لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۱۹۸

آصف بهاند

364

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلواته نویمه برخه

که امیر مړ شي پروا نشته

که مکتب بند شي جینکۍ به خوارې شینه

 

ډېرې تور سرې کور کې ناستې

دا تور ويښته په رواجونو سپـينوينه

 

که څوک راتلل سلام را لېـږه

زه اوس هم دا تمه ساتم، چې تا لرمه

 

د لنډیو د راټولولو په لړ کې مې، د دې برخې لپاره دا لاندې لنډۍ برابرې کړې دي:

 

څنګه کراره کراري شوه
چې لیونی جانان می ورک له ملکه شونه

 

زېـړگل ته گوره، داسې زېـړ یم

زېـړ خو دې نه شي ستا د حُسن بهارونه

 

د پسرلي زېـری دې راوړ

سترگې پرلار وو څانگې، ونې او گلونه

 

لالیه ځکه مې ځان ټول کړ
درته بې قدره وم له ځان وشرمېدمه

 

بيا به زما لارو ته گورې

ما به توبه ستا له يارۍ ايستلې وينه

 

کال دوه به بل وطن کې اوسم

چې ستا د ظلم دوران تېـر شي را به شمه

 

ډېرې تور سرې کور کې ناستې

دا تور ويښته په رواجونو سپـينوينه

 

که امیر مړ شي پروا نشته

که مکتب بند شي جینکۍ به خوارې شینه

 

وطن نړېـږي زۀ يې گورم

وس مې د خدای په چارو نۀ رسي میٔنه

 

د څوارلسمې شپو کې راشۀ

چې زۀ دې هم یو ځلې سمۀ ووینمۀ

 

لاس دې تر زنې لاندې مه ږده

نازک غومبوري به دې ګونځې، ګونځې شينه

 

تللیه لالیه هېـر می نه یی

په پخوانو نښو دی ځان غلتومه

 

زما د زنې خال دې ړنگ کړ

خوله کې دې مات شه مخامخ څلور غاښونه

 

د غم سیلۍ ورباندې لگي

ایرې، ایرې وجود مې ورو ـ ورو دوړوینه

 

څوک د لالي په سر پاچا وي
څوک د لالي د لاسه ټیټې سترگې ځینه

 

زړگی مې داسې درنه توردی
لکه د ژمي لوگی تور کړي دیوالونه

 

د زړهٔ رضا دې وه چې لاړې

کني قرآن دې پر سر چا نیولی ؤنه

 

ستا د یادونو خیال کې ډوبه

نیمې سپوږمۍ ته لاس تر زنې ناسته یمه

 

ته يې ستم بولې جانانه

زه د رواج په زولنو تړلی يمه

 

که څوک راتلل سلام را لېـږه

زه اوس هم دا تمه ساتم، چې تا لرمه

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.