د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۵

 آصف بهاند

275

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌څلیر‌یشتمه برخه

خپله مې کړي، ملامت یم

وطن مې وران کړ اوس د نورو احتیاج یمه

 

هم مې ښکنځي، هم مې وباسي

د اخوند نسل مې له هراړخ زوروینه

 

پر موږ دې وکړل پاکستانه

پر تا دې وشي ډېر ترخه ـ ترخه چمونه

 

پاکستان پاک نه دی، ککړ دی

زموږ پرهرڅه یې تېزاب شیندلي دینه

 

مهاجرت، بې‌ځایه کېدل،، لېـږد او له خپل کلي کور نه په نورو ډولونو بلې خوا ته تلل، یوه پخوانۍ ستونزه ده چې انسانانو له ډېرو پخوا زمانو څخه ورسره مخ شوي دي. په دې لړ کې افغانانو هم د بېلابېلو دلایلو له مخې د جلاوطنۍ تریخ جام څکلی دی او د پردیو وطنونو د مجبوریتونو په جال کې لوېدلي دي.

ښاغلي ډاکتر محب زغم په همدې څو نږدې تېرو ورځو کې د «ولې خلک له هېواده تښتي؟» ترسرلیک لاندې یوه لنډه مقاله خپره کړه چې زه یې د موضوع د مهموالي په پار دلته رانقلوم:

«افغانان په مختلفو دلیلونو وطن پرېږدي او نورو ملکونو ته پناه وړي. په دې کې ځینې خلک واقعاً دلته ستونزه لري او د سر غم اخیستي وي خو ځینې نور بیا په نورو دلیلونو مهاجرت ته زړه ښه کوي.

د واقعي دلیلونو په سر کې ناامني ده. ځینې خلک د ناامنۍ له عامې بڼې ځورېږي چې د ټولو افغانانو په زړونو کې یې اندېښنه اچولې ده. ځانمرګي بریدونه، چاودنې، راکټ او نورې پدیدې د هر افغان ژوند ګواښي نو په دې حساب هر څوک د وطن پرېښودو ته یو نسبتاً موجه دلیل لري او په دې حساب څوک نه شو ګرمولای. هر سهار چې اولادونه ښوونځي، پوهنځي، کار یا بل ځای ته ځي، د هر مور و پلار زړه تر هغې ناکراره وي چې اولاد یې بېرته صحیح سلامت کور ته ستانه شي. ټول وېرېږي چې که خدای مه کړه چېرته ځانمرګی برید وشي، د دوی اولادونه ورنه وانه خلي.

ځینو ته بیا په خاصه توګه د سر خطر وي. هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې دندې ترسره کړې دي، د دولت په امنیتي ځواکونو کې پاتې شوي دي، په لوړو دولتي پوسټونو کې یې کار کړی دی او یا یې په رسنیو کې د طالبانو خلاف ویناوې او لیکنې خپرې کړې دي، په دې وېره کې وي چې که د طالبانو لاس ته ورشي نو مرګ به یې حتمي وي. دوی اکثراً له لویو ښارونو نه وځي او کلیو بانډو ته سفر نه شي کولای. د کندوز د ښار سقوط، د ډېرو خلکو په زړونو کې دا وېره اچولې ده چې ګوندې د دوی ښار به هم یو وخت د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ځینې خلک چې یو څه شتمن او د نوم خاوندان دي، بیا د مافیايي ډلو له خوا ګواښ احساسوي. نن سبا د وطن ډېر تاجران او پانګه وال ترکیې، دوبی، هندوستان او نورو هېوادونو ته کډې وړې دي چې د اختطافچیانو له شره په امن کې وي. سره له دې چې دولت د اختطافچیانو ځینې مهمې ډلې له منځه وړې دي خو بیا هم د انسان تښتونې پېښې ډېرې دي. بده خو لا دا چې ان د لوړ پوړو دولتي چارواکو خپل خپلوان یا پخپله دوی هم د پیسو په بدل راخوشي کېږي او مافیايي ډلو ته یو ډول باج ورکول کېږي. دا څو شپې مخکې سړي تښتوونکو د کابل یو مشهور ډاکتر له اوږدې مودې وروسته راخوشی کړ چې د خلکو په وینا درې لکه ډالر یې له کورنۍ څخه اخیستي دي. د زلمکي اباسین تښتوونې او وژنې خو عام خلک هم ډارولي دي ځکه هغه نه د کوم چارواکي زوی و، نه کوم تاجر یا پانګه وال یانې دا خطر هر چا ته متوجه دی.

د هغو کسانو شمېر هم کم نه دی چې له عمومي ناامنۍ ورهاخوا بل هېڅ خطر ورته نشته خو دوی بیا د ښه اقتصاد، ښه ژوند او عیشونو په خاطر غواړي اروپا ته لاړ شي. په دې ډله کې ځینې داسې بې استعداده کسان شته چې نه یې سم تعلیم کړی دی، نه یې کوم کسب زړه کړی او نه یې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره څه کړي دي. یقیني خبره ده چې دوی به په اروپا کې هم د نېکمرغۍ څرک ونه ویني او ټوله ورځ به شاقه او ټیټ کارونه کوي.

