د کونړ؛ غرونه غورځنګونه کتاب، آنلاین شو

819

د کتاب لپاره دریو ښاغلو لیکوالانو، استاد، محمد اکبر کرګر، ژورنالست حیات الله پیاوړي او ډاکټر سید اصغر هاشمي سریزې لیکلې چې ځینې برخې یې په لنډو ټکو کې د درنو لوستونکو خدمت ته وړاندې کیږي.

استاد کرګر: (د ملکزي صيب دې کور آباد وي چې په ښکلو کرښو اوعناوينو يې يو وار بيا زما مخ خپل ماشومتوب، زلميتوب او تېرعمر ته ستون که، راته يې وويل: « دا يوه هڅه مې کړې چې ستا په نظر به څنگه وي؟» ما د دې اثر چې ملکزي صيب په کې زيات کړاو گاللي وليده، لومړې خو د هغه د احساس قدردانی کوم او بله دا چې يو څوک له خپل کلي او کوره ليرې شي، له خپلې ديرې، هوجرې او هديرې ليرې لاړ شي، له خپلو ونو او غنو ليرې شي نو بيا يوه ژوره نوستالژيا د تير د ياد په پار د هغه په اندامونو لکه خپسه، خوله لگوي۔ پر ما يې هم دا کانې وکړې. زه چې هرکله (هسې خو ټول افغانستان زموږ په تنگ او مساپر زړه کي پروت دې) د کونړ نوم اورم نو دا شعر مې سم دواره خولې او ذهن ته راځي  چې وایي: اى مسته، مسته کونړه مسته + دغم جاله مې درکې لاهو کړه. اوس يې درنيسه، اى زبردسته

که څوک د يو کونړي کور، يا دېري او هوجري ته ورشې، هغه که تازه د خپل پټي او کار نه راغلې وي، پايڅې به يې لمدې وي، خولې به پرې راماتې وي، خو هر څه چې په کور کې لري، ستا مخ ته به یې کيږدي او درته وايي به « تور توتان، له يار نه قربان» د کونړي په هماغه سپيره سوکړک او د شوتلو په سبو کې روحانيت او معنويت غځيدلی وي، مينه او صميميت په کې وي او ريا او تظاهر ترې تښتیدلی وي۔ نو همدا کونړۍ مينه ده او همدا د کونړیانو ځانګړتیا ده۔

زه او ټول کونړيان، د درانه ملگري، ولي الله ملکزي پوروړي يو چې زموږ د بيوزلي خو په هوډ او عزم کي د هندوکشي کونړ يادونه يې کړې ده. ښه يادونه يې کړې ده. غرونه يې ورله ستايلي دي. درې يې ورله ستايلې دي او باتور ولس يې ستايلی دی۔ ملکزي ته مبارکي وايم او په دې برخه کې يې نوره زياته بریا غواړم)۔

لیکوال، حیات پیاوړی: ( زه د کونړ د غرونو، غورځنګونو او عامو کونړیانو سره له ډیره وخته څه نا څه بلدتیا او خوږه راشه درشه لرم. هلته یو شمیر درانه ملګري او دوستان لرم چې د ټولو په پیژندګلوۍ، دوستۍ او ملګرتوب زښت ډير ویاړم. د هغو خوږو دوستانو په ډله کې مې یو هم د همدې کتاب لیکوال، ګران دوست ښاغلی ولي الله ملکزی دی. د کتاب د لوستلو پر مهال له داسې موضوعاتو او اشخاصو له نومونو سره مخامخ شوم چې ما لا پخوا ډیر ښه پیژندل، خو د کتاب د مطالعې له برکته د هغوی نومونه راته بیا مخ ته راغلل او ډیر ارزښتمند یادونه را تازه شول. د کتاب د لیکلو تود هرکلی او د زیار ګاللو ستاینه یې کوم. دا د بشپړې جغرافیې، اقتصاد، سیاست، عقایدو، دودونو، قومي جوړښتونو، ژبو او ټولنیز ژوند په اړه د غني معلوماتو درلودونکی کتاب دی، نو ځکه یې لوستل یوازې د کونړي عزیزانو لپاره نه، بلکې د نورو هیوادوالو لپاره هم ډیر ګټور بولم.

دا چې ملکزی صاحب د لوړو زده کړو څښتن او زیاتره لوړې زده کړې يې له هیواده بهر په سعودي عربستان او د امریکا په متحده ایالاتو کې تر سره کړې، نو د ملکزي صاحب په څیر نامتو لیکوالو ته باید سپارښتنه وشي چې د وطن څخه د یو څه وخت لیرې پاتې شوی، نو له همدې امله د پښتو ژبې د معیاري کلماتو په لیکلو کې ور ته لا نوره پاملرنه په کار ده. ټول ګران هیوادوال او په ځانګړې توګه ځوانان د دې ګټور کتاب لوستلو ته رابولم. په پای کې ملکزي صاحب ته د ستر رب څخه ښه روغتیا، خوشحالۍ او بې شمیره بریالیتوبونه غواړم. قلم يې تاند اوسه).

ډاکټر هاشمي: (د هڅاند ژورنالست، ملکزي (کونړ؛ غرونه غورځنګونه) کتاب د کونړ پيژندنې هڅه ده. د کونړ ولایت د تاریخ، جغرافیا او طبیعت پيٍژندنه، د ولسوالیو او قومونو پيژندنه او د دې ولایت د مشهورو کسانو پيژندنه په کې راوړل شویده. دغه هڅه د ستایلو وړ ده، خو د دې خبرې واضح کول هم په کار دي چې کوم هغه لاملونه دي چې نوموړې یې دیته هڅولې دی؟ زه فکر کوم یو لامل یې د کونړ سره مینه او عشق دی چې د لیکوال په داخلي نړۍ کې جریان لري.

له هیواد سره مینه ډیره سابقه لري. لویو لویو شخصیتونو د خپل هیواد ارمان کړی او تیر ته ګرځیدلي دي. دا ډول مینه د هر انسان په داخل کې شتون لري او ځینې پوهان په دې نظر دي چې د ټولنې دننه عوامل او مسائل له یو انسان څخه بل انسان ته په میراث پاتې کیږي او تل په زړه او ذهن کې خوندي وي. د ملکزي په کتاب کې له هیواد سره د مینې اغیزې له ورایه ښکاري او دغه مینه د ده له روان سره تړاو لري. دا هغه تیرې خاطرې دي چې د نورو اغیزو پرته د نوستالژیکو تاثیراتو څخه پیدا شویدي. په پای کې لیکوال ته خوښ او خوشحاله وخت غواړم چې نور علمي کارونه وکړي او هاشمي خپرندویه ټولنه ویاړي چې دا ډول علمي آثار چاپ او د خپلې ټولنې غړو ته وړاندې کړي).

قدرمنو لوستونکو ! په لاندیني لنک کې کتاب د پي‌، ډي، اف په بڼې په وړیا ډول ستاسې په خدمت کې دی، البته د کاپي رایټ د حق په درلودلو سره، تاسې چې کله هم له دې کتاب څخه اقتباس یا کاپي کوئ او یا له کومې برخه څخه یې په خپلو لیکنو او خپرونو کې استفاده کوئ، نو د کتاب ریفرنس او یادونه مه هیروئ. مینه او مننه / ولي الله ملکزی

    

https://drive.google.com/file/d/1mD8Gpdvs5FegcvNDmEYmU_UtJp3b0r9x/view?usp=share_link

 

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.