مختلط یا مېکس میتود تحقیق

عزت‌الله ادیب

428

د اګست ۲مه، ۲۰۲۳

پس منظر

د مختلط میتود څېړنه یوه تازه غوړیدونکې یا نوې را څرګنده شوې میتودولوژي ده چې د دریم میتودلوژیک حرکت په نوم یادیږي. دا مخ پر ودې میتودولوژي په مختلفو برخو کې د څیړونکو او ساینس پوهانو لپاره داسې نوی حرکت دی چې د څېړنو په برخه کې یې چټکه وده کړې او په مختلفو برخو، لکه صحت، تعلیم او تحصیل، ټولنپوهنه، تجارت او اقتصاد په برخو کې ډیر کاریدونکی میتود بلل کیږي. ددې میتودولوژي د ظهور، جوړښت، پرمختګ او تکامل په اړه ډيری نظریات او روایتونه موجود دي، خو په دې هکله د کریسویل او پلانو کلارک (Creswell & Plano Clark, 2011) لخوا د مختلط میتود تاریخ او تر نن ورځ د ارتقا په اړه روایت او نقشه خورا مشهوره ده. دې دواړو لیکوالانو د مختلط میتود د تکامل لاندې پنځه دورې ذکر کړې دي؛

  • جوړښت: ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې
  • د هدف او پارادایم په اړه بحثونه: ۱۹۷۰ څخه د ۱۹۹۰ لسیزې تر اخرو کلونو پورې
  • د طزرالعمل او کړنلارې پراختیا: ۱۹۸۰ څخه د ۲۰۰۰ تر ورستیو پورې
  • نیاو غوښتنه او پرمختګ: ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۹ کلونو پورې
  • انعکاس او ډیر کاریدل: ۲۰۰۳ څخه تر نن ورځ

په دې موده کې د مختلط میتود په اړه زښت زیات بحثونه شوي دي، د دې میتود قوي یا مثبتو او کمزورو یا منفي نقطو په اړه مقالې او کتابونه لیکل شوي دي؛ خو ځینې ساینس پوهانو دې برخې ته ډير کار کړی دی، چې تر نن ورځ یې په دې برخه کې نوم روښانه او ډیر یادول کیږي.

پېژندنه

مختلط میتود یوه هر اړخیزه څېړنه ده چې د یوې موضوع یا واحدې څېړنې لپاره د کیفي او کمی میتودونو څخه، یو مشخص او واحد هدف ته د رسیدو لپاره، په زنځیره‌ایز کار اخلي. د یوې خورا مغلقې او پېچلې موضوع د شنلو او څیړلو، اطلاعاتو را ټولولو او تحلیل لپاره مختلف میتودونه سره مدغم کوي؛ تر څو د موضوع اړوند داسې پوهه-مالومات او پایلې تر لاسه شي چې یوازې د کمي یا کیفي میتود په کارولو سره یې تر لاسه کول ناممکن وي.

د مختلط میتود څیړنه په ټولنیزو علومو کې د داسې پېچلیو او مغلقو پوښتنو لپاره د حل موندلو او باریکو موضوعاتو په اړه د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره رامنځته شوې دي، چې یوازې د کیفي یا کمي میتود پر مټ ورته رسیدل ناممکن وي. په یوه څېړنه کې د دواړو میتودونو ادغام د موضوع اړوند بشپړ تصویر رامنځته کوي، او څېړونکو ته د ډاټا د تثلیث وړتیا ورکوي. د ډاټا تثلیث د پایلو د اعتبار او باور سطحه لوړوي.  په دې سره ویلی شو چې مختلط میتود څیړنه درې برخې لري.

  • کمي جز یا برخه

کمي جز له سیستماتیکو تجربوي میتودونو سره د شمېرو او احصائیوي تحلیل پر مټ تر سره کیږي. څیړونکي ډيری وخت سروې، تجربوي څیړنې، ارزیابي، یا ثانوي مالومات تحلیلوي تر څو د متغیرونو تر منځ اړیکې، او رجحانات اندازه کړي. دا برخه د پایلو د تعمیم کولو وړتیا لري او د څېړنې د ستونزې په اړه د پوهاوي کمیتي اساس چمتو کوي.

  • کیفي برخه

کیفي برخه د غیر عددي مالوماتو د را ټولولو پر مټ د مانا، تفسیر، او د ګډون کونکیو پر موضوعي او شخصي تجربو د پوهیدو لپاره کارول کیږي. په دې برخه کې څیړونکي د مرکې، فوکس ګروپ، مشاهدې او د محتوای تحلیل په کارولو سره د څیړنېزې موضوع پېچلتیاوې او اړونده لنډیزونه پلټي.

  • د ادغام برخه

د مختلط میتود په جریان کې د مالوماتو را ټولولو، تحلیل او تفسیر پر مهال د مختلفو میتودونو د ادغام پروسه عملي کیږي. دا پروسه د موندنو د تثلیث، د پایلو د تصدیق او د څیړنېزې ستونزې په اړه د لا پراخې پوهې د رامنځته کولو په برخه کې خورا زیات اهمیت لري. که د ادغام پروسې ته ښه ځير شو، نو ویلی شو چې د دې معادله به څه داسې وي، ۱ + ۱ = ۳.

