ما ویل دا ټوله مځکه اور ده
مکتب مې بند دی، زه به چا ته کړم عرضونه
کۀ غږ مې اورې، اواز وکه
د سر کوپـړۍ مې ښايي دړېوړې شینه
زما ټوټې ـ ټوټې زړګیه
چې مازديګر شي له فیسبوک دې ټولومه
د لنډیو د دې برخې لهپاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:
پر زړۀ مې څه بلا پرته ده
عالم ته روغه په خندا ولاړه یمه
جنګه د ځان سره دې بیایم
له ګړنګونو نه دې ښکته غورځومه
لالیه غبرګ راسره ژاړه
د جدایۍ خبرې موږ خرابوینه
د پاچاهۍ لایقه یاره
چې په اوربل دې غبار کینې وژاړمه
جانان به سر راپورته نه کړي
که د خازې خوا کې ولاړه وچه شمه
له غریبۍ مې ګیله وشي
ګنې د څنګ ملگري هېڅڅوک نه پرېـږدینه
ما ویل دا ټوله مځکه اور ده
مکتب مې بند دی، زه به چا ته کړم عرضونه
د بل وطن په مېلو ورکه
د مور نازکه غم دې تکه ژېـړه کړمه
کۀ غږ مې اورې، اواز وکه
د سر کوپـړۍ مې ښايي دړېوړې شینه
و به دې نه بښم جانانه
زما پرزړه باندې دې ایښي دي اورونه
زما ټوټې ـ ټوټې زړګیه
چې مازديګر شي له فیسبوک دې ټولومه
د سوي لاس پوښتنه کېـږي
د سوي زړه پوښتنه هيڅوک نه کوينه
يو د وطن غمونه ډيـر دي
بل مې د ښې ورځې ياران بايللي دينه
د سپېنې خولې حجاب مې مات شو
د ژاولـــو ټک می هــلــکــانــو واوریــدنــه
چې غلې نه شې، پام دې نیسه
اوس هغه نه یم اندېښنو خوړلې یمه
د خوشالۍ دښمن ته وایه
سبا اختر دی، څوک دې نۀ ازاروینه
د کوټې تير راباندي پروت وای
راباندي نه وای د زاړه سړي لاسونه
له مجبـورۍ مې کـډې بـار کـړې
چې مجبور نه وي، څوک خيالي کابل پرېـږدينه
په چا به کور کلی ورانیـږي
په چا ورانیـږي تر کابله وطنونه
څنګه د یو بل لیوني وو
څنګه مو واخستل له یو بل نه لاسونه
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.