سلوک ته داسې حیران شي
چې ان د رسمیت پیژندنې پر نړیوالواصولو او نورمونو ھم خپل باور له لاسه ورکړي!
پښتانه متل کوي: ورانول آسان او ودانول گران دي.
موږ د ودانولو گران کار ته مټې بډ وھلي. امار ت په تیر یو کال کې د ټولو اقتصادي
بندیزونو، پیسو کنگل کیدلو، دتور لیست له امله د سفرونو پر محدودیتونو او نورو خنډونو
باوجود پخپلو کمو امکاناتو ډیر کار کړی، سترې لاستهراوړنې مو لرلي دي.
که د افغانستان معضلې ته لږ په ژور نظر وگورو، و به وینو چې ستونزہ په موږ کې
نه بلکې په غربیانو کې دہ.
موږ له ھر چا سرہ د شرعي اصولو او خپلو ملي گټو په رڼا کې سیاسي، اقتصادي
او تجارتي اړیکو ته حاضریو.
خو که غربي نړۍ او یا نور ھیوادونه له اما رت څخه ھم د تیرې گوډاگۍ ادارې پڅیر
د بادار او غلام، یا آمر اومادون پڅیر اطاعت غواړي نو دا کار ممکن نه دی!
موږ خپلې ملي گټې د نورو په گټو پسې نه شو تړلی، بلکې غواړو په سیمه کې
د نورو مشروع گټې د خپلو مليگټو په رڼا کې تأمین کړو!
غربیانو شل کاله زموږ وطن وران کړ، مالي، ځاني او فکري خسارات یې را واړول.
موږ کولای شول په ورته عمللاس پورې کړو.
موږ دا قدرت او توانایي لرله چې په غرب کې ورانۍ وکړو خو زموږ پالیسي
نه ھغه وخت دا ایجابوله او نه اوس!
ما د اما رت په تیرہ دورہ کې اسامه بن لادن احضار کړ، اخطار مې ورکړ چې په
افغانستان کې به د یوہ میلمهمھاجر په توگه ژوند کوي. وطن مو ډیر ځوریدلی، ستونزې
به نه راته جوړوي او له افغانستان څخه به ھیڅ رنگسیاسي یا نظامي فعالیت نه کوي!
په دوحه کې مو ھم امریکایانو ته دا اطمینان ورکړې و، موږ د ھیچا پخلاف د خپلې
خاورې د کارونې اجازہ نهورکوو. اوس ھم دا اطمینان ورکوو.
خو غرب لا ھم زموږ استقلال ننگوي، ستونزې راته پیدا کوي، په کارونو کې
مو بیځایه تشبث او مداخلې کوي!
پر موږ د پاکستاني طالبانو د ملاتړ تور لگوي خو د ډرون ھغه حملې نه ویني چې
د پاکستان له خاورې پر موږ کیږي !
موږ د زور پر منطق باور نه لرو، ھڅه کوو د ټولې نړۍ سرہ مو اړیکې
د متقابل احترام پر بنسټ، د دوہ اړخیزوگټو په اډانه کې تنظیم کړو، او ھمدا ھیله
او توقع له نورو ھیوادونو څخه ھم لرو!
*****************
د ریس صیب په خبرو کې عجیب کیف او اثر پروت و. د ھغه ژبه سلیسه
او روانه وہ خو له جملو څخه یې د سیاسي تعمق سربیرہ د تقوا او سپیڅلتیا
خوشبویي ھم راتله!
زما پنځه نکتې:
د ریس الوزرا څخه وروسته زما د خبرو نمبر راغی. ھغه ماته وویل: ته دې ھرہ
پوښتنه/وړاندیز وایه! زہ به یې ځوابوم او ھمداسې به مخکې ځو!
ما د بسم الله پر ویلو ورته وویل:
۱- په تیر شل کلن جھاد کې د جگړې ثقل زموږ پښتون میشتې سیمې وي, که په مقایسوي ډول
یې ووایو ښایي د بامیان، پنجشیر او نورو اقلیت میشتو ولایاتو پر فضا ھومرہ مرغۍ نه وي
تیرې شوې لکه څومرہ د ډرون بنگنې چې د لوی کندھار، لوی ننگرھار،
لویې پکتیا پر فضا پروازونه کړي!
که له انصافه تیر نشو، ھمدا د پښتون میشتو سیمو مقاومت، سرښندنې او
قربانۍ وې چې اشغال یې مات کړ!
اوس د اما رت دندہ او د عدالت غوښتنه دہ چې د یادو سیمو بې کورہ شویو اوسیدونکیو،
د شھیدانو، معلولینو، طالب مجاھدینو او بې بضاعته کورنیو ته د ھغوی د دې سترو قربانیو
د پاداش په توگه د ھیواد په شمال کې ځمکې او کورونه ورکړي. دا کار به دوہ گټې ولري:
الف: په شمال کې د پښتنو گڼ شمیر موجودیت به په آیندہ کې د ھیواد احتمالي تجزیې
د خطر کچه نورہ ھم ټیټه کړي، ھمداراز به په راتلونکې کې د شمال څخه
د کوم ستر حمله آور د مخنیوي چارہ ھم شوې وي.
ب: د جگړہ ځپلیو خلکو پر زخمونو به مو مرھم پټۍ لگولې وي.
ریس صیب:
موږ د دې کار لپارہ له مخکې څخه په یوہ پلان کار کوو. ما د اقتصادي معاونیت،
مھاجرینو وزارت او نورواړوندہ ادارو مسؤلینو ته دندہ سپارلې چې د ھمدې پلان
د عملي کولو لارې، چارې وسنجوي.
