دلته خدایان خوشاله دي-(ناول) ۵ برخه

لیکوال : ع. رشید

695

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

 نـوی ډیـلی

  

 

(۹)

پوره یوه اوونۍ کیده چې لکشمي همداویل چې: انامې ناروغه ده… کله به چې له درسه خلاصه شوه، په بیړه به یې په سترګوکې خدای پامانی اوروغبړ دواړه په یوځل راسره وکړل او زربه دکورپرخوا روانه شوه، زما هم په زړه کې وه چې دهغې پوښتنې ته باید ورشم، ځکه هغې زما خورا ښه عزت کاوه اودزړه له کومي ورباندې ګران وم، ان چې هره ورځ به یې ځان زما له حاله خبراوه. لکشمي ته به یې همداویل چې زما له هرڅه باید ځان خبرکړي، ان لادایې هم ورته ویلي وو، چې موږ هندیان دوی ځکه نه پیژنو چې دوې له ژونده دسرټکونې اوچا ته په اسانۍ سره دلاس اوږدیدووالاخلک نه دي… ما له ځان سره پریکړه وکړه چې کله سبا کالج ته لاړم له لکشمي به هیله کوم چې ماله ځان سره بوځي، خوکله چې په سبا یی زه کالج ته ورسیدم ترمامخکې لکشمي راته وویل چې:

ـ انه مې دې ډیریادوي، ویل یې چې یوځل یې راوله…

خو ماورته وویل چې ما هم نن هوډ کړې و چې له تاسره یوځای باید یوځای دهغې پوښتنې ته لاړشم، کله چې زموږ درس پای ته ورسید، زه اولکشمي دواړه دهغې په موټرکې دهغې دانا دکورپه لوروخوځیدو، زموږ د کالج او دشهزادګۍ ګلبانودکورترمنځ ډیرواټن نه و، په څوشیبوکې موږ دواړه دهغې بنګلې ته ورسیدو، چوکیدار په ځانګړي درناوي دروازه راته پرانیستله اوموږ ور دننه شو، حکیم لالاپه هم هغه شان لکه چې پخوامې لیدلی و ښکاریده، دبنګلې دباندې یې دربارکړی و، داسې چې که چانه پیژاندی، نوخامخا به یې ویل چې ددغې لویی بنګې اصلي خاوند که دې اوکه نه دی دی خپله دی، کله یې چې زموږ په موټرسترګې ولګیدې راپورته شو، اوپه بیړه بیړه یې ځان راورساوه، زه لا له موټره سم کښته شوی نه وم چې ما لاس ور اوږد کړ، خوده زما لاس ته ونه کتل اونیغه یې غاړه راکړه اوپه غیږ کې یې ټینګ ونیولم:

ـ ته چیریې… له ډیرې اوږدې مودې وروسته، په خیرراغلې… میمم صاحبه ناروغه ده، ډیردې یادولې…

لکشمي خپل موټرودراوه موږ دواړه دبنګې په لورپه داسې حال کې چې حکیم لالا مو مخکې و، روان شو، کله چې تردروازه وردننه شو، داځل داوږده دهلیزپرځای موږ پر هغو زینوقدمونو کیښودل چې دروازې ته مخامخ پورته ختلې وې… دویم پوړ ته وختو، نن په ټوله بنګله کې دهغې ورځې په انډول آرامي وه، ان له هغه اوږده اولرې دهلیز څخه هم نه دوړو اونه دزړو غږ راته… په دویم پوړکې یوه کوچنۍ دوه پله یي دروازه حکیم لالا راته پرانیسته، یوکوچنې دهلیز لابل هم هلته و، دغه دهلیزته مخامخ یوورراخلاص و، موږ هم په همدغه وره ورننوتو، هلته د دویمې کړکۍ څنګ ته دزړې شهزادګۍ پالنګ پروت و، کله چې موږ ورننوتو داپه نمانځه وه، لمونځ یې کاوه، په څنګ کې یې دچا خبره یوه بله مامره دنګه ښکلې ښځه ناسته وه، چې هرچا فکرکاوه خدای په خپل حکمت سره جوړه کړې ده، هغې ګلبانو څارله اودهغې په چوپړکې وه، هغې موږ ته هرکلی ووایه اوهلته یې په یوه خوا کې هغو مخامخ څوکیوته لارښونه کړو، لکشمي راته وویل چې دایې نګورده. دهغې خاوند اوس هم لوی دولتي ماموردی، هغه ټول عمر له هندوستان څخه دباندې په اروپااوامریکا کې خپل ماموریت ترسره کړی دی، ددې نیکه هم ترویش دمخه دهندوستان له لویو نوابانو څخه و…

ګلبانوله لما نځه وروسته، له موږ سره هم تود روغبړوکړ اومخامخ موږ ته کیناسته، خوداځل یې رنګ اوڅیرې ډیربدلون کړی و، بڼه یې زیړه شوې وه… خو څه ېې چې داځل ترتیرځل هم تاوده وو هغه ددې تود اودزړه له کومي هرکلی و… دا دویم ځل و چې دزړه حمله پرې راغلې وه، ځکه یې په خنداکې وویل:

