محبس او قفس – لسمه برخه

عبدالقیوم

397

محبس او قفس – لسمه برخه

ابدالي ریاست

 نا روښانه، پېچلی تاریخ لرو، پدې مانا چي رښتونۍ تاریخ مو نه دئ لیکل سوئ. تر څو چي  مو دخپل  هیواد تاریخ له مبالغو څخه پاک  کړئ نه وي، اکثریت خلګو منلۍ نه وي ښه راتلونکې جوړولای نسو.هر هغه څه چي د شاهانو په خوښ شاهي کاتبانو د دوی د رضایت حاصلولو په نیت لیکلي او د دوی په نومونو یې چاپ کړي، هلته  واقعیتونه ندي منعکس سوي. د مثال په ډول دا چي د هوتکي ریاست (دولت) څېړنه کېږي یا یادېږي نو لازمه نه وه او نه ده چي په هرات کي د ابدالیانو  د لمړي ریاست څخه هم یاد سوئ وای. دا ځکه کوم وخت  چي په کندهار کي د هوتکي دولت مشری د میرويس خان د زوی په لاس کي وه. هلته هرات چي د صفوي فوځونو تر سلطې لاندي وو، صفویانو د هرات ملکي اداره ومحلی (ابدالي) خانانو ته ور وسپارل، څو دغه ابدالي پښتانه د کندهار د هوتکي پښنتو په وړاندي و جنګوي.دغه وختونه د سدوزو د لومړی ریاست د را پېدایښت کلونه دي کوم چي په هرات کي جوړکړه سو. بد بختانه په دې وختو کي په کندهار کي هم  د مېشتو ابدالي خانانو ترمنځ  هم د دقوم پر مشر تابه خپل منځي شخړي را شروع وې. دوی( ابداليان) د گرشک او فرا په د شتو کي په مالداری مصروف وه. هغه وخت د ابدالي قبیلو ترخپل منځي جگړو مشران، حیات سلطان او دولت خان وو.

     په دغه خپل منځي جگړو کي حیات سلطان د دولت خان دلاسه ماته خوري، حیات سلطان د خپلو طرفدارو سره یوځای ملتان ته تښته کوي، دولت خان چي وليده خلګ ورسره جوړه نه دي، ده له مجبوریته هغه مینه پرې ښوول د خپلوانو سره د ارغستان  او ښاري صفأ پر شاوخوا یې اوسیدنه اختیار کړه. په هرات کي د ابداليو د قبیلوي ریاست عبدالله خان ته پلاس ورغلۍ. عبدالله د زمانخان د لوري ووژل سو، درېاست چاري زمانخان په لاس کي واخيستې. دعبدالله خان د وژل کیدونه پس ددې دوو(زمانخان او عبدالله خان) د طرفدارو ترمینځ د قوم په مشر تابه( یو د بل نه منل) سختي راپیل سوې د لته خلگو وغوښتل چي  د دوی دواړو څخه مشر توب واخلي هغه ملتان ته تښتېدلۍ حیات سلطان بیرته را وغواړي او د قوم مشری یا دولت ورته ورکړي. همدغسي يې وکړل. حیات سلطان راځي د قوم مشری ورته ورکول کیږي. حیات سلطان ته چي د قدرت واګي پلاس ورغلې، د ځان او د خپل دولت ډ ټینگښت په منظور پر هرات باندي حاکم ایرانی گورنرته تر حد ډېر ځان نژدې کېدو کوښښونه وکړه، په دغه وخت کي دایرانی گورنرنوم هم زمانخان وو. ظفرکاکا خیل لیکي چي ایرانی گورنر(زمانخان) د ډېرو بدو اخلاقو خاوند  وو، خو د ابدالي قبیلو مشرحیات سلطان هم چندان د سړي زوی نه وو. حیات سلطان چي د خپل قوم له نورو مشرانو یې ډارلاره غوښتل یې د ایرني ګورنر ملاتړ له ځان سره ولري، د ایراني ګورنر د خوښئ لاسته را وړلو له پاره یې حتا د خپل زوی غزت  هم ترپښو لاندي کړ……. د حیات سلطان ځوان زوی (اسدالله ) چي د خپل پلار دا شان بېغیرتي ولیده، چي د واک ساتلو په غرض یې دی(زوی) بد اخلاق ایراني ګورنر ته وروسپاره.  سدالله چي عزت پایماله کېده ولیدل، اسدالله ځوان د قوم د مشران خبر کړه او د هغو په ملاتړ یې اول خپل پلارحیات سلطان مړ کړه  دوهم یې ایرانی ګورنر زمانخان خان وواژه، خپله یې د قوم مشري واخېستل.ظفر کاکا خیل”پښتانه د تاریخ په رڼاکي” په۸۲۷ص کي د ا سدالله وه  واک ته درسيد وکيسه. . . . . . . بیان کړېده زه يې د لته د لیکلو څخه صرف نظر کوم. ااسدالله خان هرات د ایرانی حکومت د لاسه آزاد کړ.