د مختلط تحقیق کارول او فایده

مختلط میتود څیړنه ډيرې زیاتې ښیګڼې او مزایاوې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي؛

  • هر اړخیز پوهاوی: په مختلط میتود څېړنو کې د کمي او کیفي میتودونو په یو ځای کولو سره، څېړونکي د څیړنیزې ستونزې اړوند جامع، پراخه او هر اړخیزه پوهه تر لاسه او رامنځته کوي. په دې برخه کې د یوه میتود پیاوړتیا د بل میتود تشه ډکوي چې پایله یې پیاوړې او دقیقه وي.

  • د مالوماتو تثلیث: په دې برخه کې، له مختلفو سرچینو یا میتودونو څخه، ډاټا یا اطلاعاتو ته د متقابل اعتبار د ورکړې پروسه شامله ده. مختلط میتود څیړنو کې څیړونکی د تثلیث یا مثلث‌سازي پر مټ د څیړنې پایلې تائیدولی شي چې په دې سره د پایلو د اعتبار او باور کچه لوړیږي.

  • د هر ډول او اندازې څېړنیزو پوښتنو ځوابول: د مختلط میتود څیړنه دا وړتیا لري چې د ټیټې او لوړې کچې هر ډول څیړنیزې پوښتنې ځواب او حل کړي. کمي ډاټا کولی شي د پراخه رجحاناتو او نمونو اندازه را څرګنده کړي، او کیفي اطلاعات د موضوع اړوند اصلي دلیلونه او میکانیزمونه تشریح کوي.

  • هر اړخیز تحلیل: د کمي او کیفي میتودونو ادغام څیړونکو سره د څيړنیزې ستونزې د ډيرو اړخونو په شنلو کې مرسته کوي، چې دا کار د سطحي تحلیل او مشاهداتو له توان څخه بهر دی. هر اړخیز او مختلط تحلیل د څیړنیزې موضوع اړوند عمیق او ژور پوهاوی رامنځته کوي.

  • تطبیقي اسانتیا: د مختلط میتود څیړنه ډيره عملي ده او تطبیقي وړتیا لري؛ ځکه دا ډول څیړنه د میتودونو د ادغام، ډاټا را ټولولو، تحلیل او له موجوده محدودیتونو سره انعطاف مننونکې ده. دا انعطاف د څیړنې تطبیقي وړتیا لوړوي او په عملي برخه کې د څیړونکي کار اسانوي.

مختلط میتود څیړنې یوه ځانګړنه او مشخص اړخ لري چې په بل ډول څېړنو کې نه ترسترګو کیږي. هغه اړخ دا دی چې په دې ډول څېړنو کې مختلف ډوله کړنلارې او میتودونه داسې سره را تول یا یو ځای شوي وي چې هدف ته د رسیدو لپاره په زنځيره‌ایز ډول کار کوي. (Bazeley, 2009, 2012, 2018b; Fetters & Molina-Azorín, 2017). د ډاټا را ټولولو پر مهال ممکن ځینې مالومات د مختلفو میتودونو تر منځ تبادله شي؛ مګر  ډاټا او له مختلفو سرچینو او میتودونو څخه تر لاسه شوې لومړنۍ پایلې به د تحلیل د پروسې پر مهال سره یو ځای، او په دې توګه به د څېړنې وروستی هدف تر لاسه شي.

میرتینز او ملگري یې د ۲۰۱۶م کال کتاب په ۲۲۲ مخ کې لیکي؛ په یوه څېړنه کې د مختلفو میتودونو یو ځای کول یا یو ځای کارول د هغه شیانو د لیدلو فرصت برابروي، چې تر اوسه لیدل شوي نه وي. همدا ډول؛ کریس‌ویل او پلانو کلارک ۲۰۱۸، پیټرز او پریش‌واټر ۲۰۱۵، ټیډلي او تاشاکوره ۲۰۰۹ کتابونو کې لیکي چې، یوازې د کیفي یا کمي څیړنې پر مټ د تر لاسه کیدونکې ممکنه ډاټا څخه ور هاخوا د لا زیاتې ډاټا را ټولول او پوهې یا مالوماتو تر لاسه کول، یوازې د مختلط میتود او یا د میتودونو د ادغام پر مټ تر لاسه کیدای شي. دا په دې مانا چې د یوې موضوع عمق ته د رسیدو لپاره باید مختلط میتود وکارول شي؛ ځکه که د همدې موضوع لپاره یوازې کمي یا کیفي تګلاره وکارول شي؛ د موضوع عمق ته رسیدل به ډير ستونزمن او حتی نا ممکن کار وي.

نتیجتآ ویلی شو چې، مختلط میتود یو خورا ارزښتناک میتود دی چې پېچلو ټولنیزو ستونزو ته د حل موندنې لپاره د کیفي او کمي دواړو میتودونو پیاوړتیاوې سره یو ځای کوي، او د څيړنیزې پوښتنې لپاره هر اړخیز او بشپړ ځواب تر لاسه کوي. مختلط میتود تحقیق د یوې پرمختللې او پیاوړې وسیلې په توګه، په مختلفو اکاډیمیکو څانګو کې د څيړنې د موندنو اعتبار زیاتوي، او څیړونکي سره د اکاډیمیکو او موجوده شرایطو په رڼا کې د پریکړې کولو په برخه کې مرسته کوي. همدا ډول، د دې میتود په کارولو سره څیړونکي داسې پایلو ته رسیدلی شي چې یوازې په کمي او یا کیفي میتود یې تر لاسه کول ناممکن وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.