ـ زما ناروغي خورا بده اونامرده ناروغي ده، داده دویمه دیکه یې هم راکړه…

سره له دې چې ډاکټر ورته ویلي ووچې ډیرې خبرې باید ونه کړي، زما مخکې ته یې کابلي بادام اوکشمش راوړاندې کړل اوله هغوسره سم یې وویل:

ـ هغه مهال چې زه لاځوانه وم، موږ ته به دابادام له کابله راتلل، هو، هغه مهال زما پلار ژوندی و، هغه دجنرال نادرخان همزولی اوملګری و، هغوی هم ډیره موده دلته په هندکې وو، په هغه کال چې زما خدای بښلي پلار دا بنګله جوړوله ان پرهغه مهال هم دوې لاکابل ته نه ووتللي، له موږ سره یې راشه درشه درلوده، ان چې وروسته کابل ته ولاړل، دوی به په کال کې یوځل دوه دلته راتلل اوموږ به کابل ته ورتلو، هغوی ښه خلک وو، په هغه مهال ددوستۍ اومینې خلک دوی وو…

ما د دې خبرو ته غوږ نیولی و، چې یوناڅاپه یې پوښتنه راڅخه وکړه:

ـ بښنه غواړم، اوس په کابل کې بادام پیداکیږي؟

 په دغو شپوکې پرکابل باندې سختوجنګونو خوله لګولې وه، رادیوګانو، تلویزیونو اواخبارونو په هغو شپوکې دکابل دورانې اوبربادۍ له وحشته ډک خبرونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسول، کابل به یې ښوده اودوژنو هغه ناپایه بهیربه یې ښود چې انسانان هلته خپلو مټو او وزرو ته لیوان شوي وو، ځکه نو زه هم ناچا روم چې باید ورته ویلي مې وای:

ـ هو، بادام شته خوپه وینولړلي… دکابل دهغو شپو بادام چې تالیدلي اوخوړلي وو له اوسنیوهغو سره خورا زیات توپیرلري…

څوشیبې په یوه اوږده سوچ کې ډوبه شوه، بیایې لکشمي ته مخامخ ورواړاوه:

ـ رښتیا وایی، کابل ټول وسو، کابل ټول وران شو، کابلیان ټول له کابله وشړل شول، اوریدلي مې دي چې اوس په کابل کې داسې کور اوداسې کورنۍ نشته چې دکورنۍ یویاڅو غړي یې نه وي وژل شوي… زه خوهره ورځ دغه بده ورځ چې پرکابل باندې روانه ده پرتلویزیون باندې ګورم… خدای د دکابلیانو مل شي… زموږ خو له دعا پرته نورڅه له وسه نه شی کیدای…

لکشمي هم د کابل پرحالاتوباندې ښه خبره وه، هغې به لاماته هم کله کله دکابل په اړه ویل چې زه به هم نه وم پرې خبر، هغې به ماته داسې خبرونه اوشعرونه راوړل چې هغه به ټول کابل ته اودکابل له پاره ویل شوي وو… موږ لاهم په همدغه ویرکې وو چې دګلبانو نګور راوترپل اوزموږ دخبرولړۍ یې یوپه یوراپرې کړه سترګې یې زما په سترګوکې راخښې کړې اوویې ویل:

ـ زه نه پوهیږم چې ستاسې ماغزه ولې کارنه کوي، څومره جګړې، څومره ورانۍ، اوڅومره بربادۍ… تاسې پوهیږﺉ چې نړې ستاسې په باره کې څه وایی؟ ځوانان هلته مري، ښځې هلته مري، ماشومان اوبوډاګا ن هلته د ګولیو له ډاره سا نه شی اخیستی، سپی په کوڅوکې دانسانانو دمړو غوښې نه خوري، جنت غوندې هیواد مو په دوزخ اړولی دی ولې… دڅه له پاره؟ څه شی لرﺉ چې نه پرې جوړیږئ، ولې له خدایه نه ډاریږۍ، داڅه چې اوس په افغانستان کې روان دي دغو ته کوم انسانی وجدان کتلای شي، داشان کړه وړه دکوم الهي قانون له اصولو سره ورته والی لري؟

ماچې کله دهغې دغه په رډو رډو کې خبرې واوریدې، زما زړه ته کله هم نه رسیده چې دداسې ښکلې میرمن خوله به هم په داسې سپینو ټکولکه چې ماته یې وویل راخلاصه شي، ما په هرڅه ځان ورته ناګارکړ اوهیڅ مې هغې ته دویلو له پاره نه درلودل ځکه نو همداسې غلی پاتې وم خو داچې دهغې خبرو ځواب غوښت ځکه مې په کاږه ورمیږه ورته وویل:

