توپیر

حفیظ الدین پیرزادہ

312

د یولسم سپتمبر د حادثې رښتینې مرتکبین لا تر اوسه نه دي مالوم، خو د پیښې له لومړ‎ۍ

 ورځۍ څخه د نړ‎ۍ پلپیژندونکیو د غله پل زموږ‎ تر انگړ‎ہ را رسولی و.

د نړ‎ۍ، کافر او مسلمان، افغانستان ته د یوہ داسې اتھام پر سر د جماعي سزا پریکړ‎ہ

کړ‎ې وہ چې لا په زباتھم نه و رسیدلی!

پر افغانستان حمله پیل شوې وہ، زموږ‎ پر کلیو او ښارونو یې داسې غټ بمونه

را و وَروَل چې موږ‎ یې کله تصورھم نه و کړ‎ی.

له ھر کلي او ھرې سیمې به د ماشومانو، ښځو، زړ‎و، ضعیفانو او نورو

د چیغو اوازونه پورته آسمان شرنگاوہ.

د ھغې یو اړ‎خیزې جگړ‎ې د قربانیانو قاطع اکثریت  ښځې او ماشومان و،

خو غالباً، د ھغوی د حقوقو نړ‎یوالسازمانونه له یوې مخې چرته په رخصت تللي و،

ځکه ھغه مھال یې نه زموږ‎ ښځې په یاد وې او نه ماشومان چېد حقونو د خوندیتوب څه،

یواځې د ژوندي پاته کیدو په حق کې یې اواز پورته کړ‎ي!!

په ھر حال، زموږ‎ مسلمان ورونه، ترکیه او سوریه ھم زموږ‎

د وھلو په حشر باڼو کې شامل ول!

ترکیه د ناټو د یوہ قوي حلیف په توگه، نیغ په نیغه په جگړ‎ہ کې ښکیله وہ او

سوریې له حق څخه د سکوت له امله د شیطان أخرس ( گونگ شیطان ) کردار لوبوہ!

شل کاله پس، ھماغه د یولسم سپتمبر حادثې د طبیعي حوادثو او

زلزلو په توگه د ترکیې او سوریې کلي او ښارونه ولړ‎زول!

خو افغانستان یې لا نورو وھلو ته د چا حشر باڼی نه شو بلکې پخپلو جوماتونو کې

یې ورته په ټولئیزہ توگه دعاوې وکړ‎ې!

افغانستان ورته د مرگ قاصدان و نه لیږ‎ل، بلکې د برگ سبز تحفه ی  درویش په توگه یې ورسرہ

د خپلې وسې مطابق نغدي مرسته وکړ‎ہ!

زما موخه ھمدې توپیر ته اشارہ وہ!

تفاوت از کجا تا کجا؟

_______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د فبرورۍ ۱۰/ ۲۰۲۳ م

فرانکفورت جرمني

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.