لانـجـــه

سلطان جان کلیوال

285

زما له تا سـره ، د جنــګ خـبره خـلاصـه نه ده

لا په یو بل مو، د غورځنګ خبره خلاصه نه ده

ته خوپوهــیږی زه افـغان یم له حـق نه تیریږم

وخت به ثابت کا چی، د ننګ خبره خلاصه نه ده

شیطان به جوړ کاندی سکه ورونه یو بل ته دښمن

وینــه شــریکه ده، د رنـګ خـبره خـلاصه نه ده

په اور به سـوي وي، بی شــمیره مئيــنان د رڼـا

خـو د ډیــوې او د پـتــنګ، خبره خلاصه نه ده

تیرله هرڅه و« ملنګجان» بی له وطن او ایـمان

نن هـم د میــنې د ملنـګ ، خــبره خـلاصـه نه ده

«خادم ، ریښتین» مونږ ته د مینې لارښولی پرون

د بل «پژواک» د لوی، ګړنګ خـبره خلاصه نه ده

« حـمزه» به بیا غـزل د مینې «کلیوال» ته وائـی

لا د «خوشحال» اود «اورنګ» خبره خلاصه نه ده

راغورځوي دی له دی تخـت ، په نن ســبا «کـکړه»

چی پری ویده یی، د دی پالنګ خبره خلاصه نه ده

نومبر/۸/۲۰۲۳

تورنتو – ایجکس – کاناډا

ش

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.