په افغانستان کې د ښځینه لوړو زده کړو د بندولو په اړه د مېرمن کلتوري-ټولنیز بهیر اعلامیه

523
په افغانستان کې د ښځینه لوړو زده کړو د بندولو په اړه د مېرمن کلتوري-ټولنیز بهیر اعلامیه!
تعلیم د هر انسان طبیعي او انساني حق دی!
انسان د ژوند معنا د خپل ځان، چاپیریال او خپل خدای
پیژندل دي او د همدې موخې لپاره انسان ته دا وړتیا ورکول شوې چې په دایمي توګه زده کړه وکړي او دا بهیر له زوکړې پیل بیا تر مرګه پورې روان وي.
له بده مرغه چې په افغاني ټولنه کې کرغیړنو سیاستونو او نړیوالو لوبو په نتیجه کې کلونه کلونه کېږي چې دا طبیعي پروسه له ځنډ سره مخ شوې او وخت په وخت ټکنۍ شوې ده.
افغان ولس چې لسېزو جګړو یې د ژوند هره برخه له ویجاړۍ سره مخ کړې د خپلې ټولنې د ژغورلو لپاره یوازینۍ لاره( د نارینه او ښځینه)زده کړې او د ټولنې په بیا رغولو کې په بشپړه ټوګه ونډه اخیستل دي چې دا چاره له زده کړو او تعلیم پرته ناشونې ده.
د افغانستان اوسني واکمنان چې د افغانستان تاریخ، خلکو او ټولنې ته هیڅ ډول ژمنتیا او احترام نه لري په دې ډول خپل سره پریکړو سره یې د خلکو ژوند له لویو ګواښونو سره مخ کړی او ټولنه د نابودۍ په لور بیایي.
مېرمن کلتوري-ټولنیز بهېر چې د افغاني ټولنې په تېره بیا د مېرمنو د کلتوري ودې او ټولنیز پرمختګ په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې یې پراخې هلې ځلې کړې د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو غږ کوي چې د ټولنې دې تاریخي مرحلې د مسوولینو په توګه خپل مسوولیت ته په پام سره ژر تر ژر د ښوونځیو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیزي، ځان او وطن د تاریخ له شرمه بچ کړي او افغانان په تېره بیا افغان ښځې دې نور د جهالت او تیاره راتلونکي له بدو پایلو څخه خلاصې کړي
همدارنګه افغان میرمنو ته ډاډ ورکوي چې د تاریخ په تیاره دور کې د دوی تر څنګ ولاړې دي او په ګډه به هڅه کوي چې له دې بې عدالتۍ څخه د ژغورلو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
د میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر دارالانشأ

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.