د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/ ۱۳مه‌ برخه

آصف بهاند

258

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۲مه برخه

افغانان گرده لیوني دي

پردي یې باسي، دوئ زارۍ ورته کوینه

 پر زړونو غټې تیـږې نه‌ږدو

د پنجابي کړو ته په کار دي ضد کارونه

 څه ومه، څه شوم لویه خدایه

چې اوس پنجاب تهران ته زېـړرنگ ودرېدمه

 ملیشه وې چې ژر به وزې

خلکو لیلام کړل د کور مال او کمپلونه

 

له گاونډیو هېوادونو نه د افغان کډوالو د شړلو په مسأله کې ډېرې داسې خبرې شته چې تراوسه زموږ د دوو ظالمو گاونډیاو (ایران ــ پاکستان) له خوا ناښکاره پاتې شوې دی. کېدای شي پاکستان او ایران په همغږئ سره د افغان کډوالو د شړلو پالیسي پیل کړې وي، په میډیا کې لیدل کېـږي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني امنیتي کسانو چلن یوڅه مېډیايي کېـږي، سره له دې چې له ایران څخه هم د افغام مهاجرو د غیرقانوي او ظالمانه شړلو پروسه روانه ده، خو د ایراني امنیتي کسانو ناوړه چلن باندې میډیا اغماض کوي. کله ـ کله یې رپوټونه ورکول کېږی چې ایراني امنیتي کسان ترپاکستاني امنیتي کسانو لا ناوړه چلن کوي. دا لاندې د تاند یو تازه رپوټ دی چې له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي کسانو د چلن په باب خبرې په‌کې شوې دي:

«تاند(سې شنبه، د قوس۷ مه) په داسې حال کې چې د رسنیو او خلکو ډېر پام په پاکستان کې افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته دی، په بل ګاونډي هېواد ایران کې هم له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند دوام لري.

هرات ته له دغه هېواد څخه تازه اېستل شوي یو شمېر افغان کډوال وایي چې ایراني ځواکونو په اړوندو کمپونو کې وږي ساتلي، وهلي او ډبولي او له ټپي وجودونو سره افغانستان ته شړلي.

یو شمېر دغو کډوالو ځایي رسنیو ته دا هم ویلي چې ایراني ځواکونو د را شړلو پر وخت لوټ کړي او ټولې پیسې او شتمنۍ یې ورڅخه اېسارې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د کډوالو ادارې رئیس مفتي آدم خان سعید تایید کړې چې ایران افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی.

هغه د دغه چلند دلیل، ایران ته په ناقانونه ډول د افغان کډوالو ورتګ ګڼلی.

افغان کډوالو نیوکه لري چې طالب چارواکي یې ستونزو ته پام نه کوي او برعکس ایران سره د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد شوي هېواد چلند ستایي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند تېره میاشت ایران ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی و.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني بیا لویدیزو ولایتونو ته د یوه سفر پر مهال ویلي وو چې له ایرانه اېستل شوي کډوال د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند او ان د دوی د لوټ کیدو شکایتونه ورته کړي.

طالب چارواکو ایران سره او ان پاکستان سره د افغان کډوالو د ناوړه چلند په تړاو د خبرو یا بل کوم ممکن عکس العمل په تړاو څه نه دي ویلي.»

زموږ دا یاد گاونډیان هرڅه چې کوي، د خپلو کړو ژمنو پرخلاف یې کوي، د نړیوالو قوانینو نه په سرغړونې یې کوي او دوی دې په یاد ولري چې د خلکو او تاریخ سترگو ته خاورې نه شي ورشیندلای.

دا هم پر افغانانو باندې د شووظلمونو یو څو بېلگې چې د لنډیو په قالب کې یې انعکاس مړندلای دی:

پام کوئ بیا مهاجر نه شئ

په کډوالۍ کې د چا نه شته عزتونه

 

ځان ته په خپله ډاډ په کار دی

مدام به څوک ډاډه کوي ناهیلي زړونه

 

پر زړونو غټې تیـږې نه‌ږدو

د پنجابي کړو ته په کار دي ضد کارونه

 

ټول سیاسیونه ورته اړم دي

چې مهاجر یې ورته پرېـږدي وطنونه

 

های مهاجرو تاسې مه‌ځئ

موږ ته به څوک کوي دا ډېردرانه کارونه

 

گلان په خپل وطن کرل شي

ما په پردي وطن کرلي وچ به شینه

 

که سل او زر کلونه تېر شي

هېر به مې نه شي د هجرت مجبوریتونه

 

بیا به پردو مُلکو ته نه ځم

پر هغه تللي وار څوځل پېښمانه یمه

 

افغانان گرده لیوني دي

پردي یې باسي، دوئ زارۍ ورته کوینه

 

پر افغان بدې ورځې راغلې

گاونډ دوښمن شو، نړۍ خپل کوي کارونه

 

نن خوار مفلس وطن ته راغلم

ستونزې به گالم، ځان احتیاج نه خلاصومه

 

جگړه د بل له‌پاره نه کړم

ژوند مې خراب، گټه یې بل ته رسومه

 

توره پنجابه نور هم تور شې

خدای مهربان دی، په هرپل دې شرموینه

 

څه ومه، څه شوم لویه خدایه

چې اوس پنجاب تهران ته زېـړرنگ ودرېدمه

 

یا به قیامت پر ټول جهان وي

یا به یوازې په افغان پسې ورځینه

 

ځینې نازک لکه گلاب وي

خو پردیسۍ ورنه فولاد جوړ کړی‌وینه

 

د كډوالۍ زور رامالوم دی

جگړې ته نه وایم او ځان ورنه ساتمه

 

خپل وطن خپل دی، شُکر باسه

پردي وطن کې له هر خوا مجبوریتونه

 

په خپلو پښو ولاړ به ښه وي

بل ته اړ مه‌شه که پردی، که خپل دې وینه

 

ملیشه وې چې ژر به وزې

خلکو لیلام کړل د کور مال او کمپلونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.