شاه رخ خان: که مور مې ژوندۍ وای نو راته ویل به یې

639

شاه رخ خان: که مور مې ژوندۍ وای نو راته ویل : لږ څه شی وخوره

د بالیووډ پاچا شاه رخ خان وايي، که نن مې مور وای، نو ویل به یې چې ته ډېر کمزورې شوې، لږ خوراک وکړه او وزن دې زیات کړه.

شاه رخ خان په دې وروستیو کې هندي رسنیو ته په یوه مرکه کې د خپل مور او پلار په اړه په زړه پورې خبرې کړې دي. له شاه رخ خان څخه وپوښتل شول چې که نن ستاسو مور او پلار شتون درلود، نو ستاسو په لاسته راوړنو به د دوی تاثیرات څه و؟ په دې اړه شاه رخ خان وویل چې مور او پلار به یې د ده په بریا ویاړ کوي.

هغه وویل، زه فکر کوم چې زما مور او پلار دواړه به زما په لاسته راوړنو ډیر ویاړي، که زه ورته دا وویلی شم چې زه بریالی شوی یم. شاه رخ خان وویل، هغه به په دې ډېر وویاړي چې ما خپل درې ماشومان لوی کړي دي.

شاه رخ خان زیاته کړه، که مور یې ژوندۍ وای، نو لومړی به یې راته ویلي وای، چې ته ډېر نرۍ یا کمزوری شوی یې، وزن دې زیات کړه، خوله دې وګوره څنګه دننه شوه، غمبوري دې هم تش شوي، نو لږ څه شی وخوره.

شاه رخ خان څه موده وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و، چې هیڅ ډول خواړه په خوند نه خوري، ځکه د خپلې مور د کور له خواړو پرته نور هیڅ ډول خواړه نه خوښوي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.