په سعودي عربستان کي د ښځو پرمختگ

292
18 ساعتونه مخکې

د “Vision 2030” په نوم د سعودي عربستان د ریفورم پروگرام د ښځو اقتصادي پرمختگ لا پسي گړندی کوي. کارفرمایاني په بې شمېره څانگو کي بریالۍ دي. خو دا کار د هغو کسانو د وحشیانه تعقیب په اړه هیڅ نه بدلوي چې بل ډول فکر کوي.

د سعودي ښځي په دغه اونۍ کي ډیری مخ ته ولاړې: د سرطان ۳۴ کلنه پلټونکې ریانه برناوي په ریاض کي د ملک فیصل په عالي کلینیک کي خپل کارځای په نړيواله فضايي اډه (ISS) کي په یوه گرځنده لابراتوار سره بدل کړ.

نوموړې فضانورده به هلته لس ورځي علمي کارونه ترسره کړي او د نړیوالي فضايي اډې له راډیويي ستېشن له لاري به د سعودي عربستان د کوچنیانو او تنکي ځوانانو پوښتنو ته جواب ووايي. هغې له فضا څخه تویت هم کړی او پر مځکه باندي خپلو مینه والو ته یې سلفی عکسونه هم استولي دي چي پکې ښکاري چي د خپلي انا غوږوالي یې په غوږ دي.

په فضا کي د برناوي پاته کیدل دا په ډاگه کوي چي د سعودي عربستان د ښځو په وضعیت کي څومره بدلون راغلی دی. د ۲۰۱۸م کال د جون تر میاشتي پوري لا هغې اجازه نه درلوده چي موټر وچلوي او همدارنگه له نورو کارونو څخه هم منع کړای سوې وه.

Saudi Arabien Symbolbild Frauen
په سعودی کی له ۲۰۱۸ م کال راهیسي ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول سوې دهانځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images

له ۲۰۱۶ م کال راهیسي شهزاده محمد بن سلمان هڅه کوي دغه هیواد هم د اقتصادي او هم له ټولنیز لحاظه عصري کړي. هغه د اصلاحاتو خپل دغه پروگرام ته د “Vision 2030” نوم ورکړی دی.

بې بشري حقونو عصري کول

د بشري حقونو سازمانونه بیا دې خبري ته اشاره کوي چي دغه ډول اصلاحاتو له سیاسي پلوه د بل فکر درلودونکو او د بشري حقونو د فعالانو حالت په هیڅ ډول نه دی ښه کړی. د هغوی د اټکل له مخي په سونو منتقدین په اوږده بند او یا هم د مرگ په سزا محکوم سوي دي.

خو د ښځو له پاره په عمومي صورت حالت ښه سوی دی. په ۲۰۱۹م کال کي د نارینه وو سرپرستي لغوه سوه. ښځو د دې حق ترلاسه کړ چي یوازي ژوند وکړي، د سفر پاسپورټ ته عریضه وړاندي او یوه مغازه خلاصه کړي، پرته له دې چي د هغې پلار، خاوند او یا هم ورور ورسره موافقه وکړي.

د نیشه عرابیا په نوم د لوکسو محصولاتو د آژانس بڼسټ ایښیدونکې مریم موصالي، وايي چي دا یو سترتوپیر دی. هغې دویچه ویلي ته په ټینگار سره وویل: «د سعودي ښځو مخکي له دې چي د “Vision 2030” پروگرام هغوی وهڅوي، پخوا لا پر بوغرې سربیره دغه ډول کارونو ته لیوالتیا درلوده او هغه یې په پټه کوله. که څه هم چي موږ به په لوړو پوستو کي وو، خو هیڅلکه به د یوه شرکت یا کمپنۍ پر ویبسایټ زموږ عکسونه نه وه. موږ به په شرکتونو کي پانگونه کوله خو هیڅکله به مو خپل د محصولاتو استازیتوب نه کاوه. اوس دا هرڅه بدل سول.»

مریم موصالي د ریانا برناوي له فضانوردۍ څخه خوشحاله ده. د هغې په خبره « دا کار به د سعودي پر نورو ښځو هم اغېز وکړي، نجوني او ښځي به دې ته وهڅول سي چی فضاته وخیژي، هغوی به د مالي بڼسټونو رئیساني او حتی سفیراني سي. دغه نجوني به حتی پر دې هم فکر و نه کړي چي دا کار یې له توانه وتلی دی.»

د ښځو د پیاوړتیا له پاره د ښځو ځایونه

کارفرما ماها شیرا، په تیرو پنځو تر اوو کلونو پوري ولیدل چي مخ پر زیاتیدونکي ډول ښځي د خپلو کمپنیو بڼسټ اږدي. د « SheWorks » په نوم د ښځو له پاره لومړنی سعودي کاري چاپیریال دغي بڼسټ ایښیدونکې دویچه ویلي ته وویل چې دا په دې باور ده چي د هغې په شمول به د ښځو ټول نسل له دغو نوو فرصتونو څخه گټه پورته کړي.

Maha Shirah | Befürworterin der Stärkung der Rolle der Frauen in Saudi-Arabien
کارفرما ماها شیرا د ښځو د لا پیاوړتیا له پاره مبارزه کويانځور: Mohammad Obaidi

ماها شیرا غواړي چي دغه بنسټ د سعودي د ښځینه کارفرمایانو له پاره په یوه بڼستیز مرکز بدل کړي. هغه وايي: «زه دا احساس لرم چي زما د هیلو له پاره هیڅ ډول محدودیت نه سته، خلک د بدلون له پاره آماده دي، اولس ځوان او زده کړو ته لیوال دی.»

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.