په خاورین لوښي کې د اوبو څښلو ګټې

ریاض احمد

506

له نن نه کلونه وړاندې به د اوبو ګرمولو، پخلي کولو، اوبو ساتلو او نورو کارونو لپاره د خاورین لوښو استعمال کېده چې د پوهانو په وینا انسان ته روغتیایي ګټې هم رسوي.
لکه څرنګه چې د خاورې څخه بې شمېره معدنیات او ویټامنونه حاصلیږي دغه ډول انسان کولای شي د خاورو څخه جوړ شوي لوښو څخه د ویټامنونو او منرالونو ګټه پورته کړي.
له دې پرته په پلاستیکي او شیشيي توکو کې داسې کیمیاوي مواد استعمالیږي چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، په دې هکله ګڼ شمېر څیړنو ددې زیانونه ثابت کړي دي.
دلته د خاورین لوښي د استعمال ګټې وړاندې کوو:
د هاضمې سیستم
په پلاستیکي بوتلونو کې د BPA په نوم کیمیاوي مواد استعمالیږي چې روغتیا ته بې اندازې ګواښونکي دي، د خاورې لوښي اوبو کې هیڅ ډول کیمیاوي مواد نه موندل کیږي، دغه اوبه په بدن کې ټيسټوسټیرون مناسب ساتي او د هاضمې سیستم غوره کوي.
د ستوني لپاره ګټور
زیاتې یخې اوبه څښل د مرۍ یا ستوني غدودو ته زیان رسوي، چې د ټوخي او نورو ستونزو لامل کیږي، ددې برعکس د خاورې لوښی د اوبو تودوخه په یوه حالت ساتي، همدا لامل دی چې په خاورین لوښي کې د اوبو استعمال ستوني ته زیان نه رسوي.
له سختې ګرمۍ مو ژغوري
په ګرمه هوا کې د خاورین لوښي اوبو استعمال بدن کې د تغذیې، ویټامن او ګلوکوز مادې مناسبې ساتي او د جل وهلو ګواښ کموي، دغه ډول د خاورین لوښي اوبه د ورځې په اوږدو کې انسان تازه او ارامه ساتي.
خاورین لوښی اوبه یخې ساتي
په خاورین لوښي کې اوبه په طبیعي ډول یخیږي، او سربېره پر دې مو د معدنیاتو له نعمت څخه هم برخمنوي، خاورین لوښی اوبه په طبیعي ډول د موسم بدلیدو سره یخې ساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.