د پمپو ناپړيتې

547

د پمپو ناپړيتې 

لعل په ايرو کې نه پټيږي

که پر تا او زخاروف اسلام او اوسني واکمنان ډېر ګران وي، نو بيا ولې په اسلام نه مشرفيږئ؟

پمپوګله، امريکا په هر ځای کې غول کړي، خو پاک کړي يي نه دي. خپل غول پر نورو مه پاکوئ! خليلزاد و باجوه ((امريکا وپاکستان + عرب استخباراتو)) د افغانستان د خبرو واک له ځان ساته، خو ولسمشر غني دا خبرې خپلې چرګۍ ته راوړلې، نو ځکه مو بد راته. کرنيل امام د خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان، په ۴۷ او ۵۶ مخونو کې ليکلي چې [[په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که چې دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي. او [[هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي، د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی،خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي.]] نو د يوکراين د جنګ لپاره مو افغانستان په بيړه د خپلو پخوانيو ژمنو له مخې پاکستان ته وروسپاره. اغزي تاسې واست او که ولسمشر غني؟

نوټ : ټاکنې خو ستاسې په لاس کې وئ او تاسې يې له خپلو ټولو متحدينو سره په ګډه څارنه کوله. واکداران يې تاسې واست، نو څنګه ستاسې تر سترګو او څارنې لاندې ټګي وشوه؟ يا خو به په لاسوهنه کې تاسې هم ورسره مل وئ او يا مو ويل او کړنه له بوسو ډکه ده او پر ناوړتيا مو ښوونه کوي. ستاسې له مرستې توبه، خو چې په ارام مو پرېږدئ. ولسمشر غني خو تاسې تېری پزې ته راوستی وو، نه دا چې هغه تاسې راوستي وئ. په کور دننه مو ورته بلا ستونزې جوړې کړې. حکومت مو بېځايه ورته په اجرائيوي رياست وپړسولو. د هغه هره پرېکړه به يې ويتو کوله. ګاونډي سره مو لاس يو او اوسني واکمنان مو د هغوی په مشوره واک ته ورسول او خپله مو هم ورسره ناباندي راخېستې وه. خپل غول دې اوس پر هغه پاکوې.

ښاغليه پمپو،

تاسې او خپل ضمير مو چې تاسې له ولسمشر غني سره څه وکړل؟

تاسې چې ولسمشر غني ته د پړې ګوته نيسئ، نو څلور همدا تاسې ته درتاويږي. که څه پړ هغه وي، نو تاسې هم ورسره په پوست کې پاک نه ياست.

اجرائيه رياست مو پر دواړو ولسمشرانو وروتپه او قانون مو د خپلو نازوليو لپاره تر پښو لاندې کړ، خو هغوی دا کار وزغمه، خو تاسې نه يوازې دا چې نه خپله کرغېړنه کړنه مو وانه خېسته او سمون مو پکې رانه وست، بلکې دومره مخته ولاړئ چې ان د خپلو لا غوښتنو په پار مو نه يوازې ولسمشر غني، بلکې ټول افغانستان د باجوه او د هغه نظامي واکمنۍ لپاره

پمپوګله،

اغا شاهي د ضياءالحق د وخت د بهرنيو چارو د څرګندونو پر بنسټ چې ضياءالحق له امريکا سره داسې تړون کړی وو چې :

  • چې کله روسان وخي، نو افغانستان به موږ ته راسپارئ! موږ پوه شه او دوی چې څنګه يې اداره کوو.
  • وسلې به زموږ پر لاس وېشل کيږي.
  • وسلې به زموږ په خوښه وېشل کيږي چې چا ته يې ورکوو او يا نه، خو تاسې به پکې کار نه لرئ.

ولسمشر غني خو د پاکستان بد راته، نو ځکه ستاسې هم بد راته. څوک چې د پاکستان بد راځي، نو هغه به ستاسې هم بد راځي. پاکستان دا لوبه له مخکېني ولسمشر کرزي سره هم وکړه چې د اوباما له پامه يې بد کړ او له هغه مخکې د تېر نظام ولسمشر ډاکټر نجيب الله هم بد راتلل. ځکه خو بابر وحميدګل همداسې يو امريکايي په مخ کې پخپلې ملي داعيې وواژه. له دې امله هغه د شهيد حکم رانغاړي، نو ځکه ستاسې هم بد راته. دا خبرې ان د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه او د شهيد سردار محمد داوود خان او ان له نورمحمد تره کي سره هم شوي دي. کرنيل امام دې ټکي ته هم اشاره کړې ده.

