لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۲۱۳ برخه

آصف بهاند

241

موږ د ناښاد وطن بچي یو

په موږ اباد شول د پردیو وطنونه

 

د تُور دکن مُسافر راغلل

زما دوس لالى له ژرندې نه راځينه

 

خدای به دې راولي جانانه

د چای پیاله کې مې اکثر ډکي راځینه

 

یو ځلې راغی خوله مې ورکړه

لار یې سهي کړه په غضب ککړه شومه

 

د لنډیو د دې برخې لپاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:

الله دې ژر تياره ماښام کړي

چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېـږمه

 

کور دې خالي له غمه مه شه

پر ما راغلې ورځې ستا له لاسه دینه

 

په بلۍ جگه ټیټه کېـږې

د څرخې تار مې منجوړه شو، غرق دې کړمه

 

خلکو اختر کې غاړې ورکړې

ما چې لمونځ وکړ کور ته راغلم ژړیدمه

زما شتمن لالي ته وایه

په پیوندي کمیس مې تېر کړل اخترونه

 

اختر به وي جانان به نه وي

خدایه ته ورک کړې بې دیدنه اخترونه

 

د کلي گرد چاپېره گرځم

چې پرې رغېـږم هغه سترگې نه وینمه

 

زړه راته گډې وډې وايي

هغه څوک غواړي چې یې گران دي دیدنونه

 

خدای به دې راولي جانانه

د چای پیاله کې مې اکثر ډکي راځینه

 

یاره که وس مې رسېدلی

لکه سپوږمۍ به دې په سر ولاړه ومه

 

مازدیگر مه گوره، ما گوره

مازدیگر تل وي، زه به کله – کله یمه

 

یو ځلې راغی خوله مې ورکړه

لار یې سهي کړه په غضب ککړه شومه

 

د بادشاهۍ لایقه یاره

ستا په تندي گردونه زړه سوری کوینه

 

زه چې وړوکی وم باچا وم

چې لوی سړی شومه، د غم ټيکه‌دار شومه

 

موږ د ناښاد وطن بچي یو

په موږ اباد شول د پردیو وطنونه

 

پر وطن خړه غریبي دہ

وړکي گرَم نه دي چې د مور غېـږه پرېـږدینه

 

په دنیا تول د مېـړو نشته

تول د پیسو دی خاینان بادشاه کوینه

 

امر ثاني نه دی، قيامت دی

زه مې قلم او دفتر دواړه ښخومه

 

امر ثاني نه دی، قيامت دی

امر ثاني ته به شي جوړ بغاوتونه

 

د تُور دکن مُسافر راغلل

زما دوس لالى له ژرندې نه راځينه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.