۲- موږ په تیرو څلورو لسیزو کې دوہ ستر قدرتونه مات کړل خو د یوہ جھاد کارنامې
مو ھم د خپلو راتلونکیونسلونو لپارہ لکه څرنگ چې پکار وہ، ثبت او خوندي نه کړې.
زموږ له خپل تاریخ څخه ناخبري د دې لامل گرځیدلی چې نور راته تقلبي اتلان جوړ کړي.
دا ډیر لوی کار یواځې ستاسې په پاملرنه غواړي ځکه عملي کول یې پر خورا کمو
مصارفو کیدای شي!
ریس صیب:
ښه وړاندیز دی، د کلتور او فرھنگ وزارت د جھادي توکو او په جگړہ کې د کارول شویو مختلفو
وسلو او ابزارو میوزیم او نندارتون د جوړولو پر کار بوخت دی!
موږ ھڅه کوو د ولس رښتیني اتلان د ولس په زړہ کې ژوندي وساتو.
۳- د جینکو پر تعلیم بندیز یوہ بله سترہ غمیزہ دہ چې د جگړې پڅیر یې تر ټولو زیات
پښتون میشتې سیمې ځپلي. د ھیواد په شمالي او مرکزي سیمو کې چرته چې نور میلیتونه
آباد دي، ټولې ښوونځۍ د زدہ کوونکیو پرمخ پرانستې دي.
د دې حالت تداوم به په حقیقت کې ھغو خلکو ته د سزا ورکولو په مانا وي
چې په تیرو شلو کلونو کې یې د اما رت پښې ټینگې کړې وې!
او که د علامه اقبال پر قول یې ووایم:
تقدیر کے قاضی کا یہ فتویٰ ہے ازل سے
ہے جرم ضعیفی کی سزا مرگ مفاجات!
( دا شعر ھلته نه و ویل شوی، بلکې مفھوم یې ویل شوی و )
ریس صیب:
موږ د تعلیم او تحصیل مخالف نه یو بلکې په دې باور یو چې د تعلیم حاصلول
د ھر انسان، نر او ښځې بنیادي حق دی او دا حق ورته تر بل ھر چا مخکې اسلام ورکړی.
موږ کوښښ کوو د شرعي اصولو په رڼا کې د جینکیوتعلیم ته زمینه برابرہ کړو.
۴- زموږ د ډیرو ستونزو حل د اساسي قانون په تدوین او تنفیذ پورې تړلی، نو لازمي دہ
چې د اساسي قانون دتسوید لپارہ د یوہ داسې ځانگړي کمیسون پر جوړولو کار وشي
چې د علمای کرامو تر څنگ قانون پوھان او د ھمدې مسلک متخصصین پکې برخه ولري.
ریس صیب:
زہ له تاسې سرہ موافق یم، موږ عدلیې وزارت ته د ھمداسې یوہ کمیسون جوړولو حکم کړی
چې ډیر ژر به پخپلکار پیل وکړي.
۵- د اما رت تر راتگ پس زموږ ډیر ستر علمای کرام د نامالومو وسله والو لخوا پر شھادت ورسیدل.
د مولاناانصاري، متوکل او مولانا رحیم الله حقاني پڅیر علمای کرام داسې سترې ضایعې دي
چې جبران یې ښایي ھیڅکله ونشي!
پښتانه وایي: سل دې و مرہ خو د سلو سر دې مه مرہ!
دا حقاني علمای کرام د سلو نه بلکې د لکونو سرونه ول.
آیا زموږ د پاته جیدو علماو خوندي ساتل د حکومت دندہ نه دہ؟
او که وي حکومت په دې اړہ کوم اقدامات کړي؟
ریس صیب:
علمای کرام زموږ د ټولنې سر او سترگې دي.
د حکومت دندہ نه یواځې د ھغوی ساتنه او حفاظت دی بلکې مکلفیت لري
چې د خپل ټول رعیت ساتنه وکړي.
ما د جیدو علمای کرامو د حفاظت لپارہ ذیربطه ادارو ته خصوصي احکامات جاري کړي.
الله عزوجل دې زموږ د ټول ولس حافظ او ناصر شي!
********************
موږ له ریس الوزرا سرہ کافي اوږد او مفید مجلس وکړ او بیا مو ترې د تگ اجازہ واخیسته.
بیرون د خپل موټر پر خوا روان شو. ذاکري صیب ویل: د موټرو پارکینگ
د صالح تر ټوپ مخکې ډیر شاته و، خواما رت له ھغه ځایه چمن جوړ،
اوس نو د چارواکیو موټر په دې واړہ پارکینگ کې ودریږي چې ډیری
وخت پکې ځای پیدا کول یو څه ستونزمن وي.
ما وویل: د دې مسجد ملا امام د لغمان د فراشغان یو قاري صیب و.
نه پوھیږم. ھغه اوس ھم پخپل ځای دی، کهنه؟
د ریس صیب د دفتر یو مسؤل چې موږ یې تر موټر پورې بدرگه کولو، ځواب راکړ:
نه، ھغه د صالح تر ټوپ پورہ یو کال مخکې له دندې گوښه شوی و!
موږ نور موټر ته وختلو او د خپل استوگنځي پر لور روان شو.
استاد وویل:
په ارگ کې کافي تغیرات راغلي.
زہ ډیر کلونه پخوا ارگ ته راغلی وم خو اوس بالکل بل رنگ ښکاري.
ما فوراً وپوښته: تیر ځل ارگ ته راتگ مو د صالح
له ټوپ څخه مخکې و که وروسته؟!!
د عالي تحصیلاتو له وزیر سرہ ملاقات؛
دا لړۍ ادامه لري….
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.