د افغانستان او امريکا اړيکو لنډه تاريخچه

Afghanistan and Pakistan’s oft-ignored history – 1947-1978

پمپوګله،

وايی چې د دروغژن حافظه کمزورې وي.

Afghanistan and the Indo-Pak Wars of 1965 and 1971

When the 1965 Indo-Pak War broke out, Afghanistan officially remained “neutral,” but in essence it assisted Pakistan. First, despite the Pashtunistan and Durand Line issues and a handful of ultra-nationalist Afghans’ wanting to open a second front against Pakistan, Afghanistan assured security on Pakistan’s western border. As a result, Pakistan was able to deploy the troops that it had stationed in the NWFP and Balochistan (and along the border with Afghanistan) to fend off India’s advance inside Pakistani territory.

Second, Afghanistan didn’t discourage tribal Pashtuns from wanting to join Pakistani forces to fight against India. Afghanistan’s stance pleased, and to an extent surprised, Pakistani officials. At a meeting, during the war, between President Ayub Khan and the Afghan ambassador to Pakistan Nur Ahmad Etemadi, Ayub appreciated Afghanistan’s position.[2] On January 1, 1966, at the invitation of Zahir Shah, Ayub Khan flew to Kabul to personally extend his gratitude to the Afghan King, who in turn acknowledged Pakistan’s position on the Kashmir issue.

Dawn’s December 30, 1965 issue read as follows. “The visit of President Ayub would be a part of his tour of the Muslim countries to thank the various Governments and Heads of State for their understanding and support to Pakistan during the 17-day conflict with India. President Ayub is expected to apprise the Afghan King and the Government of the situation arising out of the events which had culminated in the Indian aggressive attack on Pakistan. Afghanistan has always supported Pakistan on Kashmir and has repeatedly reiterated her support for the right of self-determination for the people of Jammu and Kashmir.”

Similarly, during the 1971 Indo-Pak War, Afghanistan once again assured security on Pakistan’s western border. Although Afghanistan allowed Bengalis, who feared persecution in West Pakistan, to enter Afghanistan and return to Bangladesh via Iran and India, Pakistan’s border with Afghanistan was tranquil and secured.[3] Shortly after the war was over, Pakistan’s new martial law administrator, Zulfiqar Ali Bhutto, flew to Kabul to personally thank Zahir Shah. According to one account, Bhutto told Zahir Shah that he was so humbled that he couldn’t look the king in the eye.[4]

The Afghan government’s apparently “neutral,” but practically pro-Pakistan positions in both Indo-Pak wars reflected the sentiments of the Afghan nation toward their fellow Muslim Pakistani brothers and sisters. An Afghan delegation visiting the Netherlands during the 1965 War told the Pakistani ambassador Qudrat Ullah Shahab that even if the Afghan government had wanted to adopt an anti-Pakistan position, the Afghan people would not have allowed it.[5]

پمپوګله،

افغانستان خو يو تاريخ لري، نو ته نړيوال نامتو دروغژن څه لرې؟ د دروغژن ترخه حقايق کله خوښيږي، نو ولسمشر دې ځکه نه خوښېده. موږ ته خپل تاريخ ارزښت لري نه ستاسې او د باجوه غوندې غولنان چې هر چېرته مو غول کړي او پاک کړي مو نه دي. يوکراين به هم په غولو لړئ.

پمپوګله،

دا هغه څه دي چې د افغانستان په تاريخ کې ثبت وي. بايډن د همدې لپاره پخواني ولسمشر کرزي ته ويلي وو چې ((له تاسې پاکستان موږ ته پنځوس ځله ښه دی.))

دا ستاسې هغه ګلان دي چې موږ ته مو په ميراث پرېښي دي او زموږ له ياده وتلي نه دي.

