يـووالي

سلطان جان کلیوال

209

مونږ افغانان د یوې مور او یوه پلار بچي
له بدخشـانه تر هـرات د یو ګلــزار بچي

زمونږ هډوکي، زمونږغوښه، زمونږ وینه یوده
مونږه، د لـوړو ســردرو د افـتـخار بـچـي

رقـیبه زهـر مه را شـنده، مونږه نه بیلـیږو
مونږ خویندې ورونه د یوه کوراود یاربچي

مونږ لکه نوک او ورۍ یو بل سره پیوند لرو
مونږ په شریک کورکی د ورونوغوندی ژوند لرو
+++

مونږ تورې شپې سره په جنګ یو د سبا په هیله
مونږ له تیارې سره په جنګ یو د رڼا په هـیله

که مو د کور مشرې ورغلې د شیطان لاسو ته
مونږ هر شیطان سره په جنګ یو د بریا په هیله

مونـږ ورښـولې ده  دنیـا ته، د انـصـاف لاره
مـونږ د دنیـا سـره یو کیـږو، د دنیـا په هــیله

مونږ دښمنان د اسـتبداد یو عـدالت غـواړو
هـره سـینه کی د نفرت په ځای الفت غواړو
+++

هغوي چی مونږ جدا کوی رسوا رسوا به شی
هغوي چی مونږه بیلوی خپله جـدا به شـی

سر له تنې ، زړه له سینې نه بیلیدلی نه شی
چی یو بـدن تالا کـوی  خپـله تا لا به شـی

چی تبـاهۍ ته چا زمونږه مشـوری کـړیدی
تاسو به وګورئ چی ټول تباه تباه به شی

زمونږ وطن زمونږ عزت زمونږ ایمان یو دي
زمونږه ځمکه، زمونږ هـوا، زمونږ اسمان یو دی

نومبر /۱۵ /۲۰۲۳

 ایجکس – تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.