که مو ماشوم په جوش اوبو وسوزېد سمدلاسه څه باید وکړئ

ریاض احمد

413

په جوش اوبو په ځانګړي ډول ګرم شین چای سره ماشومان سوزیدل یوه جدي ستونزه ده، ددې لامل په کورني کارونو کې بې پروایي، ماشوم هرې خوا ته پریښودل او د ماشوم هر څیز ته لاس اچول دي.
د جرمني هېواد د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ډاکټرانو ټولنې په دې اړه والدینو ته ځینې سپارښتنې کړي تر څو په جوش اوبو د ماشوم سوزېدلو پرمهال یې په سمدستي ډول ترسره کړي.
د ماشوم جامې ویستل
په عام ډول د اور سوزېدنې پرمهال د ماشوم څخه جامې نه ویستل کیږي خو که چیرې په جوش اوبو وسوزول شي نو لومړی ترې هغه جامې چې جوش اوبه پرې پریوتي وباسئ، خو که چیرې جامې په سوزیدلي ځای پورې نښتي وي نو د تړمو اوبو په واسطه یې ترې لرې کړئ.
سوزېدلی ځای یخ کړئ
سوزېدلی ځای په سړو اوبو چې ډيرې یخې نه وي تر لسو یا شلو دقیقو یخ کړئ (چې ماشوم نوی زیږیدونکی نه وي)، که چیرې د بدن سطحې ۱۵سلنه برخه سوزیدلي وي نو دا د بدن تودوخې درجې ټيټیدو خطر زیاتوي.
سوزېدلی ځای وتړئ
سوزېدلی ځای په مناسب ډول له یخوالي وروسته په یوه نرمه ټوټه یا پلستر باندې وتړئ، له هغې وروسته که ټپونه ژور وي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي تر څو بشپړه پاملرنه ترلاسه شي.
د بدن سوزېدل یو له هغو بیړنیو حالاتو څخه دي چې په چټک ډول باید ناروغ روغتون ته ورسول شي ځکه چې دا د ماشوم د ژوند لپاره ګواښ ثابتېدلای شي.
پوهان وایي چې بیړنی حالت کوم چې ژوند ته خطر پېښوي د بدن ۸سلنه سطحه سوزېدل دي، دغه اندازه د یو لاس، نیمې پونډۍ یا د بدن پورتنۍ برخې نیمایي اندازې سره برابریږي، دغه حالت کې ناروغ روغتون ته رسول په کار دي.
د سوزېدو پرمهال اکثره وګړي د غاښونو کریم چې په طبیعت کې یخ دی استعمالوي، پوهان دا یوه ناسمه درملنه ګڼي، ددې لپاره شات او د چایو کڅوړه هم غوره نسخه ګڼل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.