موږ بې ګناه یو

لیکونکې: ګلثوم احمدي - ژباړه: هیله تبسم

466
یوه نه هېرېدونکې ورځ وه، زړه مې د یوې بدې پېښې شاهدي ورکوله. کتاب او قلم مې لاس او د ډېرو هیلو سره ګډه ښوونځي ته روانه شوم، له خپلې مور سره مې خدای پاماني وکړه، هغې په مسکا راته وویل چې لورې په ځان دې پام کوه، بغیر له دې چې خبرې ته یې پام وکړم د کور له دروازې ووتم، نه پوهېږم ولې په هغې ورځې حتا پښو مې هم ملتیا نه راسره کوله چې ښوونځي ته لاړه شم.
وروسته له یو څو دقیقو پلی تګ چې نسبتاً ښوونځی مې تر سترګو شو چې یو لوړ او دروند غږ چې د چاودنې غږ ؤ او یوه تور لړه جګه شوه، پښې مې بې حرکته شوې او د زړه درزا مې زیاته شوه. پوهېدم چې د علم او پوهې دښمنانو په سلګونه بې ګناه نجونې او هلکان شهیدان کړل، دا چې پښې او لاسونه مې بې حرکته ول خو بیا هم د خپلو ټولګیوالو غم او تشویش راسره پیدا شو چې ګواکې کوم زیان نه وي ورته رسېدلی، په ټول قوت په پښو ودرېدمه او په زړه کې مې دعا کوله چې خدای دې وکړي چاته زیان نه وي رسېدلی او ټول روغ رمټ وي. خو بدبختانه څه ډول چې مې غوښتل هماغسې نه وو! ټوله سیمه په وینو لته پته وه، د علم او پوهې د سپېڅلې لارې د شهیدانو وینه، ماتو شیشو سړک د خنجر په څېر پوښلی ؤ، هر ځای آه او فریاد اورېدل کېدل،یوه تنه له سره بېله وه او یو تن له سره، هې خدایه مګر عدالت دا دی؟ یوې مور د هغو پاکو شهیدانو منځ کې د خپل بې ساه زوی جسد پیدا کړ، د زړه له درده یې تر حده زیاتې چغې او نارې وکړې او د خپل زوی سر یې په خپلو زنګون کېښود؛ چغې یې وهلې هی زما زویه! هی زما زویه! هر ځای وحشت خپور وو!
ښه زموږ د افغانانو ژوند دا ډول دی چې د هېواد د ابادۍ له پاره پوهه او علم ترلاسه کوو، په یوه چاودنه له دې نړۍ د تل لپاره لاړې/لاړ شو او هېڅوک زموږ چغې او فریاد نه اوري.
خو بیا هم منتظر یو تر څو دا چغې او نارې د اسمان اوج ته ورسي. که د علم د سپېڅلې لارې دښمنان زموږ د تعلیم د مخنیوي لپاره له هرې لارې کار واخلي، خو بیا هم موږ له تعلیم څخه نه لاس په سر کېږو.
هو زندګي ښکلې ده، هغه ستا پورې اړه لري چې څه ډول زندګي کوې، تراوسه پورې چې زنده ګي کومه مانا نه درته درلودله، اوس داسې یو څوک جوړه/جوړ شه او ټوله هڅه وکړه تر څو ژوند درته مانا پیدا کړي. زندګي یانې په هره ساه کې صداقت، کله ښه کله بد، زندګي یانې د صبر او زغم رېښه.
له ځان سره وعده کوم چې د دې ټولو کړکېچونو او ډار تر منځ بیا هم وطنه تا یوه ورځ حتماً آبادوم، حتا که پوهه مې د دې هېواد له کتابونو دا وي:
په ریاضي کې مې زده کړل چې څومره وژل شوي او څومره زخمي، جغرافیې راته وښودل چې زموږ نفوس څومره کم شوی او په هره ساحه کې څو د وینو کانالونه جاري دي. بیولوژي وویل چې له وینې ورکولو پرته درس ناممکن دی. او زموږ د تاریخ مضمون د دې څرګندوونکی دی چې څه ډول او چېرته د چا په واسطه خرڅ شوي یو او زموږ د ځوانانو نومونه د شهید په نوم ثبت کړي، زموږ د دري مضمون د شعر په ژبه کوم دردونه چې مو ګاللي هغه وړاندې کړي.
یادونه: دا لیکنه د هغو وحشتونو په اړه لیکل شوې؛ کوم چې اوسني حاکم نظام د کافر په نامه په ښوونیزو مرکزونو بریدونه کول او بې ګناه وګړي یې قتلول.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.