ـ زه هیڅ هم نه شم ویلای، زموږ هیواد داځل دډیروبدوخلکو منګولو ته لویدلی، داسې فکرکیږي چې دهیواد حالت به تردې هم وران شي، په دې چې جګړمار نه دې پوهې دي اونه هم دخپل هیواد دجوړونی، په دې چې دوې پردیویوازې دورانیوله پاره روزلي دي اودخپل کور ورانولو اوخپل ورور د وژلو زمریان اواستازي دي، دوی نه خپله اراده لري اونه غواړي چې هغوی چې دخپلواکې ارادې خاوندان دي په خپل څنګ کې ومني او یایې وزغمي… همداده چې لویوځواکونو جوړکړي اتلان نن هماغه لوی ځواکونه په خپله سړي وژونکو او تمدن بربادوونکی بولي… اوپه دغه پلمه پرافغانستان رابلوسیدلي اود دوی په پلمه، دادي ددغه هیواد نن اوسبا پربربادۍ اوورکې باندې سپاري…

لکشمی زما دخبرې له پای ته رسیدو سره داترغوږ راتیره کړه چې دې هم خپلې زده کړې په لندن کې کړې دي. خاوند یې تل په سیاسې دندو وي، ان چې په کابل کې یې هم یوه موده تیره کړې ده… خو زما له پاره تر ټولومهمه داوه چې ما له داسې ښکلې، دنګې اوسپین رنګې میرمنې څخه څومره سپینې خبرې واوریدې اوپه څه شان یې دزړه له کومي راته وکړې… تورې اوږدې زلفی، غټې غټې سترګې، تړلې تورې وروځې، جګ قد، درانه پښتانه کاته دا ټول هغه څه وو، چې دایې اوس زما په وړاندې دهوسۍ سترګو هغو غوندې درولې وه، هرځل به مې چې ورته کتل بیا به دحمید بابا شعربه رایاد شو:

 چې د باغ صبرې یې پستې ترقامت دي…

زړې شهزادګۍ ډیرې خبرې نه کولې، دهغې له پاره اوس دخبرونه کولو روژه دډاکتر له خوا منظوره شوې وه… په دغه ورځ یې هم ترډیرو پورې لکه چې زموږ خبرې دچاخبره دزړه په زور واوریدې چې اصلي خبره بیاهم داوه چې:
ـ ستاسې ماغزه کارنه کوي، ولې مو دهغه ښکلي هیواد پرتم اولوی نامه ته دومره په سپکه سترګه وکتل، ولې مو افغانان اوافغانیت په ځمکه وواهه… اوولې موددغه هیواد تاریخ ته ونه کتل…

زموږ ټولې خبرې په همدغه ټکي وې، زه یې هم په همدغه ګناه ترګواښ لاندې نیولی وم، داسې چې ګواکی دازه وم اویازه یم چې افغانستان ته، افغانیت ته، اوانسانیت ته په خپل لاس اوراچوم. اویادازه یم چې دخپل هیواد پرتاریخ باندې دجنایاتو داسې یوڅپرکې ور زیاتوم چې هغه هم دافغانستان اوهم دجهان له پاره دشرم یوه بیلګه دی… دګلبانو زړه هم په همدغه ټکي درد کاوه، ځکه یې ما ته مخ راواړاوه اوپه ناروغه څیره یې رانه وپوښتل:

ـ داڅه وشول، داڅه هلته روان دي، ته راته ووایه چې دمحمود اواحمدشاه پرلتو باندې اوس داسې یوڅوک نشته چې دغه خلک اودغه ویاړلی ملت له دغه شره وژغوري…موږ تل همداوایوچې ولې دهغو لویو نومیالیو ځای اوس خالي دی، اوکه خالي نه وي نوبیا ولې موږ ته نه راښکاري…؟

د زړې شهزادګۍ داپوښتنه لاسمه پای ته نه وه رسیدلې چې حکیم لالا اودهغې درملونکی ډاکتر دواړه جوړه پرکوټه راننوتل، زموږ دخبرو لړۍ وشکیده اوهغه مودډاکترپه لیدو ګردې په ټپه ودرولې، لکشمي اودګلبانو نګور د مخامخ کوټې دروازه خلاصه کړه، موږ هلته ولاړو، هلته موږ درې واړو دخپلو خبرو تګلوری په بله کړل، هغه ستړې ستړې خبرې چې دلته یې نه یوازې زما بلکی دنورو زړونه ستړي کول اودستړو زړونو خبرې وې، هغه مو ګردسره پریښودې، لکشمې هم په څه شي پسې دباندې ووته، زه اود زړې شهزادګۍ ښکلې نګور یوازې سره پاتې شوو، داچې زه یې دخپلې خبرې په سیده ګوزارونو ویشتلی اوپیکه کړی وم، زما له پاره داهم اوس دهغې ترخواښې کمه نه ښکاریده، داچې ډیره ښکلې وه، دهغه انځوریې زه اوس هم په ذهن کې نه شم جوړولای، ځکه مې نورهرڅه په خپل ځای پریښودل اوددې دنامه پوښتنه مې ترې وکړه چې دې راته وویل:

ـ زه ددغه کورناوې یم…

ـ زه پوهیږم چې ته ددغه کورنه یوازې ناوې یې بلکې ښکلې ناوې هم یې خونوم مو؟

ـ نوم مې لیلا خان دی…

ـ ډیرښکلی نوم مودی خو…

ـ ولې خو؟

ـ هیڅ هیڅ ( په موسکا )…

ـ له خو څخه مو موخه څه ده مهرباني وکړﺉ راته ووایی… په زړه کې یې مه ساتۍ، هیله کوم…

