کله چې نړۍ په دې بنسټ تخلیق شوې؛ نو ولې انسان باید په دې نړۍ کې مایوسه شي؟ کله چې دلته هره تیاره آخر په روښنایي بدلېږي، نو د حالاتو څخه وېره څه ضرورت؟ انسان چې کله په یوه ستونزه کې ښکېل شي، نو ورته پکار ده چې د صبر او حکمت تر څنګ؛ له هغې ستونزې د خلاصون جدوجهد هم وکړي. فالفرض که چېرې د جدوجهد طاقت او وړتیا نه لري، بیا هم ورته پکاره ده چې په خپل خدای باور وساتي او د راتلونکې سبا په تمه دې شي.
لکه څنګه چې په دې نړۍ کې محنت یو عمل دی؛ همدارنګه انتظار هم یو عمل دی. کوم شخص چې د عمل ثبوت نه لري؛ نو ورته پکار ده چې د انتظار ثبوت باید وړاندې کړي. که چېرې یې رښتونی انتظار کړی وي نو عین ممکن ده چې هغه څه به د انتظار په ذریعه ترلاسه کوي، کوم چې نورو په محنت لاسته راوړي. د قدرت نظام د خپلې وروستۍ فیصلې د ظهور لپاره سرګرم دی، په دې شرط چې انسان تر مقرر وخته ورته انتظار وکړي.
د عربي یوه مقوله ده: رُبَّ ضارةٍ نافِعَةُ (ډېر زیان اړونکې څېزونه، نفع ورکوونکې دي) دا قول نهایت مانادار دی! همدا قول د زندګي یو مهم حقیقت راته وایي او هغه دا چې، په نړۍ کې هر زیان صرف زیان نه دی، دلته د هر عسر/سختۍ تر څنګ یسر/آسانۍ ده، دلته د هر تاوان ترڅنګ یوه ګټه ده.
انسان ته پکار ده چې چې کله له کوم زیان سره مخ شي، نو د مایوسۍ په حالت کې دې ډډه نه لګوي، بلکې ذهن دې په سوچ واچوي، ممکن داسې یوه حللاره او امکان پیدا کړي چې نه یوازې به یې د زیان جبران وشي، بلکې کامیاب به هم شي.
د یو کس پلار په کال ١٩٢٥ کې ومړ، د دې هلک عمر ٦ کاله وو او په یوه کرکیله/زراعتي ټولنه کې یې پیدایښت شوی وو، د پلار له مرګ وروسته یې خپلوانو پر جایداد قبضه وکړه، همدې هلک ته بغیر له یو معمولي استوګنځي نور هېڅ ونه رسېدل.
مجبور شو چې او د لس کلنۍ په عمر ګټې وټې ته پسې ووت. له کلیوالې سیمې د ښار خواته لاړ.
د امکان تر کچې یې محنت جاري وساتو، حالاتو د لاس مزدورۍ په یو کار لګیا کړ، په خپل محنت یې پرمختګ وکړ، تر دې چې یوه کارخانه یې پرانېستله. پرمختګ یې همداسې جاري وو. کله چې د ٧٠ کلنۍ په عمر ومړ نو یو لوی تجار شوی وو، هغه تر شا په کروړنو پیسې او جایداد پرېښود.
په هغه کس که سختي نه وای راغلې، د کلي ټول پټي (کروندې) به یې په نصیب شوې وای او دی به پکې مصروف شوی وای، هغه به د یو بزګر په نوم ژوند کاو او په همدې حیثیت کې به مړ کېده
خو تنګلاسي او تاوان هغه لوړ کړ. سختو تجربو هغه له زراعتي دور، صنعتي دور ته ورساوه.
د زندګي د امکاناتو هېڅ حد نشته، هرکله چې یو امکان ختمېږي؛ نو هغه ډېر ستر امکان او فرصت د انسان لپاره پرېږدي، نو ولې یو شخص مایوسه شي؟ ولې یو انسان په زیان او تاوان فریاد او احتجاج وکړي؟
ولې انسان یو نوی امکان نه کاروي چې دی د ماښام تیاره بېرته د سهار په یوې نوې رڼا بدله کړي.؟
انسان ته پکار ده چې کله د رسۍ یو سر ترې خطا شي؛ نو د هغه په ماتم او غوسې دې خپل وخت نه ضایع کوي، بلکې د یو نوي امکان په لټه دې شي او په کارولو دې پیل وکړي. عین ممکن ده چې د دې تدبیر په وسیله هغه له پخوا هم ستره کامیابي حاصله کړي.
*****************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.