ځینې کسان بیا د خپلو خلکو له ټیټو اخلاقو ځورېږي او غواړي داسې ځای ته لاړ شي چې څوک په چا کار نه لري او د هر انسان انساني کرامت خوندي وي. زموږ د ټولنې اخلاق ډېر راپرځېدلي دي. دلته بې نزاکتي، بې ادبي، بدمعاشي او د نورو پر شخصي حریم د تجاوز چارې عامې دي. ځینې خلک دا شیان نه شي زغملای او د غواړي په متمدنو ټولنو کې ژوند وکړي خو په دې به نه وي خبر چې په نورو ټولنو کې به د هویت له بحرانه ځورېږي او کله چې نور ورته د مهاجر په سترګه ګوري، پر ده به څه تېرېږي.

سیالي هم د ځینو لپاره یو دلیل دی چې باید غربي ملکونو ته لاړ شي. که د چا تربور یا بل رقیب په اروپا کې وي، دی هم هڅه کوي چې ځان وباسي او له تربوره وروسته پاتې نه شي.

نهیلي او نامعلوم راتلونکی یو بل مهم دلیل دی چې خلک د وطن پرېښودو ته اړ باسي. اکثره ځوانان خپل راتلونکی دلته ښه نه ویني. دوی مطمین نه دي چې جنګ به کله ختمېږي او سوله به کله راځي؟ دوی په دې نه پوهېږي چې د وطن اقتصاد به کله سم شي؟ ډېر خلک اوس پر نړۍ والو بې باوره شوي دي ځکه چې د ترهګرو په ځپلو کې صادقانه هڅې نه کوي، په پاکستان کې د طالبانو او نورو ډلو مرکزونه له منځه نه وړي، له افغان امنیتي ځواکونو سره پوره مرسته نه کوي … نو دوی ته د وطن سبا تته او بې خونده ښکاري. له بلې خوا په کور دننه سیاسي ناندرۍ، د واک پر سر د رهبرانو اختلافونه، د کړیو ژمنو نه پوره کول، کله نا کله د جهادي ډلو ډاروونکې خبرې چې ګوندې بیا به وسله اخلي

دا ټول هغه څه دي چې د خلکو په ذهنونو کې د تظیم واکۍ او طالب شاهۍ وختونه تداعي کوي. ښکاره خبره ده چې هېڅوک نه غواړي هغه ترخې تجربې بیا ووینې.»

څومره چې افغانان نو د هجرت په چاپېریال کې د جلاوطنۍ لړمانو چیچلي دي او زجرونه یې لیدلي دي، د دغو دردونو د انعکاس تر ټولو ښه هنداره یې لنډۍ گڼلې ده او د همدې لنډۍ په قالب کې درد رسېدلو خلکو د خپلو زړونو بړاس ایستلی دی. د لنډیو د مقالو په دې برخه کې هم د مهاجرت له درده څو تخلیق شوې لنډۍ وړاندې کوم:

د مهاجر دوښمنه غرق شې

چې نور همځولي دې پوښتنې ته درځینه

 

خدای دې بېکوره مهاجر کړه

درباندې رادېشي زموږ په څېر وختونه

 

د پرديسۍ داسې ژړا ده

لکه پرتورو غرو چې اوري بارانونه

 

پاکستان پاک نه دی، ککړ دی

زموږ پرهرڅه یې تېزاب شیندلي دینه

 

د ناکردو لړۍ اوږده ده

ایران له خپل ادرسه ډېر بد کړي دینه

 

ما وې چې ټوکې دي عالمه

د جانان کډه په ریښتیا بېرته راځینه

 

د هجرت بار لکه د غره دی

پر چا دې ورنه شي درانه ـ درانه ویرونه

 

پر موږ دې وکړل پاکستانه

پر تا دې وشي ډېر ترخه ـ ترخه چمونه

 

چې هېر یې نه شي پور مې غواړم

اوس دې تازه ټپ باندې مالگې دوړوینه

 

شونډې مې رېـږدي وارخطا یم

پاکستانی پولیس مې کار ته نه پرېـږدینه

 

بار مې تړلی دی روان یم

لوری مې ورک دی کومې خوا ته روان شمه

 

لار رانه ورکه ده حیران یم

زه په سوران یم، دی مې جیب رالټوینه

 

هم مې ښکنځي، هم مې وباسي

د اخوند نسل مې له هراړخ زوروینه

 

مرسته زړه‌سوی خلکو هېر کړی

ښه خو به دا وي پرچا ونه تړلو زړونه

 

خپله مې کړي، ملامت یم

وطن مې وران کړ اوس د نورو احتیاج یمه

 

بدن مې سره لمر سوځولی

دننه زړه مې هجرتو وسوځاونه

 

د هجر شپې د لړم زهر

ښه ده چې وموچیچي، شنه مو واړوینه

 

تانده ځوانۍ کې مهاجر شوم

شونډو مې وچ پتري نیولي مړ به شمه

 

د ملا مه منیه خلکو

ملا غلط دی، مازې خلک زوروینه

 

ایستل یې یو غم، لوټ یې بل غم

پر موږ یې راوستل جوړه ظالم ویرونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.