لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۱۹

آصف بهاند

343

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌نو‌لسمه برخه

لږراپه سد شه، ځان خبر کړه

يار قاچاقبر پيدا کوي وطن پريږدينه

 

بېروزگاري توره بلا ده

له بېکارۍ نه هلک روږد په بنگو شینه

 

ځوانان خو ډلې ــ ډلې لاړل

په بنگو روږد لالی به کوم وطن ته ځینه

د لنډیو په دې برخه کې دغه لنډۍ درنو لوستونکو ته وړاندې کېـږي:

علم کوه پسي بلبل شه

په شان د  گل شه، چی هرڅوک دې بویوینه

 

ته خو اوس لاړې د بل چا شوې

یار دې رنځور شو ترخولې وینې غورځوینه

 

لږراپه سد شه، ځان خبر کړه

يار قاچاقبر پيدا کوي وطن پريږدينه

 

جينۍ خبره يې که نه يې

پرتا مین له مجبورۍ وطن پرېـږدینه

 

مينه دې وکړه پام دې نه و

بيلتون دې نه ليده چې غرونه ړنګوينه

 

لیوني سپي رانه چاپـېـردي
نړۍ په غټو ورته گوري موږ ترې خورینه

 

بېروزگاري توره بلا ده

له بېکارۍ نه هلک روږد په بنگو شینه

 

ځوانان خو ډلې ــ ډلې لاړل

په بنگو روږد لالی به کوم وطن ته ځینه

 

ستا په پټي دې ږلۍ وشي

زه به تر څو د دادا کور کې ناسته یمه

 

داد مې زه پکې واده کړم

په داسې خلکو څوک غوايه نه څروينه

 

په پاچاهۍ دې ډزې وشه

د مکتبونو جونې کور کې ناستې دینه

 

زما د حال پوښتنه مکړه

دواړه څنگلې غبرګوم، سر ته یې ږدمه

 

له ما نه، نه شي هرڅه لاړل

‏لکه بې سيله مرغۍ گوښې ناسته یمه

 

ها پخواني وختونه نشته

‏لکه بې سيله مرغۍ ګوښې ناسته یمه

 

یا به زما پر سترگو گرد وي

یا به کړکي ته طالبان راغلي وينه

 

چې خدای لیکلي، هغه کېـږي
هرمازديگر په زیارتو مکړه سوالونه

 

پر اس راغلی، پر اس ولاړل

له خلکویی غلا کړل په ملیاردو ډالرونه

 

وطن یی ټول فساد، فساد کړ

ځانته یی جوړ کړل هریوه شاهی قصرونه

 

نصیبه وچ کوهي ته پرېوځې
‏چې ته راخېـږې، زه به لرې تللی یمه

 

زما ډارن لالي ته وایه

زما په سر به دې څوک نه حلالوینه

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.