ښاغلی پمپوګله،

تاسې داسې ناژمن او نارښتيني ياست چې داسې ډېر خلک او ملتونه مو په نيمايي لاره کې پرېښي دي. ستا به هم ياديږي چې يو وخت ولسمشر اوباما وويل چې موږ به بيا تېرې تېروتنې نه تکراروو. په نورو ټکو د روسانو له وتلو وروسته موږ افغانستان ته شا کړه، خو بيا به داسې نه کوو، خو ولې مو بيا وکړل؟

نړيوال په دې اند دي چې امريکا د يوکراين جګړې د ښکېلېدا لپاره افغانستان ته شا کړه او افغانستان يې په لوی لاس باجوه يا پاکستان ته په لاس کې ورکړ يا په نورو ټکو وروسپاره او دغه اوسنۍ واکمني چې ستاسې د ګډو استخباراتو د منښتې په صورت کې رامينځته شوې چې ځانونه ډېر خپلواک بولي، ايا دوی په رښتيني خپلواک دي؟ افغانستان خو همدا اوس د اسلام اباد له Afghanistan Control Centre “ACC” څخه اداره کيږي.

پمپوګله،

سمه ده چې موږ له لسيزو راهيسې ستاسې د نيابتي او راتپل شوې جګړو له امله په اور کې سوځو، خو اوس افغانستان دومره سپک شو چې داسې وړيا پر وړيا او دومره اسانه مو د پنجاب په لمسون د پنجاب غېږې ته ورواچوه؟ تاسې وپنجاب به په دې نالوستو او سرتنبه نګه ملايانو او چړيانو څه وکړئ؟ وبښئ چې زه خپله هم د اسلامي علومو يو کمزوری اوناتوانه زده کوونکی يم، خو دا مې هېڅکله ايمان واخلاق او ملي – اسلامي پرنسيپونه نه شي زغملی چې موږ دې په سيمه کې ستاسې د ازلي غلامانو غلامان شو، نو دا کار مه کوئ. دا کار نه تاسې ته ګټه کوي او نه مو په سيمه کې دې د سرطان دانې ته. دا سرطاني دانه په سيمه او نړۍ کې د هېچا په ګټه نه ده.

پمپوګله،

خيانت ((ټګي)) ښه شی نه دی. دا ځکه چې خاينين د الله تعالی هېڅکله نه خوښيږي. ايا ښه به دا نه وي چې د يو معقول انسان په توګه دا درک کړې او پخپلو کړو دې له دې سرشاره ملته په زغرده بښنه وغواړې؟ دا ستا حيثيت د يو انسان (بشر) په توګه د دې اجازه درکوي چې هسې هوايي تورونه پورې کړې او بېمسؤوليته خبرې وکړې؟ زه که ستا پر ځای وای، نو رسنيو ته به هډ‌و راښکاره شوی هم نه وای. کاشکې چې دومره لږ شرم واحساس خو دې درلودای.

هغه چلتار څه شو؟

ايا حکومت په نالوستو کيږي؟ د بيروت په نړيوال پوهنتون کې يې څه لوستي دي؟ افغانستان اوس په سيمه کې د Panjab regiment لپاره دومره سپک او بې ارزښته شو چې ستاسې ازلي غلامان به دلته رژيمونه په دومره په اسانه بدلولی رابدلولی شي؟

زموږ د دې زده کړيال قشر رسالت څه شی دی؟ ولې زموږ ګاونډي هېواد خپلو ملايانو ته سياسي واک نه ورسپاري چې زموږ يې ورسپارلی دی؟ کوربه او ګاونډی هېواد دې نور دا ډول لوبې پرېږدي. افغانان به هېڅکله په سيمه کې يو تاريخي ازلي غلام ته خپل سرونه ټيټ نه کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکايان ولې له اشرف غني تنګ راغلی و؟ مايک پمپيو د امريکا د خيانتونو نوی اعتراف وکړ ويډيو مهمه ده

https://www.youtube.com/watch?v=fOCvLsSp72w

کرزی: د‌ سقوط په ورځ ډارېدم، چې ډاکټر نجيب غوندې ونه وژل شم

https://taand.net/?p=219647

پمپيو په خپل کتاب کې: اشرف  غني ما ته “تر ټولو نا محبوب” رهبر و

https://www.pashtovoa.com/a/pompeo-book-and-his-remarks-on-afghanistan/6933917.html

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.