 د احمد خان (وروسته شاه) پنځم نیکه ملک سدوخان د کندهار ولایت اړوند ارغستان د خپل مرکز په توګه وټاکی او د ایران شاعباس صفوي دربار د هغه خاني په رسمیت و پېږندله.  خو د احمد خان نژدې نیکه دولت خان چي د ایران صفوي حاکمیت یې نه منی مرکز یې ښار صفأ وو، صفوي ګرکین  سمدستي دولت خان او د احمد خان(احمد شاه) اکا نظرمحمد دواړه ووژل. د احمد خان (احمد شاه) پلار زمان خان  صفویانو په کرمان کي د یرغمل په توګه له ځان سره ساتلی وو.  کله چي په کال( ۱۱۳۲هـ ۱۷۱۹م) کال کي د هرات د ریاست مشر د عبدالله خان ابدالي زوی اسدالله خان د میرویس خان د زوی محمود سره د دلارآم په جګړه کي ووژل سو، نو د اسدالله خان ابدالي تر وژل کېدو وروسته د احمد خان( وروسته شاه)  پلار زمانخان چي په کرمان کي د یرغمل په حیث صفویانو ساتلي وو، صفویانوهغه (زمنخان خان) را وست د هرات حمکران یې کړ.

غبار په خپل ” افغانستان درمسیر تاریخ”کي په۳۴۰ص کي لیکي:

   “ابداليا نوحکومت نسبت د غیلجانو حکومت ته نوی وو. په دې چي د هرات ابداليان اکثریت چوپانان وه. د ښهری ژوند سره يې پوره بلدېت نه درلودئ، خانانو يې له مرکزی حکومت د ټنگېدو څخه تیښته کول. ” په د وام يې بیا لیکي نادرافشارابداليانو په مټ د هوتکيانو حکومت چپه کړی، هوتک ئی له کندهاره څخه فرار او یا مړه کړه، د هغوی مځکي او جایدادونه يې ابداليانو ته ورکړل.

په هرات کي ابدالي پښتنو په منځ کي د جگړوعلتونه چي هر څه وو، خو د زرغوني انا دورورعبدالغني خان  منفي رول تر  ټولو  غښتلۍ اثر لاره او په اغلب گمان دایران پټ لاس  ورسره وو.

   علامه عبدالشکور رشاد په خپل یوه کتاب “ملي اتل غازی وزیرمحمداکبرخا ن” کي د پښتنو په باب د خان میرخان هلالی د “ننگیالی پښتا نه” څخه دابیان لیکلۍدي: “دا یونقصان په پښتنوکي شته، چي د ذاتی غرض او ذاتی مشری دپاره د تربگنۍ په جوش نه یوازي تربور او خپل ځانته نقصان رسوي، بلکي کله کله ټول قوم او وطن ته داسي تاوان ورکړي چي ډېره موده د هغی نیمگړ تیا نه پوره کیږي. . . ابدالي شهنشا د خپل وفات۱۷۷۳ع نه پس لوی حکومت پرېښود. . . . خودولیعهد تیموراو شهزاده سلیمان د شخړوپه پای کي، تیمورد کندهار نه پایتخت کابل ته بدل کړو له درانو خفه وو، پر تاجکو او قزلباشو يې ډېر باو رو، پرځای د پښتنو. . . . تیمورشاه نه پس وطن د شهزاده گانو ترمنځ غوبل شو، یو وبل ته په لستوڼې کي ماران روزل، درباراو پوځ په شعیه گا نواو قزلباشو ډکړ. . . په دې اخ وډب انگرېز راگډ شو. . . “. ص۹.

   بیا په ۲۸ص کي لیکي:”پښتانه د عجیبه فطرت خاوندان دي، داسي معلومېږي چي د پښتنوخټه داخ او ډب په او بو اخښلې ده، هم دا وجه ده چي پښتانه په جنگ جگړو کي بی شانه ميړني دي، دسره تیرېدل، قرباني ورکول، ويني شيندل، مرگ له په غیږه ورتلل، د پښتنو قامي ژوند دئ، ولي چي جنگ بس سي، کورنۍ جنگونه راو اخلي، خپل قومي قوت برباد کړي، هغه دښمن چي ددوی د لا سه ځپل سوي او تښتیدلی دئ، بیا ددوی پر څټ سپورسي او دوی برباد او تباه کړي”.

لیکونکئ : د رشاد صاحب دا وږده شعرڅخه چي ده خپله ماته هغه دده د کورد ميلمستون د دوهم منزل په هغه وړه خونه کي چي دده د کاراو خوب خونه وه لوستۍ فقط دابیت مي په یاددئ :

“دا باز نه دی ټپوس دی =چي وهي د خپل کورچرگي”

دا ډېر او ږد شعروو، چي استاد نوی جوړکړی وو. همدغسي وه او دا اوس هم هغه لوبي روانې دي. هغه جهالت دئ هغه ناپوهي ده، ترهغه وخته مو مشران پښتانه او د پښتنو نوکران ځانونه بولي چي حاکم سوي نه وي، کله چي حاکم سي، خپل مقصد او مقام ته ورسیږي بیا دي اول خپله پښتانه چي دی یې جوړکړی  لوی کړی او مشر کړی وي هغوی یې لمړي گذار ته ځانونه ټینگ کړي.

ځکه د پښتنو ډیرو بد بختو مشرانو اول پر خپلو پښتو زده کړېده. پاچاخان خان عبدالغفار خان څه وايې:”د پېړیو په او ږدو کي افغان واکمن حاضرنه شول چي د هیواد ملي ژبي پښتو په د فتر او دزده کړي کي استعمال کړي یا لږتر لږه ددرې ژبي سره یو هومره برابرحق ورکړي او ددې ژبي د تعميم دپاره څه وکړي”. عبدالغفار خان یا پاچاخان هم د واکداروددې بې غوري څخه سرټکوي. د پاچاخان اندونه او مبارزې ته لنډه کتنه د محمداقبال وزیري لیکه۴۰ صفحه.  د لسمي برخي پای.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.