لیلا راته جدي غوندې شوه، په دې چې ما هغې ته هسې دسترګو په رپ کې دا ناڅاپی پوښتنه چې زه پوهیدم پرې راوپاریده پیداکړه، هغه په دغه خبره یوڅه سره نیولې غوندې شوه، ان چې په ښکلي مخ کې یې دنابللې سرخۍ څپې سره لاړې اوراغلې… زرمې ورته وخندل اوورته ومې وې چې دومره مهمه خبره نه ده، ته باید دومره سره نارامه نه شې… خوهغه نارامه شوې وه ځکه یې بیا وویل:

ـ زه هیله کوم چې خبره مووکړﺉ، کومه خبره چې دویلو وي اوونه ویله شي، هغه دوې ستونزې رامنځ ته کوي او دوه لوري سره ځوروي…

د دې دسختو احساساتو په ځواب کې ما خپله خبره چې دې ته به هم ډیرنادره وه اویابه نه وه وکړه:

ـ وایی چې لیلا دومره ښکلې نه وه لکه چې ته یې…

ډک زړه یې سره خالي شو، په خندا راته شنه شوه، دواړې وروځې یې نورې هم یوې بلې ته سره نژدې شوې اوویې ویل:

ـ هې بابا زما خود زړه راپه درد کړ، نژدې وه چې لکه بي بي پرما هم حمله راشي،… لیلا که ښکلې نه وای کیسې به یې نه کیدې، نوم به یې ښکلی نه و، اودښکلاهنګامه به یې ترموږ پورې په ښکلاسره نه رارسیده، ته چې وایې ښکلې نه وه، زه داخبره نه منم لیلاښکلې وه…

ـ وایي چې دومره ښکلې نه وه، خو دمجنون لیونۍ مینه وه چې هغې ته یې ترښکلاهم لوړه برخه ورکړه…

ـ بس ته داومنه چې لیلاښکلې وه، داکه دمجنون په سترګو وه اوکه دنورو…

 هغه ښکلې وه…

موږ لاپه همدغه دربه کې وو چې لکشمي راننوته اوویې ویل چې ډوډۍ تیاره ده، خو لیلې هغه کینوله اوپرهغې یې زموږ دخبرې سپیناوی پیل کړ، هغې په پیل کې فکرکاوه چې موږ تراوسه هم هغه سیاسې خبرې سره شاربو، ځکه یې هغې ته وویل:

ـ ببو، پریږده، دغه خوارکي ته اوس هم دکابل غموڅه نه دې ورپریښی، دهغه خپله زړه له وژنو اوبدمرغیو شین شوی دی…

خو کله چې لیلې زموږ دپوښتنواوخبروټوله کیسه له سره ترپایه ورته وکړه نوبیایې ورته وخندل:

ـ په دې کې خو شک نشته، چې زما په ټوله باباګنۍ کې ترتاښکلې ښځه نشته، دی رښتیاوایی… ته یې باید ومنې ځی چې هلته ډوډۍ تیاره ده… زما خبره ستاسې دواړو په منځ کې داده چې ته هم رښتیاوایې اودې هم…

د ډوډۍ په هال کې موږ ټول یاره، لکه چې لس تنه سره راغلي وو، ښایسته نجلۍ ترهرڅه دمخه تیار اچولی شراب رامیدان ته کړل، هرچا یویوګیلاس واخیست، زماپه زړه غله راګډشول، چې اوس څنګه وکړم، نه مې ویلای شوای چې نه اونه مې بله پلمه په درواغوخولې ته راتله، په دې چې دلته هغه څه چې زما فکرواویاچې ما باید هغه په نظرکې نیولی وای یوازې له یوه تظاهره پرته بل څه نه ښکاریده، ځکه مې له هغې ښکلې نجلۍ څخه یو ګیلاس لکه دنورو په شان په طبعي توګه واخیست اوله څه خوارکې توکو سره مې له ځان سره ونیو، هیچا هیڅ هم ونه ویل اونه څوک دچا په فکرکې وو،ما ته هغه مهال قوماندان یارجان رایاد شو، چې خارجیان به ورته راغلل له هغوسره به یې شراب خوړل، خو چې هغه به ترې تللی نه وو، ده به بیا ترهرچا دمخه چغې وهلې چې: «  ولله چې ځان یې راباندې مړکړ چې ورسره مل شم، شراب ورسره وخورم خو ایمان مې اجازه نه راکوله، ماویل چې داجهاد به مې په خاورولاهو شي…»

 په داسې حال کې چې دې خپله خلکو لیده چې دهغوی په سترګوکې څنګه خاورې ورشني…

په همدغه مهال کې ډاکټراوحکیم لالا هم راغلل اوله ټولویې هیله وکړه چې له بې بي سره څوک ډیرې خبرې ونه کړي… ډاکټر لاداهم وویل چې:

ـ څوک مه ورځې، کیدای شي، کومه بله حمله هم زرورباندې راشي، له هغې سره خبرې مه کوﺉ… ماته یې وکتل اوپه خنداکې یې راته وویل، چې زه خو باید ورسره ونه غږیږم په دې چې زما خبرې دومره درنې دي چې ډیر پیاوړي زړونه یې واوري هم نه شی ورته ټینګدای…

هغه په رښتیاهم ناروغه وه، خوله دې سره سره موږ نن له هغې سره خورا زیاتې خبرې وکړې، خوداچې ډاکتر وویل تاسې به نه ورځي زه په دغه خبره یوڅه خپه شوم… په دې چې هغې کومه پوښته له ماکړې وه، مادهغې ځواب باید دې ته ویلی وای…

زه په همدغه سوچ کې وم چې لیلې زما اولکشمي په مخ کې دساقی نجلۍ له ټوکرۍ دوه نورګیلاسونه هم دمیزپرسرکیښودل… نوروهم واخیستل، لیلې له ټولو هیله وکړه چې ددې خبرې ته ټول یوغوږ شي… ماته یې لاس ونیو اوویې ویل:

ـ داښاغلی دولت خان دی، له کابله راغلی، له لکشمي سره یوځای په یوه کالج کې درس وایی، نن زموږ ګران میلمه دی،موږ تل دخپلو پخوانو مینه په ده ماتوو، همداده چې دده په سرسلامتي به یې….

لیلې لا دا خبره پای ته نه وه رسولې چې ټولو زما په سرسلامتې وغړنګول… لږ مهال لا نه و تیرشوې چې له هرې خولې بیا هم هغه یوه خبره راووته چې:

ـ په دې وطن کې مو څه حال جوړکړی، ولې دپردیو منئ، ګورﺉ که یوڅل کمزوري ورمعلوم شوﺉ، بیا درباندې راځي او داسې غلامان به درڅخه جوړکړي چې نه یوازې به دوې ملنډې درباندې وهي بلکی ټوله نړې به درباندې خاندي…

خوما یوازې دومره ورته وویل:

ـ نه پوهیږم چې پرموږ څه وشول؟ څه به کیږي اویاموږدکوموسترګوبلاوخوړو… یوازې دومره درته ویلای شم، چې زموږ خلک لاهم پرهغو رازونو چې داشل کاله ددوی په څنګ کې روان دي اودهغوی پرمکاریو چې ددوې پرسریې کوي نه پوهیږي، دوی یوازې خپلو ارادو اوسپیڅلتیاوو ته رښتینې دی زموږخلک دزړه له کومي زړه سواندي دي، میړاني دي، په خپله خبره ولاړ دي، آزادي خوښونکی دي، له یوه اوبل سره پر دښمنۍ باندې دتل له پاره باوري نه دي، خو داسې ښکاري چې یوه ځواک اویوچا یوداسې جادوورباندې کړې چې تراوسه نه دوی اونه هم نور څوک پرې پوهیږي…

لیلې ځان په خبره کې راواچاوه:

ـ دا خبره زموږ له پاره هم څرګنده ده، موږدکابلي والا په نیت اودیانت باندې له ډیرپخوا څخه پوه یو، خو اوس پوښتنه داده چې دغه جادګر،اودغه ځواک چې دغه هیواد ته یې دبدنیتۍ تلک ایښی څوک دي؟

ډاکتر مخکې تردې چې زه څه رښتیا او دروغ نوردوی ته ووایم، زما وارونیو اوویې ویل:

ـ تاسې پوهیږې چې دایدس ناروغي په پیل کې په څه شان خپریده؟

ما لکشمي ته مخ ور واړاوه اوپوښتنه مې ترې وکړه:

ـ ایدس څه شي ته وایی؟

ـ یوه ناروغي ده…

ـ څه ډول؟

خو هغې ځواب راته ونه وایه، ډاکتر دلکشمی ځواب ته سترګې په لاره و، ځکه یې ماته نورڅه ونه ویل اوهغه ته یې ځواب ورکړ:

ـ که موږ په دغه راز پوهیدای اویاموپه دغه باره کې معلومات درلودای، نوموږ به هم تاغوندې ډاکتران وای…

ډاکټر دا پوښتنه زما دخبرې په اړوند رامنځ ته کړې وه، نورچاهم دځواب په توګه څه ورته ونه وې ځکه یې بیاخپله ځواب کړه:

ـ هغه مهال چې د دې ناروغۍ په اړه خلک نه پوهیدل، ډاکټران هم نه پوهیدل، ناروغان هم نه پوهیدل، هره یوه به هم داخبره کوله چې داڅه شان ناروغي ده، چې نه پرې پوهیږو اونه هم کوم دوا درمل لري…څوک په دې هم نه پوهیدل چې له چا څخه ده اوله کومه راپیداکیږي؟ دولت خان هم اوس دافغانستان په اړه هماغسې خبره وکړه چې نه پوهیږي هیواد یې دچا له خوا دڅه له پاره اوس په دغه ورانوونکي اورکې سوځي اوخلک یې ولې داسې کړیږي؟

