د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۰

آصف بهاند

232

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌نهه‌و‌یشتمه برخه

پر افغانانو باندې د بېرته شړلو کومه طریقه چې زموږ دوو لړم ډوله گاونډیانو (ایران ــ پاکستان) راپیل کړې ده، د بشریت په تاریخ کې به ساری ونلري. دا طریقه دومره ظالمانه ده چې هم یې وهي، هم یې کور ورورانوي، هم په سپکاوي چلن ورسره کوي او هم یې داسې لوټي چې لا جب‌خرڅ هم نه ورپرېـږدي.

داسې ویل کېـږي چې په ایران او پاکستان کې له افغانانو سره د ظلم کولو دا لړۍ ترهغو پورې غځیـږي، چې ټول اسناد لرونکي او بې اسناده راوشړي. د پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دي چې تر دوو میاشتو به یو میلیون بهرنیان له پاکستانه و ایستل شي. بي‌بي‌سي پښتو په یوه تازه رپوټ کې د دې موضوع په باب داسې لیکلي دي:

«پاکستان کې د بلوچستان اطلاعاتو ایالتي وزیر جان محمد اڅکزی وايي، د غیر قانوني بهرنیانو ایستلو عملیاتو دویم پړاو پیل شوی دی.

ښاغلي اڅکزي په مرکزي ښار کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل: ”په دویم پړاو کې تر اوسه پورې نژدې دوه زره غیر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي.”

د بلوچستان اطلاعاتو سرپرست وزیر زیاته کړه: ”هېڅ یو غیر قانوني کډوال به نه پرېښوول کېږي، د درولو او تالاشئ پر پالیسي هم کار روان دی، د دې له مخې امنیتي ځواکونو کسان د هر چا د پېژندګلوۍ اسناد کتلای شي.”

نوموړي وویل، د جنورۍ میاشتې تر پایه پورې به تر یو میلیون پورې هغه بهرنیان له پاکستانه وشړل شي، چې په وینا یې په غیر قانوني توګه په دې هېواد کې مېشت دي.

جان محمد اڅکزی وايي، تر اوسه پورې د کوټې له لارې له پاکستانه د وتلیو کډوالو شمېر ۱۲۰ زره کسانو ته رسېږي.

نوموړي دغه راز وویل، دوی ته معلومه شوې، چې نژدې دوه سوه زره بهرنیانو جعلي شناختي کارتونه (پاکستاني تابعیت کارتونه) جوړ کړي دي او دوی په دې هکله تحقیقات پیل کړي دي.

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر وايي، د دوی معلومات ښيي، چې په بلوچستان ایالت کې داسې یو میلیون بهرنیان مېشت دي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي له دې مخکې (نومبر ۱۷مه) ویلي و، چې تر جنوري پورې به ټول بې اسنادو افغانان افغانستان ته استوي او له هغه وروسته به د نورو د وتلو وخت په ډاګه کېږي.

جان محمد اڅکزي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي و: “موږ د ټولو بهرنیو ناقانونه کسانو د ایستلو تابیا کړې ده، له هغه وروسته به د ټولو افغانانو د ستنېدو خبره وي.”…»

بل مار ته ورته گاونډي ایران تر دې بد حالت پر مهاجرو افغانانو باندې راوستی دی، خو هغوی دومره چل‌ول نه کار اخلي چې ډېری خبرې نه میډیايي کوي. له ایران او پاکستان نه په دې وخت کې په دومره شمېر د افغانانو راشړل دا مانا رسوي چې دوی افغانان ترخوږ گوتې رانیولي دي او دومره یې زوروي چې کوکې یې تر اسمانونو پورې رسي، خو غږ یې هېڅ‌څوک نه اوري.

دا هم څو داسې لنډۍ چې د همدغو ترخو شېبو نقاشي پکې شوې ده:

د ظلم نوی دود جاري دی

هم دې شړي هم جُرمانې درنه شکوینه

 دا یوه لاره ده راپاتې

که غریبي وي که ساړه وطن ته ځمه

د اسلام هسې نوم دی پاتې

ترحم نه شته د انگریز کوي خویون

 هجرت خو بیا سره جلا کړو

خدای مهربان دی گوندې وشي دیدنونه

خدایه ته هغو ته خیر پېښ کړې

چې ډېر مجبور دي، بېرته خپل وطن ته ځینه

 پرسړک ډک موټر ولاړ دي

په‌کې سپاره دي مهاجر، کورو ته ځینه

 ملیشه نه، خروړي سپي دي

هرڅه لوټي، د لارې خرڅ نه ورپرېـږدینه

 یه خلکو خپل وطن ته راشئ

مځکه مو خپله، کور مو خپل، خپل مو واکونه

 دغه دی خپل وطن ته راغلو

لږه سختي زغمو، د خپل واک خو به شونه

 په سپېده‌داغ یې کور راوران کړ

کور دې یې وران شي، چې یې ړنگ کړل زموږ کورونه

 پر سپېره ډاگ شپه او تیاره ده

لوږه یخني ده، ماشومان چیغې وهینه

 پر موږ غمونه عالمونه

نور کړي عیشونه موږ غمو ته پیدا یونه

 هجرت غمو وخواړه خلک

د بدمرغیو یې نور نه شته سرحدونه

 د گاونډیانو غبرگ ظلمونه

یو مو شړي او بل مو هرڅه لوټوینه

 یوازې موږ زغم ته پیدا یو

د ټول جهان ظلمونه زموږ په نصیب دینه

 پردي وطن کې خطرونه

کور ته به لاړ شو گوندې نه وي خطرونه

 پرموږ د ظلم باران جوړ دی

هلته به خلاص شو چې خپل کور او وطن وینه

 ملیشه راغی پیسې غواړي

نه منعه کېـږي او نه اوري دلیلونه

 چیغې فریاد دې وي همدومره

د خلکو وچې شولې اوښکې فریادونه

 پاکستاني اسلام دوکه ده

نامسلمان دي د اسلام نوم بدوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.