یوریک اسید

ریاض احمد

701

یوریک اسید، په بدن کې یې د زیاتوالي لاملونه او درملنه یې

په بدن کې د یوریک اسید لوړوالی یا زیاتوالی یو شمېر روغتیایي ستونزې لکه د مفصلونو ناروغۍ پیدا کوي. کله چې زموږ بدن د فاضله موادو د ایستلو توان ونلري، نو په مفصلونو کې کلک کرسټالونه جوړوي، چې دا په بدن کې د یوریک اسید د زیاتوالي لامل کیږي.
د روغتیا د ښه ساتلو لپاره مهمه ده چې متوازن او غوره خواړه وخورئ، یعنې ټول هغه اړین غذايي مواد لکه کاربوهایډریټ، پروټینونه، ښه او صحي غوړ اسیدونه، ویټامینونه او منرالونه د بدن برخه وګرځوئ. هغه کسان چې د وینې د یوریک اسید کچه یې زیاته وي، هغوی ته په رژیم غذایي کې غوره او صحي خواړه انتخاب ګران وي.
د یوریک اسید د لوړېدو لاملونه:
یوریک اسید د بدن فاضله مواد دي او دا هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د پیورینز په نوم کیمیاوي مواد مات شي. پیورینز یو ډول طبیعي مواد دي چې په بدن کې موندل کیږي او په ډېرو خواړو کې هم موندل کیږي لکه ځیګر، الکول او نور. کله چې په بدن کې ډي این ای مات شي نو دا پکې جوړېږي.
کله چې پیورینز وینه کې یوریک اسید مات شي ، نو کله چې ادرار کوئ یا فاضله مواد خارجوئ نو یوریک اسید یې له لارې خارجېږي؛ خو که بدن مو ډېر زیات یوریک اسید جوړوي یا مو ګردې په سم ډول کار نه کوي، نو په دې حالاتو کې په وینه کې یوریک اسید جوړېږي.
او د یوریک اسید کچه هغه وخت لوړېږي کله چې په زیاته اندازه پیورین لرونکي خواړه وخوړل شي لکه مرخیړي، شنه مټر، پالک، بروکولي، ګلپي، خواږه مشروبات، سره غوښه یا درمل لکه ډیوریتیکس، اسپرین او نیاسین کارول ایوریک اسید زیاتوي او دغه یوریک اسید په کرسټال بدلېږي او په مفصلونو کې راټولېږي او د دردناک التهاب سبب ګرځي. همدغه راز د پښتورګو د تیږو لامل هم کیدلی شي او هغه خلک چې ډېر وزن لري یا چاغي لري، نو د لوړ یوریک اسید د رامنځته کیدو خطر یې زیات وي.
سربیره پردې د پښتورګو ناکامي یا له کاره لوېدل د پښتورګو فعالیت زیانمنوي، چې د فاضله مواد فلتر کول ستونزمنوي او له همدې امله د یوریک اسید د زیاتېدو لامل کېږي. د دې لپاره باید په غوره لابراتوار کې معاینات ترسره شي ځکه چې د احتمالي ناروغۍ تشخیص او درملنه د معایناتو په پایلو پورې اړه لري.
د یوریک اسید د کچې د کنټرول لپاره لارښوونې:
ښایي ډاکټر درته د یوریک اسید د کنټرول لپاره ځینې درمل وړاندیز کړي او د دې لپاره چې له دغه ستونزې د ټول عمر لپاره خلاص شئ نو درملنې ته اړتیا لري، ځکه چې د درملو سره د یوریک اسید کرسټالونه اوبه کېږي، که چېرته په وخت سره د دغه ستونزې درملنه ونه شي نو ډېرې نورې ستونزې پیدا کولی شي. د یوریک اسید د لوړې کچې د کنټرول نورې لارې چارې په لاندې ډول دي:
شنه چای وڅښئ:
شین چای د کیټچین په نوم مواد لري، چې دا یو پیاوړی انټي اکسیډنټ دی او کیټچین د یوریک اسید په جوړولو پورې اړه لري او په دې توګه د دې اسید د کچې په کمولو کې ډېر ګټور تمامېږي.
فایبر استعمال کړئ:
د یوریک اسید د کچې د کمولو لپاره ځینې سبزیجات لکه وربشې، ټول حبوبات، بروکولي او کدو وخورئ. دا ډول خواړه له غذايي فایبرو څخه ډک دي، چې د یوریک اسید په جذبولو او له بدن څخه په لرې کولو کې ډېر ګټور تمامېږي.
ویټامین سي استعمال کړئ:
څېړنو ښودلې چې هره ورځ د پنځه ملي ګرامه ویټامین سي استعمال په لنډ وخت کې د یوریک اسید کچه راټیټوي او د نارنج یا خواږه له لارې کولی شئ چې د اړتیا وړ ویټامین سي بدن ته چمتو کړئ.
د اوبو او مایعاتو ډېر استعمال:
اوبه یو طبیعي مایع ده چې له بدن څخه زهرجن مایعات بهر کوي، نو له همدې امله هره ورځ لږ تر لږه له لسو څخه تر دولسو ګیلاسه اوبه وڅښئ. نور مایعات هم ګټور وي ځکه چې له بدن څخه د یوریک اسید په خارجولو کې مرسته کوي؛ خو پام مو وي چې سم او غوره مایع انتخاب کړئ.
ميوې او روميان:
د سبزیجاتو په څېر، میوې هم د یوریک اسید د لوړې کچې څخه د خلاصون لپاره ډېرې ګټورې وي او رومي بانجان هم د بدن لپاره ښه وي، ځکه چې د ویټامین سي اندازه یې زیاته او د یوریک اسید د کچې په کمولو کې مرسته کوي.
بادرنګ او ګازرې:
که په بدن کې مو د یوریک اسید کچه لوړه وي، نو ګازرې او بادرنګ مو د روغتیا لپاره ښه انتخاب دی، دغه دواړه توکي ډېر فایبر لري، چې د یوریک اسید په کمولو کې مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.