د ډاکټر خبره موږ ټولو ورسره ومنله، خوزه دایدس په مانا نه پوهیدم، لکشمي هم راته ونه ویله ځکه مې نه دې ښه ځواب ورکړ اونه هم دبد اونه مې نوره دوی ته ورښکاره کړه چې زه ګواکي دایدس په مانا نه یم پوه شوی… په همدغه وخت کې حکیم لالا هم خپله وکړه:

ـ مسلمانانو لاره، نه لاره همدایوافغانستان یې لاره داسلام دښمنان اوس پرې پوه شول چې داسلام خرابې او آبادی په همدغه هیواد پورې تړلې ده ځکه یې داده ملاورته راوتړله چې باید وران یې کړي، داسلام ددغو دښمنانو په بربادۍ یې پورته کړﺉ…

لکشمي اولیلی داتیارې پیالې نورې هم ماته راوړاندې کړې اوویې ویل:

ـ وڅښه داهم وڅښه حکیم لالا ددښمنانو دبربادۍ په هیله یې وڅښه… ځکه چې دلته یوازې ډاکټر… دی. زه خو شکرالحمدالله داسلام په دښمنانانوکې نه راځم…. که داونه څښې زه پوهیږم چې حکیم لالا دې دوزخ ته لیږي…

ما داګیلاس هم په سرواړاوه اوحکیم لالا ته مې دکوټې له دغه سره دشاباسی په نامه لاس پورته کړ، خولکشمی په دغه نښه یوڅه نارامه شوه په دې چې هغې وویل: حکیم لالا دې وپړساوه، اوس یې ګوره چې نورې نورې نادرې هم راوباسي… خوهیله یې ترې وکړه چې نورڅه ونه وایی…

ټول سره تاوده شول، لکشمی اوس د نشه یانو سره مل شوې وه، لیلاهم، خویوازې زه وم چې تراوسه هم نه نشه وم اونه مې دنشې آحساس کاوه… یوازې لیلا لکه چې پوهیده دهغې پرما پام و، هغه راغله اوله ما اولکشمي سره یوځای کیناسته، له ناستی سره سم لکشمی بیاهیله ترې وکړه چې هغه له ماسره دکابل دغمونو په باب خبرې ونه کړي.ځکه یې هغې ته وویل چې دولت خان یوډول لنډۍ وایی چې دوه بیته یې سړې لیونې کوي..

هغې په حیرانتیا وپوښتل:

ـ هغه څه شی دي؟

ـ شعرونه دي لکه ستاسې د روهیلکڼد چاربیتې خو ترهغو هم خوږې اوسوځونکې…

لیلا راته موسکۍ شوه اوراته ویې ویل:

ـ نورو پوښتنوته خومې دځواب رانه کړچې لنډۍ راته ووایې دامو هم قبولی دي…

زه له لکشمي سره اوس حیران وم، هرچیرې به چې کیناسته زما اوخپل بازاربه یې په لنډیو توداوه، داسې کټ مټ پیښه زما له تقدیرسره له ډیرپخوا جوړه شوې وه، هغه مهال چې زه لا ماشوم اودښوونځي په دویم اودریم ټولګي کې وم، زموږ په کلي اوشاوخوا بانډو کې به چې دچا خوښي اوخوشالي وه، زما نیکه دخدای وبښي هغه خو به خامخا پکې و، زه به یې هم له ځان سره روان کړم، دیوعالم خلکوپه منځ کې به ودرولم ترانې به یې راباندې ویلې، زه به له خلکو شرمیدم خو داچې نیکه به مې امرکړې و، دهغه خبره چا په مځکه غورځولای شوه، بس نو دچا خبره چالان به وم، اوس هم کټ مټ کانه راباندې شوې وه، بس لکشمي وه اوزه چې وبه یې ویل لنډۍ نوبیا به زما سرو اود ښکلواستانه… لنډۍ به مې ویله له هغه وروسته به مې هغه په هماغه نازونزاکت سره ورته ژباړله چې هماغه نازکی یې باید دوی هم احساس کړي…

دلیلې د غوښتنې سره سم مې لکشمي ته مخ ورواړاوه، هغه پوه شوه، زریې قومانده راکړه چې:

ـ د شرابو په باب خو دې یوه ورځ هم خوله نه ده خلاصه کړې، وګوره یوه داسې لنډې ووایه چې دشرابوپه باره کې وی، دښکلو په باره کې وي…

لیلالکه چې په دې رضا وه، چې په دغه اړه یوڅه ورته ووایم، د هغې څیره هم بل ډول شوې وه، ځکه نو مخکې تردې چې دشرابو ستاینه وکړم خولې ته مې یوناڅاپه راغله چې:

مخ دې په سپین کې سرخي وایي لکه خاصه چې پرګلاب وغوړوینه

لکشمي هغه لنډۍ ترما دمخه هغې ته په خپله ټوله نازکۍ سره تشریح کړه، داسې چې دهغې په اوریدوسره نورهم سره شوه، نوره هم ګلابي شوه اونوره هم سره وغوړیده،داسې چې هرچا ورته کتلي وای، نوهغه زموږ دمشرپه وینا بچی خو مې نه و چې نام خدا او یایې ای شو !؟ نه وای ورته ویلای…

ماخودالنډۍ ډیره، ډیرو ښکلو ته ویلې وه، خو دومره اغیزیې چې پرلیلا کړی وپرهغوی یې ګرده سره داسې نه و کړې لکه مارچې دمداري شپیلۍ ته په ملاراماتیږي هغسې ویاړي شوې وه اواحساس یې په رښتیاهم خورا لوړشوی و. چې ماهم داسې احساس ډیرلږ لیدلی اوحس کړی و، هغې له دغې لنډۍ وروسته ما ته په روغ نظرنه کتل، هغې فکروکړ، چې دالنډۍ به ما همدا اوس ددې دښکلادخیرا ت له پاره جوړه کړې وي…

لکشمي هم پرې پوه شوه، هغه پوهیده چې ددې لنډیو ویونکی ساده څوک نه دي، همداده چې په زړونو لګیږي اوزړونه له زړونو خبروي…ځکه نو دخپلې هغې په انتظاروه، رښتیاخوداوه چې لکشمی خپله اوس په داسې لوړتیا کې وه چې له ما پرته یې اوس نورڅه نه لوړلیدل اونه یې غوښتل چې ویې وینې، ځکه خویې یوځل چې سرزماپر مټ راکیښود یوه نرۍ زونګه یې ترغوږ هم راتیره کړه چې ګواکي دا ستا غمونه دي چې زه…

په دې خاطرچې ما یې پام په بله خواکړی وي، زرمې ددې دبوختیا له پاره ورته وویل:

ـ لنډې دې اورې که نه؟

ـ وایه ما ترلیلا دمخه غوښتې وه، نه پوهیږم چې هغې څه جادو درباندې کړې چې هغې ته ګورې هرڅه ترهغې ځاروې، زما لنډۍ دې هم ترهغې ځارکړه…

ـ غم مه کوه،غم، ستادپاره ویل شوې…

ـ وایه،زه باورلرم چې دشرابوپه باره کې به نه وي ځکه پښتانه شراب نه خوري او نه یې ستایي

مازر ورته وویل:

ـ نه لنډې دهرڅه په باره کې شته دشرابو په باره کې هم شته، پښتانه دومره هم نه دي چې شراب به نه پیژني او یابه یې په سندروکې ځای نه وي ورکړی:

هغې مخ زما پراوږه باندې کیښود اوماهم په نرم آهنګ سره ورته ووې:

 شراب په شرعه ناروا دي

 ما ته روا دي دیارغم پرې غولومه…

لکشمی لاڅه چې لیلا یې هم سره وبوږنوله، دلکشمي خو سترګې له اوښکوراډکې شوې، ما ته یې داسې وکتل، چې زه یې دزړه په غږ باندې په همدغو یوکتوکې پوه شوم، هغې زر خپلې کوربنې اوښکې دسترګو له دالانه زما له میلمنو کتو څخه په یوه خوا کړې اوترخوله یې راووتل:

ـ مافکرکاوه چې تاسې به یوازې لکه چې خلک وایې دجګړو پهلوانان یاست، خو داسې نه ده زه اوس پوهیږم چې له تاسې سره دښکلا اوعاطفی لیونۍ پرښته هم تل خپله ملتیا کوي…

لکشمي خورا ځیرکه نجلۍ وه، هغې نه غوښتل چې له خپلې مینې څخه نانځکه جوړه کړي اویایې دهرچا په خوله کې ورکړي، ما اوهغې تراوسه هم یوه اوبل ته په دغه باره کې خپله وروستې پریکړه نه وه ویلې، همداوه چې دې هم تراوسه چا ته دا نه وو ویلی چې ګواکي دا اویازه له یوه اوبل سره مینه لرو.

په دغه شیپه کې یې هم خپله تلوسه ترپښولاندې کړه اوخبره یې په خورا ځیرکۍ سره په بله کړه:

ـ رښتیا ووایه زموږ ببو ډیره ښکلې ده؟

لیلا ما ته وکتل، له کتویې پوهیدم چې غواړې دخپلې ښکلا په اړه له مابیاهم څه واوري ځکه مې زرځواب ورکړ:
ـ د خاوند یې د نصیب شي، هو، ډیره ښکلې ده…

ـ ته څه پوه شوې چې هغه ډیره ښکلې ده؟

ـ داخودپوهیدو خبره نه ده شرعه حاضرته ګوري، هغه چې هرڅوک ګوري وایی ښکلې ده، ښکلې ده اوښکلې ده…

ـ زه خونه پوهیږم چې دهغې څه شی ښکلي دي،

ـ که زه درواغ وایم ته زما په ځای شه اوپه ځیرځیرورته وګوره…

هغې بیاهم باور ونه کړ، په خبره کې یې خبره راویسته اوویې ویل:

ـ نه ته دې خپله دښکلانښه راته ووایه، خلک هسې شي ته هم ښکلی وایی…

ما لا دلکشمی خبرې ته ځواب نه و ورکړې چې دلیلا ترخوله راووتل:

ـ که زه پوهیدای چې خبره به دومره تودیږي، نومابه پرتارحم نه و اوکړی اوستا به هم داسې حال و لکه دنورو…

زه حیران شوم، چې داڅه وایی، لږ سوچ مې سره وکړ، رایاد شوه، چې داددې لورینه وه، چې ان دشرابوله پیله یې زما ګیلاس بیل کړی و اوزه یې له خدایی ګناه څخه ژغورلی وم. زه حیران وم چې زه لیونی یم که دوی؟

خو ماورخلاصه کړه چې زه تردې نورڅه نه لرم زموږ لوی نازکخیال شاعر، کلونه مخکې پرهم دغه هندوبارباندې نصیب ورپیښ کړې و، ګوره چې به ده هم په کوم دیاراودربارکې لکه موږ چې نن دلته سره ناست یو، له یوچا سره، له ښکلوسره ناست و، ځکه یې یوه همداسې ښکلا چې زه یې په هسې ساده الفاظوکې یادوم ده په خپل شعر سره ستایلې وي، زه هم وایم، چې لیلا ښکلې ده، داسې:

چې دباغ صبرې یې پستې ترقامت دي

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي

 ښکلي غاښ دې مرغلرې نه دي څه دي…..

شپه ناوخته شوې وه، زموږ دمجلس یاران ټول هرې خواته سره واسکټ واسکټ شوي وو، خو حکیم لالا اوډاکټر ناست وو، ما لکشمي ته مخ ورواړاوه چې انایی باید دخداپاماني په خاطروګورو، هغې لیلې ته وویل، لیلې ډاکتر ته وکتل دهغه خوښه نه وه، له دې سره سره هم لیلا ورغله خو چې بیرته راووته ویی ویل چې هغه دم ګړۍ ویده ده، ځکه نو موږ ونه شوای کولای چې هغه دشپې په هغه تنګ زړه کې وګورو، یوازې مې لیلا ته مخ ور واړاوه اوورته ومې ویل چې که دخدای رضا وه زه به بیا ډیرزر راشم، هغې راته وخندل اوراته ویې ویل چې که ته رانغلې زه به درپسې درشم… نورته زموږ له دامه په سپکوڅانګونو الوتی نه شې…

 زما میلمه پالي چې تراوسه په لاره تلای شول ساړه څانګونه، دښکلې بنګلې په زینوکې له ماسره راکښته شوې، لیلاچې لا یې راکوزیدو ته دوې زینې پاتې وې، بیاراته په خندا شوه،اوترغوږ یې راتیره کړه چې داځل خو مې دلحاظ وکړ، بل ځل به که نصیب وته هم په دغوزینوکې داسې روغ رمټ دمځکې ترتله رانه ونه رسیږې… خوما بیاهم مننه ترې وکړه، موږ له بنګلې راووتو لیلا مې یوې خواته وه اولکشمي مې بلې خواته، هغې خواته ترهغه زړه ونه لاندې په هغه زاړه قبرباندې چې تیرځل مې له نژدې لیدلی واوڅنګ ته یې یوزوړ کتاب په روښانه توروکې هم ایښی و شمې بلیدې اونرۍ نرۍ زیړۍ رڼاوې یې له لرې هغوی ته چې هغې خوا ته به یې کتل داسې چې تابه وې وروستۍ شیبې یې دي کولې.

د لویې سردارې بنګلې د انګړدننه مو خدای پامانی سره وکړ، ډاکترله پاسه راکښته نه شو، حکیم لالاهم راونه ووت، یوازې موږ درې واړه اوس دلته ولاړوو، لکشمي خپله موټر راویست زموږ په څنګ کې یې ودراوه، بیرته راکښته شوه، لیلې ته یې مخ ور واړاوه نه پوهیږم چې پوښتنه یې ترې وکړه اوکه یې تشریح ورکړه:

ـ ببو! دولت خان دې خوښ شو، بدزلمی نه دی؟!

ـ ددولت خان عمردې ډیروي، ماته یې نن داسې احساس راوباښه چې له ماشومتوبه ترننه چا نه ورابښلی، هو، هغه ورک احساس، هغه مرور اویوله پیړیو پیړیو ورک احساس، لکه چې هندوان هم وایې چې موږ په یوه او بل جنم کې داسې وو اویاداسې… اوموږ هم لکه چې په یوه جنم کې له یوه اوبل سره ډیرنږدې خپلوان وو…

لکشمي له لیلا سره خدای پامانی وکړ، زما سریې په دواړولاسوکې ونیو، په یوه اوبله خوایې داسې ښکل کړم لکه چې کله به له غزني څخه کورته ستړی ستومانه راغلم اوموربه مې په مینه مینه ښکلولم، ماهم دا داسې کلکه کلکه په یوه خوا اوبله خوا ښکل کړه چې دزړه له کومي یې خوند راکړ ځکه مې داهم ورته ووی:

ـ تا رښتیا وویل، ما هم نن داسې احساس وکړ چې زما اوستا ارواوی ښایی هغه خوراو ورور وي چې کوم وخت په دغه لوی ملک کې کوم ظالم واکمن له یوې بلې څخه بیلې کړي وي…

پاتې لري

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.